中国国际广播电台
په تاريخ کښی ( تايوان ) ته د ( ايی جو )، ( ليو چيو ) ، (
دونګ فان ) او ( دا يوان ) نومونه
ورکړی شوی ؤ ٠ وروسته خلکو د
تايوان د خصوصيتونو سره سم ور ته
نور زيات ښکلی نومونه هم ور باندی
ټينګ کړی ؤ ٠ د بيلګی په توګه د
قيمتی محصولاتو ټاپو ، د ښکلی
ګل ټاپو ، پسرلنی ټاپو ، د
بوراګانو ټاپو ، مرجانی ټاپو او
شيرينی ټاپو ٠ اروپايی
استثمارچيانو ور ته ( فوموسا)
يعنی ښکلی ټاپو او د ماهيګيرانو
ټاپو نومونه ورکړل ٠
د ( تايوان ) د ټاپو منظره ډيره ښکلی ده او د بيلا بيلو ځايونو
نومونه يی هم په زړه پوری دی ٠
ځينو کسانو د دی ټاپو د مختلفو
ځايونو د نومونو په راټولولو سره
دوه بيتونه جوړ کړل چه له يوه بيت
څخه د تايوان د سمسورو غرونو ،
باغبانی هنر ، رڼو اوبو او پاک
جهيل په شمول ښکلی منظره ، د
مرغانو د خوږو اوازونو او د خلکو
د مينی نه ډک تاوده احساسات او
ښايسته شعری خاطری رابرسيره
شوی دی ٠ او په بل بيت کښی د
مختلو ځايونو خاص او مشهور
خوراکونه او ډول ډول ښکلی ګلان
راياد شوی دی ٠
په ريښتيا ( تايوان ) دغه ښکلی قيمتی ټاپو د خلکو خورا زياته
علاقه ځانته راجلبوی ٠
|