د ( يونګ له ) د ستر زنګ اوازونه  ٣٠ مربع کيلو مترو  ته خپريږی
中国国际广播电台
 

     

د چين په مرکز بيجينګ کښی  د ( دا جونګ شه ) په نامه معبد شته چه د ( يونګ له ) په نامه يو غټ  فلزی  زنګ پکښی ليدل کيږی ٠  دغه لوی زنګ ٤٦ اعشاريه ٥ ټنه وزن  ، ٦ اعشاريه ٧٥ متره جګوالی او د ٣ اعشاريه ٣ مترو په چاپيريال  اوږدوالی لری ٠ او  تر اوسه پوری څه دپاسه ٥٠٠ کاله تاريخ لری ٠

د  لوی زنګ د جوړيدو نه وروسته څو واره نورو ځايونو ته انتقال شو او د ( چينګ ) سلسلی د( چيان لونګ ) په امپراطوری زمانه کښی يعنی په ١٧٥١ م کال کښی  د ( جويی شنګ ) په نامه په معبد کښی کيښودل شو   ٠ څرنګه چه په دی معبد کښی د ( يونګ له ) لوی زنګ ايښودل شوی دی ، نو د معبد نوم  د ( يونګ له ) معبدپه نوم ياديږی  ٠  او سر له هغه وخت نه تر اوسه پکښی ښه ساتل شوی دی ٠



  
د ( يونګ له ) نومی لوی زنګ اواز ډيره خوږ او قوی دی ٠ د پوهانو په څيړنه د زنګ د اواز د فرکانس حوزه د موزيک د معياری فرکانس سره برابره ده چه که  په سپکه  ووهل شی اواز يی ژور او خوږ ښکاری او که په زورسره ووهل شی اواز يی خورا قوی ښکاری چه ٣٠ مربع کيلو مترو ته رسيږی ٠

هر کال د پسرلنی اختر د رارسيدو په موقع کښی د ( يونګ له ) لوی زنګ وهل کيږی ٠ که څه هم د دغه زنګ څه دپاسه ٥٠٠ کاله تير شوی  خو تر اوسه پوری يی پر مخ باندی  کوم درز او ياکوم بل  نقص نه دی پيدا شوی   ٠ د چين  علمی کارکوونکو  د څيړنی نه وروسته داسی معلومات وموندل چه د زنګ په  فلزی جوړښت  کښی پرته د مس ، قلعی ، سرپ ،اوسپنی او مګنيسيوم څخه يوه اندازه سره زر او سپين زره هم شامل  دی  چه د ١٨ اعشاريه ٦ کيلوګرامو په وزن سره زر او د ٣٨ کيلو ګرامو په وزن  سپين زر  لری ٠ د پوهانو د تحليل له مخی په برونزی فلزکارۍ کښی دسرو زرو د اچونی له امله به  برونزی سامان  زنګ نه وهی ٠او د سپينو زرو په استعمال سره   به ويلي شوی  فلزی مايع  ښه بهيږی چه دا د څه دپاسه ٥٠٠ کالو نه راهيسی د ( يونګ له ) لوي زنګ د ښه ساتلو او د خوږ او قوی اواز د پورته کيدو  سبب دی ٠

يوه خارجی فلزسازوويل چه په بريالی سره د ( يونګ له ) لوی زنګ جوړيدنه د نړی په فلز سازۍ کښی يوه اعجازی پيښه بلل کيږی او حتی  په اوسنی زمانه کښی چه عصری ترقی يی موندلی ده  هم يو ناشونی کار دی ٠