د ملکی ( يانګ يو هوان ) د پتی په باب معما
中国国际广播电台
 

     

د( تانګ ) د سلسلی د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) د ملکی نوم ( يانګ يو هوان ) دی چه اصلاٌ  د امپراطور د  زوی يعنی شهزاده ( لی ماو )  ښځه وه ٠ يوه ورځ  امپراطور( تانګ  سيوان جونګ ) نږور( يانګ يو هوان ) وليدله ٠ ور باندی ډيره ګرانه شوه  نو ( يانګ يو هوان ) يی د امپراطور ماڼۍ ته راوغوښتله او خپله جنوبی ماڼۍ  يی ورکړه  ٠  څه وخت نه وروسته امپراطور(  تانګ سيوان جونګ ) (  يانګ يو هوان ) خپله کړه  ٠ او ور باندی  يی د امپراطور د لومړی  ملکی لقب وټاکه  ٠ په هغه وخت کښی امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) ٥٦ کاله عمر درلود  او ( يانګ يو هوان )  يوازی ٢٢ کلنه وه ٠

( يانګ يو هوان ) نه يوازی ډير ښکلی وه  بلکه پر موزيک ښه پوهيده او ښه نڅا يی  کوله ٠نو د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ )  بی حده  مينه  يی ترلاسه  کړه  ٠ د روايت له مخی ملکی ( يانګ يو هوان ) د بڼکو څخه د جوړ شوی ښکلی کالی په نامه  د موزيک هغه نوټ وليد چه دامپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) له خوا کمپوز شوی  ؤ   ژر ور باندی  ښه پوه شوه  او د سندری په ويلو او نڅا کولو سره د امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) په وړاندی يی نمايش وکړ او په دی زړه پوری نمايش کښی ( يانګ يوهوان ) دومره ښکلی څرګنده شوه لکه چه يوه ښاپيرۍ دنيا ته راغلی وی  ٠ امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) ددی  نمايش په کتلو سره  دومره خوشحاله شو چه په خپلو جامو کښی نه ځايئده ٠  نو  ( يانګ يو هوان ) د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) بی حده مينه حاصله کړه ٠   

د روايت له مخی  يوه ورځ  امپراطور ( تانګ سيوا جونګ ) د( سان سيانګ ايی ) په ځای کښی  د ( نيو اړ )  نومی غره څوکی ته وخوت او د غره د ښايسته منظری سيل يی وکړ٠  ناڅاپه يوه ډيره خوږه نغمه  دده غوږونو ته ورغله ٠ هغه په دی نغمی خورا زيات مست شو ٠ نو بيرته ماڼۍ ته د ستنيدو نه وروسته يی ددی نغمی اهنګ  وليکه  او د يوه هندی موزيک سره په يو ځای کولو نه وروسته يی د بڼکو د ښکلی کالی په نامه  خوږه نغمه کمپوزه کړه ٠ د يوه بل روايت سره سم د منی د فصل په يوه شپه امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) له خپلی ملکی ( يانګ يو هوان ) سره په امپراطوری ماڼۍ کښی  د ( تای ايی ) نومی ښکلی حوض په غاړه چکر واهه  او د سپينو نيلوفرو تماشا يی کوله ٠ هغه خپلی ملکی ( يانګ يو هوان ) ته په ژورو احساساتو سره وويل چه که څه هم  نيلوفر ډير ښکلی دی  خو روح  نه لری ٠  زما  ملکه يو داسی ګلاب  ده  چه  پر ما باندی ښه پوهيږی  او  ښکلا او هوښياری  دواړه يی د نيلوفر نه زياته وتلی ده٠ وروسته  د ( هوښياره ګلاب ) دغه کليمه د يوه متل په توکه د ښکلی نجلۍ د ستاينه په وخت کښی استعماليږی ٠

څرنګه چه ملکه ( يانګ يو هوان ) د امپراطور( تانګ سيوان جونګ ) له خوا زياته خوښه شوه ، نو کورنی يی هم له دی برکته زياته ګټه ترلاسه کړه ٠ ددی ٣ خويندو د دولتی ميرمنی باافتخاره  لقب ترلاسه کړ او  د تره زوی يی د صدراعظم په حيث مقرر شو او امپراطور هم شخصاٌ  ور ته  د( يانګ ګو جونګ ) نوم ورکړ چه د دولت د وفاداری معنی لری٠ وروسته صدراعظم ( يانګ ګو جونګ ) د ټولو دولتی چارو د اداره کولو صلاحيت ترلاسه کړ ٠او امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) هره ورځ  په سندرو او نڅاوو او شرابو کښی مست ؤ ٠ نو د دولت سياسی فساد مخ په سختيدو  او مختلف تضادونه هم مخ په شديديدو  ؤ چه  بالاخره د( ان  شی ) پاڅون رامنځ ته شو ٠ امپراطور ( تانګ سوان جونګ ) د قوی پاڅون په وړاندی چاره نه درلوده  نو د ملکی سره د ( سه څوان ) ولايت ته وتښتيد چه د ( ما وی ) نومی غوندۍ  ته ورسيد، د درباری عسکرو شورش راپيښ شو ٠ په دی شورش کښی صدراعظم ( يانګ ګو جونګ ) ووژل شو ٠ شورش کوونکو عسکرو امپراطور( تانګ سيوان جونګ )  دی ته اړ کړ چه ملکه ( يانګ يو هوان ) ووژنی ٠(  تانګ سيوان جونګ ) په  مجبوريت سره امر وکړ چه ملکه ( يانګ يو هوان ) د پړی  په وسيله ځان ووژنی ٠ په پای کښی ملکه ( يانګ يو هوان ) د ٣٨ کالو په عمر د ونی لاندی انتحار وکړ ٠ د خلکو په قول د ( يانګ يو هوان ) د مړی د انتقال په بهير کښی  يو بوټ يی  د يوی بوډۍ له خوا  وموندل شو٠ نو داسی يی وويل -  هر څوګ چه غواړی دغه بوټ وګوری بايد سل يوانه ورکړی ٠ وروسته دغه بوډۍ د ( يانګ يو هوان ) د بوټ څخه په استفادی سره  بډايه شوه ٠

د ملکی ( يانګ يو هوان ) د مړينی په باب روايات ډول ډول  دی ٠ د چين د نامتو تاريخ پوه ( يوو پينګ بو ) په شمول ځينو شخصيتونو وويل چه دغه ملکه اصلاٌ  نه ده مړه شوی ٠  په حقيقت کښی يوی  نوکری  نجلی د ملکی دپاره ځان قربان کړی دی ٠ او ملکه ( يانګ يو هوان ) د صدراعظم ( يانګ ګو جونګ ) د ښځی  او لمسی ( يانګ هوان ) په ملګرتيا جاپان ته وتښتيده ٠ د روايت له مخی ( يانګ يو هوان ) جاپان ته د ستنيدو نه وروسته د جاپان  امپراطور د ( يانګ يو هوان ) په  مرسته  يوه درباری کودتا  پوپنا کړه ٠  تر اوسه پوری په جاپان کی د ملکی ( يانګ يو هوان ) ٢ مقبری ساتلی  شوی دی  ٠

په ١٩٦٣ م کال کښی يوی جاپانی نجلۍ خپله کورنی تاريخچه تليويزيونی تماشاچيانو ته وښودله او ويی ويل چه هغه  د ملکی ( يانګ يو هوان ) وارثه ده ٠ د جاپان يوی مشهوری  فلمی هنرمندی هم وويل چه هغه د ملکی ( يانګ يو هوان ) خلفه ده ٠

د يوه بل روايت له مخی د درباری  عسکرو قوماندان ( چنګ سيوان لی ) له دی امله چه ملکه ( يانګ يو هوان ) يوازی  يوه ښکلی  بې ګنا ښځه ده ، نو زړه يی ونه غوښتل  چه هغه ووژنی ٠ نو د امپراطور د خوجه ( ګاو لی شه ) سره يی پټه مشوره وکړه او په پای کښی يی يوه  نوکره نجلۍ د ( يانګ يو هوان ) پر ځای  ووژله  ٠ خوجه ( ګاو لی شه ) د ګاډی په وسيله د ملکی مړی د قوماندان ( چنګ سيوان لی ) مخی ته يووړ ٠ قوماندان ( چنګ سيوان لی ) دغه مړی د( يانګ يو هوانګ ) د مړی په توګه ومانه ٠ په دی توګه ( يانګ يو هوان ) د قوماندان ( چنګ سيوان لی ) د استازی په حفاظت اوسنی شانګهای ته وتښتيده او بيا د بيړۍ په وسيله جاپان ته ورسيده ٠

د ( ان شه ) پاڅون د نسکورولو نه وروسته امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) خپل استازی جاپان ته واستاوه او ملکه ( يانګ يو هوان ) يی پيدا کړه ٠ دغه استازی د امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) ٢ بودايی مجسمی د تحفی په توګه ( يانګ يو هوان ) ته ورکړی  او ( يانګ يو هوانګ ) يو هنری  يشم د ځواب په توګه امپراطور ته وړاندی کړ ٠ اوس دغه ٢ بودايی مجسمی په جاپان کښی د کيوتسو په  کور کښی ايښودل شوی دی ٠ په پای کښی ملکه ( يانګ يو هوان ) په جاپان کښی مړه شوه او مړی يی د کيوتسو په انګړ کښی ښخ  شو ٠ تر اوسه پوری په دی ځای کښی  ٥ پوړيز بودايی څلی د ملکی ( يانګ يو هوان ) د مقبری په توګه  ښه ساتل شوی دی ٠ د مقبری په وړاندی ٢ لرګينی تختی برابری شوی دی چه يوه يی د ٥ پوړيز بودايی څلی توضيح  ده او بله يی د ملکی ( يانګ يو هوان ) سانحه ده چه پکښی داسی ليکل شوی دی _ د چين  د( تانګ ) امپراطوری دوری د ٦ م  امپراطور ( تانګ سيوان جونګ ) د  ملکی ( يانګ يو هوان ) مقبره  چه ژوند يی د معما او رومانتيک رنګ نه  ډک دی ٠

جاپانيان تل  د ملکی ( يانګ يو هوان ) مقبری ته عبادت کوی ٠ ددوی په عقيده د عبادت نه وروسته به ښکلی او هوښيار  ماشوم  تر لاسه کړی ٠ اوس  جاپان دی ته چمتو دی چه د ملکی ( يانګ يو هوان ) مقبره د سيلانيانو پر مخ  پرانيځی ٠