中国国际广播电台
دامپراطور ( چين شه هوانګ ) هديره د اوسنی ( شان سی )
ولايت د ( لين تونګ ) ولسوالۍ
ختيځ اړخ ته د ٥ کيلو مترۍ په
فاصله د ( ايان ځای ) په علاقه
دارۍ کښی واقع ده چه جنوب يی د (
لی شان ) په نامه د غرونو سلسله
ده او شمال يی د ( وي ) نومی
درياب دی ٠ او
که له هوا نه دی هديری ته وکتل شی لکه يو لوی طلايی څلی له ورايه ښکاری
٠
د امپراطور ( چين شه هوانګ ) د هديری ترتيبات او جوړښت په
پوره توګه د ( چين ) د سلطنت د
مرکز ( سيان يانګ ) په شکل ترسره
شوی دی چه د مځکی تر جګی او لوړی
غوندۍ لاندی د قبر ماڼۍ لکه
دامپراطوری ماڼۍ په شان ډيره
شانداره او باعظمته ده ٠ د
قبرستان داخلی او بهرنی چاپيريال
د ( سيان يانګ ) ښار او د
امپراطوری ماڼۍ د ترتيباتو په شان
اباد شوی او د قبرستان عمومی
مساحت ٦٦ اعشاريه ٢٥ مربع کيلو
مترو ته رسيږی چه دغه رقم د
اوسنی ( سی ان ) د ښاری سيمی څخه
څه دپاسه يو چند زيات دی ٠
( چين شه هوانګ ) چه ١٣ کلن شو ، پر شاهی تخت باندی کښيناست
او د هغه وخت له پيل نه يی د(
لی شان ) په غرنی سيمه کښی د ځان
دپاره د قبر په جوړولو لاس پوری
کړ ٠ د پخوانی ( چين ) سره د
نورو٦ ملکونو د يو ځای کولو نه
وروسته امپراطور ( چين شه هوانګ
) د بيلا بيلو ځايونو څخه يو لک
تنه خلک په دی جبری ملازمت کښی
واچول ٠ امپراطور ( چين شه هوانګ
) د ٥٠ کالو په عمر مړ شو او دده
د هديری د جوړولو کار په همهغه
وخت پای ته ورسيد ٠ يعنی دغه قبر
د ٣٧ کالو په کوشش جوړ شو ٠ د
تاريخی اسنادو له مخی د ( چين شه
هوانګ ) هديره د اوبو تر سرچينی
لاندی په خاوره کښی جوړه شوه چه
بام يی د پايښت دپاره په ويلی
شويو برونزی مايعاتو وپوښول شو
٠ په هديره کښی ماڼۍاو ښکلی
ودانۍ او خپل حضور ته د وزيرانو
د راغوښتلو سالون برابر شوی او
حتی د وزيرانو چوکۍ هم ځای پر ځای
شوی دی ٠ او په بيلا بيلو کوټو
کښی رنګارنګ ظريفه او نادر هنری
توليدات او جواهر ايښودل شوی
دی ٠ د قبر د ويجاړولو او
تالاکولو د مخنيوی دپاره د قبر
په دننه کښی د غشی د ويشتلو په
هکله پټ اتوماتيک تجهيزات هم نصب
شول او د قبر پر چت باندی
جواهر او ځليدونکی مرغلری کلکی
وتړلی شوی ٠ لکه څنګ چه په اسمان
کښی ستوری ځليږی ٠ د قبر پر مځکی
باندی د جغرافيايی عوارضو سره سم
د سلطتنی نقشی موډل پرځای شو او
سيماب لکه ددرياب او سمندر اوبه
په خپل ځای کښی بهيږی ٠ او طلايی
چرګان د بهيدونکو سيماب د څپو سره
سم پورته کښته کيږی لکه د اوبو په
سر لامبو وهی ٠ د قبر په سالون
کښی د تل رڼا ورکولو دپاره د بالن
ماهی په غوړيو جوړه شوی لويه ډيوه
ولاړه ده ٠ د قبر په شاوخوا کښی
د عسکرو او اسونو لويی خاورينی
مجسمی قطار په قطار او نيغ په
نيغ ولاړی دی ٠ د قبر ډيزاين
په ريښتيا د چين د لومړنی
امپراطور بی حده صلاحيت او جدی
او شاندار حيثيت څرګندکړی دی ٠
د ميلاد نه دمخه په ٢١٠ م کال کښی امپراطور ( چين شه هوانګ )
د اوسنی ( هه بی ) ولايت په (
پينګ سيانګ ) ځای کښی مړ شو ٠
دده د مړينی ٢ مياشتو نه وروسته
مړی يی مرکز ( سيان يانګ ) ته
يووړل شو او د مړی د ښخولو د
مراسم د عملی کولو په وخت کښی د
( چين شه هوانګ ) زوی يعنی دوهم
امپراطور امر وکړ چه د( چين شه
هوانګ ) ټولی غلامانی نجلۍ دی د
امپراطور ( چين شه هوانګ ) په اړخ
په ژوندی توګه ښخی کړی ٠ علاوه په
دی د قبر جوړوونکی ماهران هم په
دی قبر کښی ژوندی ښخ شول ٠
د ( هان ) په تاريخی کتاب او د هيوادد دريابونو د ترتيباتو په
باب لومړنی يادداشت کښی وليکل
شول چه د امپراطور ( چين شه هوانګ
) هديره د ميلاد نه دمخه په
٢٠٦ م کال کښی د قوماندان ( سيان
يو ) له خوا ويجاړه شوه ٠ د شمالی
( وی ) نامتو شخصيت ( لی داو يوان
) د هيواد د دريابونو د ترتيباتو
په باب يادداشت کښی وويل چه
قوماندان ( سيان يو ) د ( سيان
يانګ ) ښار ته داخليدو نه وروسته
د ٣ لکو انسانی قواوو په استولو
سره د ٣٠ ورځو په کوشش له دی قبر
څخه قيمتی شيان په پوره توګه هم و
نه شو وړلی ٠ ور پسی داړه
مارانو د ( چين شه هوانګ ) برونزی
تابوت غلا کړ ٠ وروسته يو شپون د
خپلو پسونو د لټولو دپاره تصادفاٌ
د اورنی لرګی په اوچتولو سره قبر
ته داخل شو او داسی لويه سهوه يی
وکړه چه په بی پروايی سره يی دغه
قبر وسوځاوه ٠ دخلکو په قول د
قبر اور د ٩٠ ورځو دپاره دوام
درلود ٠
خو د ځينو کسانو په نظر د( شی جی ) په نامه تاريخی اثر کښی چه
د هان د سلسلی د مامور ( سه ما
چيان ) له خوا وليکل شو د ( چين
شه هوانګ ) په باب خاص توضيحات او
ارزيابی وشوه ٠ خو د قبر د
ويجاړولوپه باب هيڅ نه دی ياد
شوی ٠ د ذکروړ خبره ده چه دغه اثر
د امپراطور( چين شه هوانګ ) د مړی
د ښخولو نه سلو کالو وروسته
وليکل شو ٠ خو د ( چين شه هوانګ )
د مړينی د ٦ سوو کالو نه وروسته (
لی داو يوان ) په دی باب مفصل
يادداشت وليکه چه دا خورا مشکوکه
خبره ده ٠
د ميلاد د ١٩٤٩ م کال نه وروسته د چين لرغون پيژندونکو د
امپراطور ( چين شه هوانګ ) د قبر
په باب زياتی پلټنی او څيړنی وکړی
٠ په تيره بيا دامپراطور ( چين شه
هوانګ ) د عسکرو او اسونو د
خاورينو مجسمو د کشفولو نه وروسه
دده د قبر په شاو خوا کښی د
څارنی دپاره څه دپاسه ٢ سوه
تونلونه وکيندل او په دی بهير کښی
دوی يوازی د قبر د تالا کولو ٢
تونلونه وليدل چه يو يی د قبر په
شمال ختيځی خوا کښی او بل يی د
قبر په لويديځی خوا کښی دی ٠ د
تونل قطر ٩٠ سانتی متره او
ژوروالی يی ٩ متره و ٠
او د قبر له مرکز څخه يی ٢٥٠ متره فاصله درلوده ٠
له دی نه څرګنديږی چه دواړه
تونلونه د قبر ماڼی ته رسيدلی نه
ؤ ٠ اوس دغه دوه تونلونه له
خاورو څخه ډک شوی دی او په ظاهره
هيڅ نه ليدل کيږی ٠
څرنګه چه د قبر په شاوخوا کښی خاورينی طبقی ښی ساتل شوی
او د قبرد ماڼۍ د ديوال د
ورانولو کومه نښه نه پيدا
کيږی او په ماڼۍ کښی د
بهيدونکو سيمابونو ترتيبات
هم معقول ښکاری ، نو د دغو
عواملو په نظر کښی نيولو سره
داسی استدلال ترلاسه کيږی چه
د امپراطور ( چين شه هوانګ )
هديره په اساسی توګه ښه ساتل
شوی ده او د کومی سختی
ورانکارۍ او داړمارۍ سره نه
ده مخامخه شوی ٠ د ( بان ګو
) او ( لی داو يوان ) هغی
خبری چه د ( چين شه هوانګ )
هديره د قوماندان ( سيان يو)
له خوا ويجاړه شوه او ماڼۍ يی
په اور کښی وسوځوله شوه د
اعتبار وړ نه دی ٠ د اټکل له
مخی قوماندان ( سيان يو )
ښايی چه يوازی د هديری
اړوندی فرعی ودانی ويجاړی
کړی وی ٠ که حقيقت همداسی وی
، نو د ( چين شه هوان ) هديره
به په نړۍ کښی تر مځکی لاندی
يوه بی ساری شانداره ماڼۍ
وبلل شی ٠
|