中国国际广播电台
بيجينګ ښار چه د( مينګ ) سلسلی د ( يونګ له ) په امپراطوری
زمانه کښی يعنی له ١٤٠٣ م عيسوی
کال نه تر ١٤٢٥ م عيسوی کاله پوری
جوړ شو د جدی او دقيق جوړښت او
با شوکته ساختمان له لحاظه يی په
نړۍ کښی شهرت موندلی دی ٠ په دی
وروستيو کلونو کښی علمی او فنی
کارکوونکو د لری فاصلی احساس
کوونکی تخنيک څخه په استفادی سره
له هوا نه د بيجينګ نقشه په عکس
واخستله او خلک چه ور ته په ځير
شول ويی ليدل چه د بيجينګ په
ښاری سيمه کښی ٢ لوی ښامارونه
څملاستلی دی او پر دغو٢ ښامارونو
باندی يو غټ سړی ناست دی چه
منظره يی ډيره باعظمته ده ٠ په
دی وجه دغه نقشه د بيجينګ ښار ٢
لويې عجيبی منظری بلل کيږی او د
خلکو له خوا دحيرانتيا وړ دی ٠
خلکو له دی رنګينی نقاشی څخه وليدل چه دغه ٢ لوی ښامارونه په
ملګرتيا سره له جنوب نه شمال ته
حرکت کوی او له ګرد ښار څخه
تيريږی او يو ښامار يی د بيجينګ د
لرغونی ساختمانونو څخه جوړ شوی دی
نو ځکه ور ته لرغونی ساختمانی
ښامار ويل کيږی ٠ دغه ښامار د(
تيان من ) له ودانی څخه په پيل
سره د (جونګ ګو لاو) نومی ودانۍ
پوری غزيږی ٠ د ( تيان من )
ودانی د ښامار خوله ده او ( جينګ
شوی چياو )په نامه پلونه د
ښامار لنډی ږيری او له ختيځ نه
تر لويديځ پوری د ( چانګ ان جيی )
لوی سړک د ښامار اوږدې ږيری دی
٠ دغه راز د شاهی کورنی نيکه
ګانو د عبادت کولو معبد او د (
مملکت ته د وفاداری ورکولو) د
مراسمو لوی سالون د دغه لوی
ښامار ٢ سترګی دی او امپراطوری
ماڼۍ د ښامار بدن دی او د ( جونګ
ګو لاو ) نومی ودانی د ښامار
لکۍ ده ٠ علاوه په دی د
امپراطوری ماڼی ٤ برجونه لکه
دښامار پنجی دی چه هری خوا ته خپل
طاقت څرګندوی ٠
يو بل لوی ښامار د بيجينګ د جهيلونو څخه جوړ شوی دی او ور ته د
اوبو ښامار ويل کيږی ٠ د ښامار سر
يی جنوبی جهيل دی او له منځنی
او شمالی جهيلونو څخه يی د ښامار
بدن جوړيږی او د بيجينګ په شمال
لويديځ کښی د ( شه چا های ) په
نامه جهيل د ښامار لکۍ ده ٠
دغه ٢ لوی ښامارونه اوږه په اوږه حرکت کوی چه منظره يی ډيره
باعظمته ده ٠ ايا دا ترتيباب د
بيجينګ ښار د طراحانو له خواپه
دقت سره ډيزاين شوی او يا يوه
تصادفی خيره ده ؟ اوس هيڅوک ور
باندی توضيحات نه شی ورکولای ٠
د پيجينګ ښار يوه بله عجيبه منظره د ( جينګ شان ) غره
باغبانی نقاشۍ ده ٠ دغه نقاشی لکه
يو غټ سړی چه د خوب په وخت کښی په
ارام زړه پر غره باندی ناست دی د
( جينګ شان ) نومی غرنی باغ
اصلاٌ شاهی باغ و او د امپراطوری
ماڼۍ په شمالی خوا کښی پروت دی
ايا دا هم د طراحانو له خوا په
دقت سره ډزاين شوی يا تصادفی ده
؟ هم يوه معما ده ٠
په بيجينګ ښار کښی ددغو عجيبو منظرو په پيدا کيدوسره په دی
لرغونی ښار کښی لازيات اعجازی رنګ
پوښول شوی دی ٠
|