چينايان ولی د ښامار په وارثانو وويل شول  
中国国际广播电台
 

      

چينايان د ښامار وارثان بلل کيږی چه دغه خبری  د انسانانو په لومړی ټولنه  کښی د لری قديمی زمانی د توتم  او د خلکو د رواياتو څخه راغللی ٠  

 د روايت له مخی  ( هوانګ دی )  په لری لرغونی زمانه کښی يو قومی  مشر و او د لرغونی چين  په  منځنی سيمه کښی  يی  د بيلابيلو قبايلو د واحد کولو نه مخکښی خرس  د خپل توتم په حيث د عبادت وړ  حيوان  وباله  ٠ او ( څه يو)  ته د ماتی ورکولو او په دی سيمه کښی د وحدت د ترسره کولو نه وروسته ( هوانګ دی  )  د نورو تسليم شويو قبايلو د ارامولو دپاره د خرس په نامه ( توتم ) يعنی خپل پخوانی حيوانی سمبول  پريښود او ددی په ځای يی يو نوی ( توتم ) يعنی نوی حيوانی سمبول وټاکه  او دغه نوی حيوانی سمبول يی  د ښامار تصوير و  ٠ دغه  لوی شخصيت   دخپل پلار د قوم  د  سمبول يعنی د خرس د سمبول  او دخپلی موری د قوم له خواد عبادت وړ حيوان يعنی  د  مار د سمبول يو ځايښت وکړ  يعنی چه د خرس په  سر او د مار په بدن  نوی سمبول جوړ کړ  ٠ اوپه دی توګه  ښامار دغه اعجازی  سمبول  رامنځ ته شو ٠ د ښامار د سمبول د رامنځ ته کيدو څخه   د چينی ملت د ودی  تاريخ او د بيلا بيلو قومونو د يووالی  بهير څرګند شول  ٠

وروسته د ښامار دغه تصوير چه د چينی ملت د سمبول په حيث وبلله شوه  ، په بيلا بيلو نقشو کښی وليدله  شوه ٠ او ګام په ګام  د ښامار ليک دود هم جوړ شو ٠ د کشپ پر  هغو ټوټه کاسو باندی چه   د ( اين  شانګ ) د سلطنتی دوری  د فرهنګ  نمايندګۍ کوی او له مځکو نه راکښل شوی  د ښامار توری کشف شوی او د لری لرغونی زمانی د کلالی بابو  پر ټوټو  باندی چه هم د مځکو نه راوکښلی  شوی ، د ښامار نقشه وليدله شوه  ٠ لږه موده مخکښی لرغون پيژندونکو د شمال ختيځ چين د ( لياو نين )  ولايت د( سينګ چا های ) له مځکو څخه په  راکښل شويو  لرغونو کنډوالو کښی د کلالی بابو ٢ ټوټی  ترلاسه شوی چه د ښامارنقشه  ور باندی حکاکه  شوه او يوه يی دحرکت کوونکی  ښامار نقشه ده او بله يی د تاوي شوی  ښامار نقشه   ٠ او د ښامار فلس ور باندی په څرګند توګه ليدل  کيږی ٠

ښامار د چينی ملت  د جوړيدو په ابتدايی موده کښی د توتم په حيث د عبادت وړ حيوان د سمبول په توګه ټينګ شو  او چينی ملت  په دی وجه  هم د ښامار سره وتړل شو ٠ نو د ښامار په شاوخوا کښی داسی روايات راپيدا شول چه ښامار د اسمانی امپراطور له خوا دنيا ته استول شوی دی  ٠ او داسی کيسی يی هم رامنځ ته شوی چه ويل يی و ( ايان دی )  د يوی ( دن ) نومی نجلۍ له خوا د اسمانی ښامار په ګډه را پيدا شو ، ( هوانګ دی ) د ( فوباو ) نجلۍ او  دشمالی ستوری په يو ځايښت سره  وزيږول شو  ٠ او( ياو ) نومی  لوي شخصيت د ( چين دو ) نومی نجلۍ او د سره ښامار په ګډه رامنځ ته شو ٠ څرنګه چه په دغو رواياتو کښی د چينی ملت نيکه ګان  ټول د اسمانی  ښامارونو  زامن ؤ ، نو البته د چينی ملت اولادونه  ټول د ښامار وارثان بلل کيږی ٠