د بيجينګيانو فسيلونه  اوس  چيرته  دی  
中国国际广播电台
 

    

د بيجينګيانو فسيلونه چه په نړۍ کښی شهرت لری د ورکيدو نه مخکښی تل د بيجينګ د ( سې هه ) په نامه  روغتون کښی په ځانګړی صندوق کښی په امن  سره ساتل شوی ؤ ٠

د ارام سمندر د جګړی د پيښيدو  په بيګا د انسان پيژندنی د مشهور عالم  ( وی وين ژوی ) په نظر  اوس د ( سې هه ) روغتون هم  په امن کښی نه دی  ٠ نو  پيشنهاد يی وکړ چه د بيجينګيانو فسيلونه بايد امريکی ته وروليږل شی ترڅو هغه ښه  وساتل  شی ٠  د مرغلرو د  بندر د پيښی د رامنځ ته کيدو د مخکنيو  ٢ يا ٣ اونيو په يوه ورځ  د ( سې هه ) د روغتون يوه مامور ( بو وين ) خبرتيا ورکړه چه دغه فسيلونه دی د وړلودپاره  په صندوق کسی واچول شی ٠ نو د بيجينګيانو د سر ٥ کاسې او نوری ١٥ ټوټی يی ،د کوزی ژامی ١٤  هډوکی او  د چنبر ، د پښو د هډوکو ،د بری مټ هډوکو او غاښونو په شمول د بيجينګيانو د فسيلونو  ١٤٧ ټوټی  په ظريفو او نرمو کاغزونو او پمبه وو ښه وتړل شول او  په ٢ لويو  لرګينو صندوقونو کښی واچول شول  او د امريکی سفارت خانی ته يووړل شول څو چه د امريکی د بحری قواوو د پلی عسکرو د بيړۍ سره امريکی ته وليږل شی ٠ خو له هغه وخت نه وروسته د بيجينګيانو دغه مشهور او بی بها فسيلونه په  عجيبه توګه ورک شول چه تر اوسه پوری  نه دی پيدا شوی ٠

 د ځينو خلکو په قول دغه ٢  صندوقونه د ( چين هوانګ داو ) په بندر کښی د امريکی د  جمهوريېس هلسن په نامه د پوستی په  بيړۍ کښی  ايښودل شول او  امريکی ته د حرکت  په نيمه  لاره کښی له بيړۍ سره يو ځای د سمندر په تل کښی  ډوب شول ٠ ځينو خلکو  وويل چه دغه بيړۍ د جاپان له خوا ونيوله شوه او فسيلونه يی د جاپانی پوځ  لاس ته ورغلل  او په پای کښی د دغو فسيلونو پته   ورکه  شوه ٠

 د دوهمی عمومی جګړی د ختميدو نه وروسته امريکايی پوځ په جاپان کښی په پراخی پيمانی سره   د دغو  فسيلونو د پيدا کولودپاره زياتی هلی ځلی وکړی  خو کومه نتيجه يی ترلاسه نه کړه ٠ په ١٩٧٢ م کال کښی د امريکی بډای سوداګر ( جانيوس ) وغوښتل چه په زياتو پيسو د دغو فسيلونو په باب خبرتيا ترلاسه کړی   ٠ خو هغه هم په دی پلټنه کښی ناکام شو  ٠ په ١٩٧٠ م کال کښی د نيويارک يوی  ښځی  عالم ( کريستوفر ) ته چه د بيجينګيانو د فسيلونو په پيدا کولو بوخت و ، تليفون وکړ او ويی ويل چه  دغه فسيلونه د خپل مرحوم ميړه له خوا د ژوندپه  وخت کښی  ساتل شوی ؤ ٠ د ( هاروارد ) پوهنتون پروفسير ( هانګرس ) د فسيلونو د عکسونو د کتلو نه وروسته  چه ددی له خوا وړاندی  شوی تصديق وکړ چه دغسی فسيلونه همهغه ورک شوی بيجينګی فسيلونه دی ٠ خو لږ وخت وروسته د ( کريستوفر ) او دغی  ښځی تر منځ اړيکه قطع شوه ٠ په ١٩٩١ م کال کښی د امريکی د بحری قواوو منصبدار او تاريخ پوه ( براون ) ناڅاپه  د داکټر ( فلی ) ليک ترلاسه کړ چه ډاکتر ( فلی ) د دغو فسيلونو د ورکيدو له امله په بنديخانه کښی شپی او ورځی تيروی  ٠ هغه په خپل ليک کښی وويل چه هغه د دغی ښځی سره اړيکه ټينګه  کړه او هيله يی څرګنده کړه چه ژر ترژره دی د بيجينګيانو د  فسيلونو د ورکيدو معما حله کړی شی ٠ ځو متاسفانه داکټر ( فلی ) د ١٩٩٢ م کال په منی کښی وفات شو ٠

د ١٩٧٠ م کال په پای کښی د نيويارک ټايمز ورځپاڼی د ډاکټر ( ويليام ) يوه اعلاميه خپره کړه او پکښی يی وويل چه هغه د بيجينګی فسيلونو په باب ٣ رشتی په لاس کښی لری  چه لومړی رشته يی دا ده چه دغه فسيلونه د چين د ( تيان جينګ ) ښار د  يوه دوست  په کور کښی ساتل شوی دی ٠ دوهمه دا چه دغه فسيلونه د ( تيان جينګ ) ښار  د ( باسد ) په نامه فرانسوی  انسټيټيوټ کښی ساتل شوی دی او دريمه دا چه د ( تيان جينګ ) د ( بالی ) په يوه بانک کښی چه د سويزرلندی شخصيت  له خوا اداره کيږی ساتل شوی دی ٠  نو د ( تيان جينګ ) ښار  د عامه امنيت د ساتنی اداری  د دوسيی د قطعی پټو تحقيقاتو په هکله  پو خاص ګروپ جوړ کړ څو چه په دی باب څيړنه ترسره کړی ٠ خو دغه ګروپ د هلو ځلو نه وروسته پر دغو رشتو باندی انکار وکړ ٠  د  چين د لوي کلتوری انقلاب په دوره کښی  چا  د ( سی هه ) روغتون  د وينو او اوښکو تويئدونکی تاريخ  په باب يو کتاب  وليکه او پکښی يی يوه داسی جمله وليکله  چه د بيجينګيانو  فسيلونه اصلاٌ خارج ته نه دی تللی ٠ خو وروسته د کتاب ليکونکی پيدا نه شو ٠ لږه موده مخکښی د چين د انسان پيژندنی عالم ( جيو ګو سين ) د زياتو کلونو  د پلټنی سره سم  يوه نوی رشته کشفه  کړه چه د مرغلری بندر دپيښی د منځ ته راتګ  په بيګا يو عسکر چه د امريکی د بحری قواوو  د پلی عسکرو دلوی  قوماندانی او د امريکی د سفارت تر منځ د يوی لاری د ساتلو دنده يی په غاړه درلوده وليدل چه ٢ تنو کسانو يو صندوق د سفارت په انګړ کښی په  مځکی کښی  ښخ کړ ٠   دغه عسکر دا نظر څرګند کړه  چه دغه صندوق ښايی د بيجينګی فسيلونو صندوق وی  ٠ وروسته  ښاغلی ( جيو ګو سين ) دغه ځای پيدا کړ ، خو ويی ليدل چه اوس په دی ځای کښی  اپارتونونه او کورونه جوړ شوی دی  ٠ نو دغه ځای د کيندلو وړ نه دی ٠  شل  ګونه کاله کيږی چه  د بيجينګيانو  فسيلونه ورک شوی دی  او تر اوسه پوری يی په دی باب کومه پته نه ده پيدا شوی ٠ د چين مرحوم صدراعظم ( جو اين لای ) د ژوندانه په وخت کښی ويلی ؤ چه د بيجينګيانو  فسيلونه د څوتنو چينايانو له خوا د دغو اثارو د ښه ساتلو دپاره د  څو تنو امريکايانو لاسونو ته ورکړشول ٠ او په پای کښی  د امريکايانو له خوا  ورک شول ٠ نو هيله لرم چه  سپيڅلی او باهمته  عالمان  د دغو فسيلونو د پيدا کولو دپاره زيات کوششونه وکړی  او بيرته زمونږ هيواد  ته يی  راوړی ٠