د لوی ديوال د کلاګانو د نومونو په باب دلچسپی کيسی
中国国际广播电台
 

    

د لوي ديوال د اوږدو په مهمو  برخو کښی کلاګانی جوړی شوی او د دغو کلاګانو د نومونو په باب  دلچسپی کيسی اوريدل کيږی ٠

د ( شان های ګوان ) لويه کلا چه د چين د لوی ديوال د لومړنی کلا مقام لری د ( هه بی )  او ( لياو نين ) د دوو ولايت په سرحد کښی واقع ده او د لوی ديوال مبدا بلل کيږی ٠ د ( شان های ګوا) کلا  د( يان شان ) غرونو په اتکا ده ، او  جنوبی خوا د ( بو های ) سمندر سره نغښتی  ده ٠  په دی ځای کښی شنه غرونه او رڼی اوبه ليدل کيږی او د غرونو او سمندر په  نښليدو سره  شانداره او با شوکته منظره  تر سترګو کيږی  ٠ او( شان های ګوا ) نوم  په  همدی وجه رامنځ ته شو ٠

( شان های ګوا ) کلا د ( مينګ ) په شاهی دوره کښی د نامتو جنرال ( سيو دا) له خوا جوړه شوه ٠ په هغه وخت کښی دغه جنرال په  خپل برجسته نظامی نظر د ديوال په دی برخه کښی لويه کلا جوړه کړه چه له دی کلا نه به  غرونه  او سمندر ښه کنترول کړی ٠ دغه کلا ٤ دروازی لری ٠ د ختيځی  دروازی په سر د ( دنيا د لومړنی دروازی ) په کليمو يوه  لويه تخته  ځوړنده ده چه د ٥ اعشاريه ٩٠مترو اوږدوالی اود يو اعشاريه ٦٠ مترو  پلنوالی لری چه د ليک دود جګوالی يی يو اعشاريه ٤٥ متره او پلنوالی يی يو اعشاريه ٠٨ متره دی ٠ او دغه  ليک دود د ( مينګ ) په شاهی دوره کښی نامتو خطاطۍ ( سياو سيان ) له خوا وليکل شو ٠ خو په دی تخته کښی د ليکوونکی  نوم يی  نه شته ٠  د روايت له مخی ( سياو سيان ) په يوه دم سره دغه جمله وليکله ٠ خو کله چه هغه خپل ليک دود ته په ځير شو له يو توری څخه   په رضا نه شو  که څه هم هغه څو واره دغه توری بيا بيا وليکه  ټول ور څخه رضامند نه شو ٠ نو هغه خپل قلم پريښود ،  په چايخانه کښی يی چای وڅښلی او وار په واره يی د خپلی ليکنی په باب زيات  چرت وواهه ٠ په دی وخت کښی د چايخانی هلک دده مخی ته ورغی اود خپل عادت سره سم له اوږو نه دسمال پر ميز باندی واچاوه  چه په دی بهير کښی يی د ميز پر مخ باندی د لانده  دسمال څخه د اوبو  يوه کرښه پاتی شوه ٠ ( سياو سيان ) چه دغه کرښه وليدله د خوشحالۍ په لوړ اواز سره وويل چه شاباس  ! شاباس  !   ( سياو سيان )سمدستی او په دقت سره د اوبو د دی کرښی سره سم بيا په دی تختی باندی توری وليکه  چه  پوره  په رضا شو او وروسته دغه تخته   نسل په نسل وساتله شوه ٠ څرنګه چه د سياو سيان دغه توری  د نور په الهام وليکل شو ،  او هغه و نه غوښتل چه خپل نوم نورو ته  څرګند کړی  نو دغه لويه نامتو تخته  له هغو تختو څخه شميرل شوی دی چه د ليکوونکو نوم  پکښی نه پيدا کيږی ٠

د لوی ديوال لويديځه مبدا د ( جا يو ګوان )کلا ده چه د ( ګان سو) ولايت د ( جا يو ګوان) په ښار کښی واقع ده ٠  دغه کلا د ( مينګ )د سلسلی  د ( هونګ وو) په ٥م کال يعنی په ١٣٧٢م عيسوی کال کښی جوړه شوه ٠ څرنګه چه دغه کلا د ( جا يو ) پر غرونو باندی جوړه شوه ، نو دی کلا ته د ( جا يو ګوان ) کلا نوم  ورکړ شو  ٠ او له دی امله چه دغه کلا د جنګی اورسره مخامخه نه شوه   نو خلک دغه کلا ته هم د سولی کلا  وايی ٠

د زنانی په نامه کلا  د ( شان سی ) ولايت د ( پينګ دينګ ) په ولسوالۍ کښی واقع ده٠  په دی سيمه کښی جغرافيايی وضعيت ډير سخت او د غرونو تيزی  تيزی څوکی  موجودی دی ٠ نو دغه ځای د ستراتيژي په نظره د( شان سی ) ولايت د دروازی په حيث   مهم اهميت لری ٠ دغه کلا پخوا د(  وی ځه ) کلا په نامه ياديده ٠ د ( تانګ ) د امپراطوری دوری په سر کښی د امپراطور( تانګ تای ځونګ ) لور  ( پينګ پانګ ) شهزادګی د  زر ګونو زر ګونو تنو ښځو عسکرو په قوماندانۍ په دی ځای کښی د هيواد څخه د دفاع کولو وظيفه سر ته ورسوله  ٠ څرنګه چه دغه شهزادګۍ په خپل وتلی نظامی مهارت د ښځو عسکرو ښه قوماندانی وکړه  نو خلکو دغو ښځو پوځيانو ته د زنانی قوه  وبلله ٠ او په همدی وجه دغه کلا د زنانی په کلا بدله شوه ٠ تراوسه پوری ددی کلاد ختيځی دروازی په سر باندی ځوړنده تخته ليدل کيږی چه ور باندی د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی د زنانی د کلا په باب لوی چينايی توری ليکل شوی دی   ٠

د ( يوو من ګوان ) په نامه کلا  د ( ګان سو ) ولايت د ( دوين هوانګ ) ولسوالۍ د شمال لويديځ اړخ  د ( سياو فانګ پان ) په ښارګوټی کښی واقع ده او  له دی امله  چه په لرغونی زمانه کښی د شينجيانګ په  هوتان کښی توليد شوی يشمونه  له  دی ترانزيتی لاری  د هيواد مرکزی سيمو ته  انتقال شول  نو دغه کلا ته د ( يوو من ګوان )  نوم ورکړ شو ٠

دغه شان د ( ايان من ګوان ) کلا د( شان سی ) ولايت په ( دای ) ولسوالی کښی واقع ده څرنګه چه په دی ځای کښی د غرونو څوکی خورا لوړی او تيزی دی او حتی عقاب هم ور څخه نه شی تيريده   نو دغه کلا ته د عقاب  کلا او په جينايی ژبه  د( اين من ګوان ) کلا نوميږی ٠