د چينايی ليک دود منځ ته راتګ او بدلونونه
中国国际广播电台
 

      چينايی ليک دود په نړۍ کښی د تاريخ له لحاظه تر ټولو نه اوږد ، د پيمانی له لحاظه  تر ټولونه  پراخه او داستعمالونکو شمير يی زيات دی ٠ د چينايی ليک دود د جوړيدنی او استعمال له برکته  نه يوازی د چينی ملت  د کلتوری ترقۍ بهير چتک شوی  ، بلکی د نړيوال کلتور پر  پرمختګ باندی يی هم  ژوره اغيزه اچول شوی ده  ٠

هان د ٦٠٠٠ کالو نه مخکښی د ( بان پو) په کنډوالو کښی د ليک دود څه دپاسه ٥٠ ډوله نښه نښانی وموندلی  شوی ٠ او دغه نښه نښانی په منظم ډول ترتيبی شوی او د ليکنی څه نا څه  قانونی بڼه يی ښودله شوی ده ٠ دغو نښو نښانو  د ساده ليک دود خصوصيتونه درلودل ٠ د پوهانو په نظر امکان شته چه دا د چينايی ليک دود نيالګی بلل کيده ٠  


  
  
د ميلاد نه دمخه په ١٦ مه پيړۍ يعنی د( شانګ ) په  سلطنتی سلسله کښی   چينايی ليک دود په منظم ډول  را منځ ته شو ٠ د لرغون پيژندنی له مخی د ( شانګ ) د سلسلی په لومړيو وختونو کښی د چين تمدن نسبتاٌ لوړی سويې ته ورسيد چه له عمده و خصوصيتونو څخه  يی يو دا دی چه  د کشپ پر کاسو باندی د ليک دود منځ ته راتګ دی  ٠ د چين لرغونی ليک دود د کشپ پر کاسو او د ژويو پرهډوکو باندی حکاک شوی وی  ٠ د ( شانګ ) په سلسله کښی  پاچا د هر کار د عملی کولو نه مخکښی حتماٌ  فالګيری کوله او د سنګ پشت کاسه د فلګيرۍ وسيله وه ٠

د کشپ له کاسو نه د استفادی کولو نه مخکښی بايد لومړی د کاسی نه وينی اوغوښې وايستلی شی او بيا به يی مخ  پاک او هموار شی ٠ وروسته به فالګير د کاسی او يا د هډوکی په دننه مخ باندی د چاړه په وسيله په منظم ډول خپل نوم او د فالګيری تاريخ او پوښتنه  حکاکه کړه ٠ په پای کښی يی د هډوکی په دغه مخ کښی د اور په وسيله درز جوړاوه  او خلکو به دغه درز ته ( جاو ) وايه ٠ فالګير به ددی درز د حرکت پر خوا خپل تحليل کاوه او په دی توګه يی د فالګيری نتيجه ترلاسه کوله او وروسته به يی د فالګيرۍ د نتيجی باوری څرنګوالی  هم په دی کاسی باندی حکاک کړاو د کشپ دغی کاسی چه د فالګيرۍ نتيجه  يی له ازموينی نه وتلی وه  د رسمی اسنادو په حيث وساتلی شوی ٠

 

تر اوسه پوری د لرغون پيژندونکو پوهانو له خوا له مځکو څخه د کشپ د کاسو څه دپاسه يو لک ٦٠ زره ټوټی راوکښلی شوی چه  ځينی ټوټی  يی مکملی  دی او ځينی يی صرف سپينی ټوټی دی چه ور باندی کوم ليک دود  نه دی پيدا شوی  ٠ د احصايې له مخی د کشپ د کاسو پر ټوټو باندی څه دپاسه٤٠٠٠ ډول ډول ليک دودونه پيدا شوی دی چه ٣٠٠٠ يی د پوهانو د څيړنو او تحقيقاتووړ دی او په دی ٣٠٠٠ ليک دودونو کښی څه دپاسه ١٠٠٠ ليک دودونه  د پوهانو له خوا په ګډه وپيژندل شول او نور پاتی ليک دودونه  يا د دوی له خوا د پيژندلو وړ نه دی  يا ددوی نظريه ور باندی سخت توپير لری ٠ سره له دی  له دغو څه دپاسه ١٠٠٠ ليک دودونو څخه چه د پوهانو له خوا په ګډه وپيژندل شول خلکو د ( شانګ ) په سلطنتی دوره کښی د سياست ، اقتصاد او کلتور په شمول هراړخيزو ساحو کښی لومړنی عمومی معلومات ترلاسه کړل ٠ د کشپ پر کاسی باندی ليک دود يو ډول پوخ او سيستماتيک ليک دود دی او د چينايی ليک دود د پرمختګ دپاره يی بنسټ  ايښودلی دی ٠ وروسته چينايی ليک دود د برونزی ليک دود د ( چين ) سلسلی د ليک دود ، د( هان ) سلسلی ليک دود او منظمو خطاطيو له مرحلو څخه تير شو او تر اوسه پوری يی خپل ټول سبکونه يی  ښه ساتلی دی  ٠

د چينايی ليک دود  بدليدونکی جريان  د چينايی ليک دود د منظم کيدو او ثابت کيدو جريان  بلل کيږی ٠ د ( چين ) سلسلی له ليک دود څخه د کليمو د  تورو شمير وټاکل شو او د ( هان ) سلسلی ليک دود د تورو د جوړيدو نوی نظام ټينګ شو او شکل يی مخ په مربع کيدو دی او د منظمی خطاطۍ د رامنځ ته کيدو نه وروسته د چينايی ليک دود سبک او شکل په لا زيات منظم ډول ټينګ شو  او د  تورو شمير او د حرکت لوری يی هم قانونی شول ٠  د څه دپاسه  زر کالو راهيسی منظمه خطاطی تل د رسمی  چينايی ليک دود په توګه وټاکل شوه ٠

 چينايی ليک دود د شکلی ليک په بنسټ او د شکل او اواز په عمده سبک خپله معنی څرګندوی چه  د لغتونو عمومی شمير يی لسو زرو ته  رسيږی  او ٣٠٠٠ لغتونه  يی تل د خلکو له خوا زيات استعماليږی او له دغو ليکونو څخه ډول ډول جمله جوړيږی ٠

د چينايی ليک دود د رامنځ ته کيدو نه وروسته په شاوخواؤ هيوادونو کښی ژوره اغيزه پيدا شوه ٠  د جاپان ، ويتنام او کوريا په شمول ليک دودونه ټول د چينايی ليک دودپه اساس جوړ شوی دی ٠