د چين د وريښمو د چنجيو د روزلو تخنيک څنګه  لويديځ ته خپور شو  
中国国际广播电台
 

     

د روايت له مخی د چين د وريښمو د چنجيو د روزلو تخنيک د څه دپاسه ٥٠٠٠ کالو مخکښی د چين د لوی نيکه  (هوانګ دی )د ملکی ( لوه جو ) له خوا خلکو ته ورزده کړشو ٠ د لرغونی  چين  د کشپ پر کاسو باندی چه له مځکی نه راوکښلی شوی د وريښمو د چنجی ، توت ، وريښمين تار او ټوکر په شمول کليمی وليدلی شوی ٠ د( شه جين ) په نامه د چين د شعرونو  په لومړنی لويه مجموعه کښی د توت پاڼود شکولو او د وريښمو د چنجيو د روزلو په باب شعر ليدل کيږی ٠ په دی شعر کښی ليکل شوی دی چه د پسرلی لمر ښی پلوشی شيندی ، مرغان سندری وايی او نجونی د توت تازه پاڼی شکوی ٠ له دی شعر څخه څرګنده شوی ده چه دچين په لری لرغونی زمانه کښی  د توت د ونو د روزلو ، د وريښمينو تارونو د ترلاسه کولو او د وريښمينو ټوکرانو د اوبدلو په باب تخنيکونه ترلاسه شوی ؤ   ٠

د  لويديځ ( هان ) په سلسله کښی د نامتو استازی ( جانګ چيان ) له خوا لويديځی خوا ته د تګ لاری د هواريدو نه وروسته د چين وريښمين منسوجات اروپا ته  يووړل شول ٠ کله چه اروپايانو دغه نرم ، سپک او ښايسته منسوجات وليدل ،  د ډيرو قيمتی شيانو په سترګه يی وکتل  او کوشش يی وکړ چه دغه ټوکران په پيسو واخلی ٠ د خلکو په قول د روم د لوی سلطنت امپراطور قيصر د هغه  ښکلی کالی په اغوستلوسره چه د چين د وريښمينو ټوکرانو څخه جوړ شوی و ، تياتر ته لاړ  چه د تياتر د ټولو تماشاچيانو له خوا د زياتی توجه وړ او د قوی عکسالعامل سبب وګرځيد ٠ سياح کرستوف کولمب د سياحت او کشفولو په بهير کښی خپلو ملګرو ته وويل - څوک چه تر نورو نه مخکښی  لويه وچه کشفه کړی  نو زه به ور ته   وريښمينه  کالی د انعام په توګه ورکړم  ٠ خو په هغه وخت کښی دوريښمينو ټوکرانو بيه ډيره جګه وه او د روم په لوی سلطنت کښی د دغو ټوکرانو د وارداتو په امله مالی کسرونه راپيدا شوی ؤ ٠ ځکه نو د روم د مشرانو شورا په خاصه توګه د چين  د وريښمينو ټوکرانو او کاليو د پلورلو او اغوستلو د مخه نيولو په باب فيصله تصويبه کړه ٠ خو  دغه فيصله د هغو اشرافو له قوی مخالفت سره مخامخه شوه چه دوی د چين د وريښمينو ټوکرانو سره ډيره  مينه درلوده ٠ او  په پای کښی د روم سلطنت مجبوراٌ دغه  فيصله  منسوخه کړه ٠

اروپايان په لومړی وخت  کښی په دې  ونه پوهيدل چه د چين دغه وريښمين ټوکران څنګه جوړ شوی دی ٠ددوی په نظر وريښمين تارونه د ونو څخه جوړيږی ، وروسته تارونه يی د اوبو په وسيله  لانده کيږی او په پای کښی  وريښيمن  تارونه  تری  نه  ترلاسه کيږی  ٠ 

  کله چه دوی خبر شول چه لومړی به د وريښمو د چنجيو د غوزو څخه تارونه ترلاسه شي  او بيا به ور څخه وريښمين ټوکران جوړ شی ٠ نو ټينګ  عزم يی ونيوه چه په قيمتی  بيو  له چين څخه دغه تخنيک ترلاسه کړی ٠

د ميلاد  په ٦ مه پيړۍ کښی د روم امپراطور ( جاسدينی ان )  يو مذهبی مبلغ چه چين ته يی سفر کړی و ، خپل حضورته راوغوښت او امر يی وکړ چه له چين څخه  د وريښمو د چنجيو د روزلو تخنيک غلا کړی ٠ دغه مذهبی مبلغ د چين ( يوين نان ) ولايت ته ورسيد٠ هغه واوريدل چه د توت ونه د توت د تخمونو په کرلو تر لاسه کيږی او  دوريښمو چنجيو تکثير د پسرلی په فصل کښی د انسان په غيږ کښی د چنجيو د هګيو  د يوی اونی د ساتلو نه وروسته ترلاسه کيږی  ٠   بيا وروسته د توت په پاڼو چنجی ښه روزل کيږی ترڅو چنجی يی په غوزو بدل شی٠نو دغه مذهبی مبلغ د توت څه تخمونه او د وريښمو د چنجيانو  څه هګۍ په غلا ترلاسه کړل او بيرته  خپل هيواد ته يی يووړل ٠ خو دغه مذهبی مبلغ د چنجيانود هګيو او د توت د تخمونو د استعمالولو طريقی غلطی په ياد ساتلی وی ٠  هغه د چنجيانو هګۍ د تخمونو په ځای په مځکی وکرلی او د توت تخمونه يی د چنجيود هګيو په حيث په غيږی کښی وساتل ٠ البته ازموينه يی  بې نتيجی پاتی شوه ٠ وروسته امپراطور نور ٢ هوښيار مذهبی مبلغان  بياچين ته واستول او دوی دواړو بيا دغه تخنيک  په غلا ترلاسه کړ٠ دغو دوو مبلغانو  د تير څخه د عبرت درس واخست ، د ونو د روزلو او د چنجيانو د هګيو څخه د وړوکو چنجيانو د ترلاسه کولو په باب د تکثير طريقی يی په ياد ښه وساتلی او تخمونه او هګۍ يی په پټ ډول  بيرته روم ته يووړل ٠ او سر له هغه وخت نه   د وريښمينو ټوکرانو د جوړولو تخنيکونه لويديځ ته خپاره شول ٠

   

 

يو بل روايت د لوی راهب ( هيون سان ) لخوا  د لويديځو سيمو په باب د ( تانګ ) لوی سلطنت د يادداشت په نامه کتاب څخه راغلی  او په دی کتاب کښی ليکل شوی  چه په لويديځ کښی يو  د( چايسادانا) په نامه  وړوکی هيواد وغوښتل  چه د وريښمو د چنجيو د روزلو تخنيک  ترلاسه کړی   ٠ نو ( ختيځ هيواد ) ته يی خپله دغه غوښتنه  وړاندی کړه ٠ خو ( ختيځ هيواد ) دغه غوښتنه رده کړه او خپله سرحدی څارنه يی هم له دی امله  تقويه کړه څو چه دغه تخنيک  بهر ته خپور نه شی ٠   د پوهانو د څيړنی سره سم دغه ( ختيځ هيواد )   د  شمالی ( وي ) په نامه د لرغونی چين يو ملک و ٠ د ( چايسادانا) پاچا له دی امله چه  ارزو يی ترسره نه شوه  نو بله طريقه يی جوړه کړه ٠ هغه د دوستۍ د پياوړتيا په بهانه ( ختيځ هيواد ) ته د واده کولو په باب  غوښتنه وکړه او دغه غوښتنه د ( ختيځ هيواد ) له خوا ومنله شوه او يوه شهزاده ګی يی دغه وړوکی ملک ته وروليږله  ٠دغه شهزاده ګۍ دحرکت نه  مخکښی د( چايسادانا) نومی پاچا په غوښتنه د چنجيو هګۍ او د توت تخمونه په خولۍ کښی پټ کړل او خپل ميړه ته يی يووړل  ٠ له سرحد نه د تيريدو په وخت کښی د ( ختيځ هيواد) پيره دارو عسکرو جرإٌت نه درلود چه د شهزاده ګی خولۍ وپلټی ٠  په دی وجه د چين د وريښمو د تارونو د جوړولو تخنيک لويديځ ته خپور شو ٠

د ( هيون سان ) دغه قيمتی سند د سياح کاشف له خوا تصديق شو ٠ هغه په شينجيانګ کښی يو لرغونی تصوير پيدا کړ چه د تصوير په مرکز کښی يوه  مخوره او د عزت خاونده  ميرمن ولاړه ده او پر سر باندی يی خولۍ کيښودل شوی ده  ٠ د ميرمنی په کيڼ او ښی اړخونو کښی دوه نوکرانی نجونی دی  چه يوی يی د ميرمنی خولۍ ته  ګوته نيولی او دغه ميرمن د ( ختيځ هيواد) شهزاده ګۍ ده چه د توت تخمونه او د وريښمو د چنجيو هګۍ يی لويديځ ته وړی  دی