د ( دوين هوانګ ) په ولسوالۍ کښی د( مو ګاو ) په نامه د ډبرينو غارونو  د کيندلو په باب  معما
中国国际广播电台
 

     

د چين  د ( دوين هوانګ ) په  ولسوالۍ کښی د( موګاو ) په نامه يو ځای شته چه زيات ډبرين غارونه ليدل کيږی او داسی غارونه هغه  بودايی اثار بلل کيږی چه د پيمانی له لحاظه په نړۍ کښی تر ټولو نه لوی او پکښی  ښه  ساتل شوی دی ٠ خو يوه پوښتنه ده چه دغه مشهوره  هنری خزانه  ولی د چين په شمال لويديځه صحرا کښی د غرونو پر لمنو باندی جوړه شوه ؟

د رواياتو له مخی د ( دوين هوانګ ) په ولسوالۍ کښی د موګاو ډبرينو غارونو دکيندلو پته  د ( له ځوين ) نومی سيار بودا له خوا وټاکله شوه  ٠ په ٣٦٦ م عيسویکال کښی  بودا ( له ځوين )  د يوی ورځی په ماښام  د ( دوين هوانګ ) سيمی د(  سانوی ) غره  ريښی ته ورسيد  او  د شپی د تيريدو دپاره يی خپل تم ځای  پيدا نه کړنو هغه له دی ستونزی سره مخامخ شو چه شپه مو څنګه تيره شی ؟  هغه سخت چرتوواهه ٠  او  تصادفاٌ يی  خپل سر پورته کړ ، يوه عاجله منظره يی تر سترګو شوه چه په مخامخو غرونو کښی قوی طلايی رڼا ځليږی او  زر ګونه تنه  بودايان په طلايی رڼإکښی راښکاريدل  ٠ بودا ( له ځوين ) ددی منظری په ليدو سره ډيرحيران شو٠ هغه باور وکړ چه په ريښتيا دلته حتماٌ  مقدس ځای دی ٠ نو هغه   د خلکو په جذبولوسرهد دغو  غرونو پر لمنو باندی غارونه وکيندل چه پيمانه يی مخ په پراخيدو شوه ٠ او د( تانګ ) په امپراطوری دوره کښی په دغو غرونوکښی څه دپاسه زر غارونه  وکيندلشول ٠ مربوطو پوهانو د اوږدی مودی د پلټنی او څيړنی په اثر دا نظريه څرګنده کړهچه د ( موګاو ) ډبرينو غارونو کيندل او ابادول  يو تصادفی کار نه  و ٠ بلکه په لرغونی زمانه کښی د چينايانو د عقل او هوښيارۍ څرګندوی دی ٠ په بی پايه صحرايی سيمه کښی يوه وړوکی شنه وچه  د غارونو د کيندلو په ادرس  وټاکله شوهچه   د انسانی دنيا د ژوند څخه د ځان د لری ساتلو او له لوی طبيعت سره د ځان د يوځای کولو په هکله  بودايی مفکوره  ور څخه را برسيره شوی  ده ٠دغه ډبرين غارونه د غرونو پرلمنو باندی وکيندل شول ٠ د غارونو په وړاندی رڼیاوبه بهيږی  چه د دغو رڼو اوبو له برکته  د ( موګاو )  غارونو په چاپيريال کښی   شنوونو  ښی ودی ترلاسه کړی  ٠  او له دی امله په دی ځای کښی د ارامتيا او سمسورتياڅخه ډکه خاصه ښکلی منظره رامنځ ته  شوه ٠ د( موګاو ) ډبرين  غارونه لکه د شاتودمچيو د کورونو په شان  ترتيب شوی دی  او زيات تر زياته ٤٠ متره جګوالی لری٠
 

د ژمی په فصل کښی شګلن  بادونه عموماٌ د غارونو تر شاه  له لويديځی خوا نه راځی او د غارونو له سر نه تيريږی  خو غارونو ته  نه داخليږی  ٠ د دوبی په موسم کښی ختيځ  بادونه  زيات چليږی ٠ خو د غارونو مخامخ غرونه د طبيعی ديوال په حيث  غارونو ته د دغو بادونو د ننوتلو مخه نيسی ٠  په دی وجه  شګلن بادونه  د غارونو په مقابل کښی مستقيم ګواښ نه  جوړوی  ٠ نو ځکه د( موګاو ) غارونه په دی وچه سيمه کښی يو تر ټولو نه امنيتی سيمه ګرځيدلی ده ٠

 په همدی مناسبت که څه هـم  زر کلونه  تير شوی  خو  بيا هم د ١١امپراطوری سلسلو٤٩٢ غارونه ، زيات شمير ديوالی رسمونه او مجسمی  ښه ساتل شوی دی او نړۍ ته يوه ډيره قيمتی او نادره کلتوری او هنری خزانه وړاندی  شوی ده ٠