د وريښمو لاری څومره دی
中国国际广播电台
 

      

د وريښمو لاری لويديځ ته د چين د لرغونی تمدن د خپريدو مهمه  لاره  ده او دچين او لويديځ ترمنځ د اقتصادی او کلتوری د راکړی ورکړی د پل په حيث يی مهم رول ولوباوه ٠

د خلکو په قول د وريښمو لاره د لرغونی چين د مرکزچانګ ان ښار نه روم ته د وچی لاره ده چه د ( جانګ چيان ) له خوا هواره شوه ٠ د وچی دغه لاره د جنوب او شمال  له ٢ فرعی لارو څخه  عبارته وه چه جنوبی لاره يی د( دوين هوانګ ) د ( يانګ ګوان ) نومی سرحدی کلاڅخه لويديځی خوا ته د حرکت په پيل د ( کوين لوين ) او ( څونګ لينګ ) غرونو په طی کولو سره د لرغونی ( دا يوی جه ) يعنی اوسنی شينجيانګ او شمال ختيځ افغانستان ، ( ان شی ) يعنی ايران ، ( تياو جه ) يعنی اوسنی عربی ټاپووزمی په تيريدو سره د روم لوی سلطنت ته ورسيده ٠ او شمالی لاره يی د ( دوين هوانګ ) د يوو منګ نومی  سرحدی کلاو څخه لويديځ ته دحرکت په پيل سره  د ( تيان شان ) او ( څونګ لينګ )غرونو څخه په طی کولو سره د ( دا وان ) او ( کانګ جو)  يعنی د منځنی اسيا په تيريدو سره بيا د جتوب لويديځ په لوری  د جنوبی لاری سره يو ځای شوه ٠ دغه ٢ لاری ټولی د وريښمو مځکنی لاری نوميږی ٠

علاوه په دی نور ٢ لاری د خلکو له خوا ډيری لږی اوريدل کيږی ٠ يوه لاره يی د وريښمو جنوب لويديځه لاره ده ٠ دغه لاره د( سه څوان ) ولايت څخه د ( يوين نان ) ولايت د ( ايلووادي ) سيند په پوری وتلو سره   د  شمالی ميانمر او د( چينګ دوين جيانګ ) د سيند په پوری وتلو سره د شمال ختيځ هند ته ورسيده او وروسته د هند د ( هن خه ) سيند د سواحلو په تيريدو سره د شمال لويديځ  هند ته  او  بيا د ايران لوړی  ته ورسيده ٠ او د وريښمو ددی لاری هواريدو وخت  هان د پاسنی   مځکنی لاری د هواريدو نه ډير مخکښی و ٠ په ١٩٨٦ م کال کښی لرغون پيژندونکو د( سه څوان ) ولايت د ( ګوانګ هان ) په ښار کښی د( سان سينګ دوي ) په ځای کښی يوه اعجازی کنډواله کشفه کړه چه تراوسه پوری څه دپاسه ٣٠٠٠ کاله تاريخ لری ٠ له دی کنډوالی څخه د لويديځی اسيا او د يونان د فرهنګ په اړه يو شمير تاريخی اثار وکنيدل شول او په دی جمله کښی د ١٤٢ سانتی مترو په اوږدوالی طلايی لکړه ، د ٤ مترو په جګوالی عجيبه ونه او د انسان  مسی  مجسمی ، مسی سر او ماسک  په شمول ډول ډول اثار شامل دی ٠ د پوهانو په  نظر ډير امکان شته چه داسی تاريخی اثار دختيځی او لويديځی  نړۍ تر منځ د کلتوری تبادلی په بهير راداخل شول ٠ که دغه نظريه ثابته شی ، نو د وريښمو دغه لاره  هان  د څه دپاسه ٣٠٠٠ کاله مخکښی هواره شوه ٠

د وريښمو يوه بله لاره ده چه ( ګوانګ جو )  نه  د  بيړيو په وسيله د ( منڅګا) يعنی د اوسنی ( مالاسا ) نومی ابنا څخه په تيريدو سره بيا د ( سيلاند) يعنی اوسنی سريلانکی او هند څخه   ختيځی افريقی ته وغزيدله  چه خلک  ور ته د وريښمو سمندری لاره وايی ٠ د ختيځی افريقی په سومالی کښی له مځکو نه د راکيندل شويو اثارو څخه دا تصديق شوی ده چه د وريښمو دغه سمندری لاره د چين د ( سونګ ) په سلطنتی دوره کښی راټينګه شوه ٠

د وريښمو د سمندری لاری په هواريدو سره چين د نړی له عمده وو متمدنو لرغونو هيوادونو او د لرغونو فرهنګی زانګو سره ونښلوله شوه او له دی برکته  ددغو سيمو اقتصادی ، کلتوری تبادلو زياته  پراختيا وموندله  او د خلکو په قول دغه لاره د ختيځ او لويديځ تر منځ د ديالوګ لاره ده  ٠ د تاريخی اسنادو له مخی نامتو مسافر ( مارکوپولو ) له همدی سمندری لاری څخه چين ته ورسيد او وروسته هغه هم له دی لاری  د بيړۍ په وسيله د چين د ( فو جيان ) ولايت  د ( چوان جو ) ښار څخه  خپل اجدادی کور ( وينيزيی ) ته بيرته ستون شو ٠