د ( يوان مينګ يوان ) د امپراطوری پارک تاريخی اثار اوس چيرته دی ؟
中国国际广播电台
 

     

په ١٨٦٠ م کال کښی د برتانيی او فرانسی ګډ پوځ په زور سره بيجينګ ته ننووت  او د ( يوان مينګ يوان ) امپراطوری پارک يی  پوره جارو کړ  ٠ ايا دوی له دی پارک څخه څومره قيمتی شيان تالا کړی دی ؟ ويلی شو چه بی شميره دی  ٠ خو د بيلګی په توګه د فرانسی تيريکوونکی پوځ  خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو نه وروسته د تحفی په توګه خپل امپراطور ته د چين لس زره  قيمتی او نادر شيان  وړاندی کړل ٠ نو ويل کيږی چه که څوک اوس وغواړی - د ( يوان مينګ يوان ) قيمتی اثار وګوری  يوازنی لاره يی دا ده چه  بايد فرانسی او برتانيی ته لاړشی ٠


  د برتانيی د مرکز لندن په لوی موزيم کښی د ( چين ) او ( هان ) د سلسلو تاريخی اثار ، د ( شوی ) او ( تانګ )د دورو  خطاطۍ او نقاشۍ ، د ( مينګ ) او ( چينګ ) د سلسلو د سرو زرو او يشمونو هنری توليدات ځای په ځای شوی دی چه  دغه تاريخی بی بها اثار ټول د ( يوان مينګ يوان ) له امپراطوری پارک څخه تالا شوی دی ٠ مثلاٌ د پيغلی ماموری د نصيحت په نامه تصوير چه زمونږ د هيواد د ختيځ ( جين ) په تاريخی دوره کښی د نامتو نقاش ( ګو کای جه ) له خوا رسم شوی دی اوس په دی موزيم کښی ساتل شوی دی ٠ دغه تصوير يو داسی لومړی برجسته  هنر  بلل کيږی چه د انسانی څيری په رسمولوسره يی روح  منعکسيږی ٠ د فرانسی امپراطور دريم ملک ناپوليون د ( فوندانبلو ) په ماڼۍ کښی د چين  يو خاص موزيم  جوړ کړ او پکښی يی د چين څه دپاسه زر دانی قيمتی اثار چه د فرانسی د تيريکوونکی پوځ له خوا په شخصي توګه ور ته وړاندی شوی ايښودل شوی دی  مثلاٌ د( شانګ ) او( جو ) د لرغونی دورو برونزی سامانونه ، د ( مينګ ) او  ( چينګ ) د سلسلو چينی باب ، د يشمونو هنری حکاکی ، د فيل د غاښ هنری حکاکی ، د ( چينګ ) د سلسلی د ( چيان لونګ ) امپراطور رسمی مهر او هغه قيمتی  ډبرينه تخته  چه  دامپراطور ( چيان لونګ ) د  ٦٦ کالو عمر د نمانځنی دپاره د سلو تنو سپين ږيرو په رابللو سره  د خوشحالی ميلمستياپه هکله  لويه نقشه ور باندی حکاکه شوی ده ٠ دغه شان د فرانسی د مرکز پاريس  په دولتی کتابخانه کښی د ( يوان مينګ يوان ) د ٤٠ باغوانی منظرو  په  باب د وريښمو د  لوی  رنګين  تصوير او  د ( يوان مينګ يوان ) د ښکلی او منظردارو ځايونو او ودانيو په باب د امپراطور ( چيان لونګ ) د خطاطۍ په شمول ٨٠ قيمتی اثار چه د چين  ( يوان مينګ يوان ) له  پارک څخه تالا شوی  ساتل شوی دی  ٠   او د ( يوان مينګ يوان ) نور قيمتی اثار چه  اوس د خارجيانو په لاس کښی دی   د شميرنی وړ نه دی ٠
  

د چين د عنعناتوسره سم د هرو ١٢ کالو څخه  هر کال د يوه حيوان له نوم  سره تړل کيږی چه  ١٢ حيوانات په توبت سره خپله کلنی دنده اجرا کوی ٠ د ( يوان مينګ يوان ) په ښکلی پارک کښی د دغو ١٢ حيواناتو د ميسی مجسمو په شکل د  فواری لوی  ساعت جوړ شو  او د ساعت په هره بجه  اوبه  له مربوطی حيوانی  ميسی مجسمی نه راپورته کيږی او غرمه په ١٢ بجو د ټولو ١٢ حيوانی مجسمو نه اوبه په يوه وخت راپورته کيږی  چه ډيزاين  يی خورا دقيق او ظريفه و ٠  د ٢٠٠٠ م کال د می په مياشت کښی په هانکانګ کښی د ( يوان مينګ يوان ) څو تاريخی اثار په  علنی توګه  ليلام  شول  چه ددی فواری د ساعت  څخه د غوا ، بيزو او ببر د ميسی مجسمو سرونه هم پکښی  شامل ؤ  ٠ په اخر کښی د ببر ميسی سر په ١٤ مليونو هانکانګی ډالرو ، د غوا ميسی سر په ٧ مليونو او د بيزو ميسی سر په ٧ مليونو ٤ لکو هانکانګی ډالرو ليلام شول  ٠ د خوشحالی وړ خبره دا ده چه د ( يوان مينګ يوان ) د پخوانی امپراطوری  پارک دغه ٣ قيمتی اثار د چين د ٢ شرکتونو له خوا واخستل شول ٠