د چين د نومونو په باب فرهنګ
中国国际广播电台
 

     

هر څوک دنيا ته د راتګ په وخت کورنی نوم او خپل ځانګړی نوم ترلاسه کوی چه وروسته دغه نوم يی په خپلو ټولو ټولنيزو فعاليتونو کښی شريک وی  څو چه د ځان نمايندګۍ وکړی شی او له نورو سره د تميز کولو دپاره واقعی رول ولوبول شی ٠خو د لرغونی چين په ټولنه کښی د نومونواهميت له دی نه زيات و ٠

د تاريخ په اوږده زمانه کښی د چين د نومونو فرهنګ د چينی ملت  په  مادی او روحی ژوندانه کښی  زيات اهميت درلود او په سياسی ، ثقافتی او ټولنيزو فعاليتونو او نورو ساحو کښی يی خورا مهم  رول ولوباوه٠ د لرغون پيژندنی له اسنادو نه تصديق شوی دی چه چينايانو  هان د يو مليونو کلونو نه مخکښی په خپله  لرغونی  خاوره کښی ژوند تيراوه  ٠ خو د کورنی د نومونو تاريخ  يی د ٥ او ٦ زرو کالو نه مخکښی د ميندو   په قبايلی ټولنه کښی ټينګ شوی دی ٠ په هغه تاريخی  ټولنه کښی ښځو د قبائلی چارو په اداره کولو کښی لارښوونکی رول ولوباوه ٠ په عين وخت کښی د قبائلو ترمنځ د نکاح کولو نظام ټينګ ؤ ٠ حال دا چه په خپله  قبيله کښی دهلکانو او نجوڼو ترمنځ د واده کولو اجازه نه  وه ٠  د همدغه نظام سره سم  يوه پوښتنه رامنځ ته شوه چه ايا کومه  قبيله زما له قبيلی سره مستقيمه  سکه اړيکه لری ؟ چه دغه پوښتنه بايد ژر حل کړی شي ٠ نو قبايلی نوم  په همدی پس منظرکښی رامنځ ته شو او له دی لاری   سکه روابط لرونکی قبايل  و پيژندل  شول  ٠

د ( چينګ ) په شاهی دوره کښی د  پوهاند ( ګوايان وو ) د څيړنی سره سم په چين کښی ٢٢ کورنی  نومونه  تر نورو نه لرغونی تاريخ لری ٠ او دا امکان شته چه نور زيات شمير قبايلی  نومونه د خپی قبيلی په له منځه تللو سره  هم  د تاريخ په څپاندو اوبو کښی  ورک شوی ؤ ٠ په عين وخت کښی هغه قومی نومونه چه تر اوسه ساتل شوی دی ،  هم يی زيات بدلونونه  موندلی دی ٠  تقريباٌ ٤ يا ٥ زره کاله دمخه چينايان د ميندو د ټولنی څخه د پلرونو ټولنی ته داخل شول  او له قبائلی ټولنی څخه يی د طبقاتی ټولنی په لوری قدمونه واخستل ٠ په دی انتقالی دوره کښی يوه اساسی نښه دا وه چه د هغو قبائلو تر منځ  اغيزی او مجادلی چه ددوی تر منځ  سکه اړيکی  نه وی ،  مخ په زياتيدو وی ٠ او په اخر کښی د مشرتابه قبائل چه په جګړه کښی يی غلبه موندلی او مظلوم قبايل چه په جګړه کښی مغلوب شوی   وټاکل شول او  په دی وجه د طبقاتی ټولنی نيالګۍ راپيدا شوی  ٠ او ورسره جوخت هغه ټولنيزو غړو چه زياتی کارنامی  يی  ټينګی کړی  دا انعام ترلاسه کړ چه په جګړه کښی د مغلوب شويو قبايلو خاوره ونيسی  او دوی ته هم اجازه ورکړه شوه چه د خپلو کورنيو غړو او وابسته ملګرو او حتی نيول شويو جنګی اسيرانوسره يو ځای نوی خاوری ته لاړشي  څو چه  په ګډه سره  د ژوندانه  نوی سيمه  اباده کړی ٠ دغه  ټولنيز غړی  د يو شمير قبايلو څخه عبارت ؤ ٠ دوی د نويو سيمو د ترلاسه کولو نه علاوه د خپلو سيمو په اړه نوی سمبول يعنی نوی  قومی نوم  ترلاسه کړ ٠

د ميلاد نه دمخه په ٣ مه پيړۍ کښی چه د ( چين ) امپراطور د هيواد  وحدت ترسره کړ د بيلا بيلو قبائلو نومونه هم  واحد شول او په وروستيو څه دپاسه ٢٠٠٠ کلنه فيوډالی ټولنه کښی امپراطوری سلسلی په لس ګونو وارو بدلی شوی او په هر بدلون کښی د ملوک الطوائفانو له خوا  نوی  مځکی ونيولی شوی او په دی نويو مځکو کښی نوی کورنی نومونه وټاکل شول ٠ نوځکه  کورنی  نومونه په ټولنه کښی  د طبقاتی قومونو  سمبول وګرځيد او د نومونو په مرکزيت خاص فرهنګ هم رامنځ ته شو او دغه فرهنګ  نسل په نسل  جاری وساتل شو ٠ خو د خپلو نيکه ګانو د لټولو او د اصلی قومونو د پيژندلو په هکله د چينايانو  قوی نيت  د دغه موضوع  زړی  بلل کيږی ٠

تر اوسه پوری هغه چينايان چه په خارج کښی اوسيږی دا عنعنات يی ساتلی دی چه  د چين  په لويه وچه کښی د خپل اصلی قوم  د پيژندلو دپاره هلی ځلی کوی  ٠ په دی وروستيو کلونو کښی د چين د قبايلی نومونو په باب فرهنګ  د چين د لرغونی ټولنی د خاصو تاريخی محصولا تو په حيث د چينايی خلکو په نزد يوه داسی غنی خزانه بلل کيږی چه دوی به په  نوی نظر  ور څخه  د چينی ملت  لرغونی تاريخ  وڅيړی او  مطالعه وکړی ٠  مثلاٌ د قبائلی  نومونو د رامنځ ته کيدو،د نومونو سره سم  د قبايلو د تميزکيدو او بيا يو ځای کيدو په باب د څيړنو له لاری به د هيواد په  لری قديمی دوره کښی  د بيلابيلو ټولنيزو شکلونو د بدلولو  په باب خاصيتونه  ښه و پيژندل  شی اوخلک به له دی لاری په لری لرغونی ټولنه کښی د ټولنيز پرمختګ  او د خلکو په ژوندانه کښی د قبائلو تر منځ د ټينګ شويوسکه اړيکو له خوا   لوبول شوی  مهم رول  څرګند کړی   ٠ لنډه دا چه د چين په لرغونی ټولنه کښی يو لړ خاصيت د بيلګی په توګه د مستبد نظام ، په کورنی شکل تولنيز جوړښت او امپراطور ته د وفادارۍ او خپلو نيکه ګانو او پلرونو او ميندو ته د احترام ورکولو په زړی اخلاقی تيوريکی  مفکورو او عملونو په باب اصول او قاعدی  د قبايلی نومونو په باب د فرهنګ څخه پوره څرګند شول چه دا د علم پوهانو له خوا د مخ په زياتيدونکی توجه او پاملرنی وړ وګرځيد ٠