د هډوکو ستنی او د سنيګار سامانونه پيدا شول  چه د ( شان دينګ دونګ ) په نامه د لومړيو انسانانو له خوا جوړ  شوی ؤ
中国国际广播电台
 

     

تقريباٌ ٥٠ زره کاله مخکښی د زړو ډبرينو وسايلو په لری تاريخی زمانه کښی لومړيو انسانانو ستنی جوړی  کړی    او ورڅخه يی استفاده وکړه ٠ دغه ستنی  د  کوچنيو هډوکو نه جوړی شوی دی ٠ لرغون پيژندونکو په اروپا کښی د اژوينا په فرهنګی کنډواله کښی د هډوکی ستنی  پيدا کړی ٠ او د جوړيدو مهارت يی ډير ټيټ و ٠ خو د چين د ( شان دنيګ دونګ ) نومی لومړيو انسانانو په کنډواله کښی د هډوکی يو ستن پيدا شو چه د جوړيدو مهارت يی د خلکو له خوا د ډيری ستاينی وړ دی  ٠

د هډوکی دغه ستن ٨٢ ميلی متره   او دايروی چاپيريال يی ٣ ميلی متره اوږدوالی لری چه داورلګيټ په نسبت لږ څه غټه ده  ٠ ستن  يی لږ څه کږه  ښکاری او مخ يی هموار او سر يی تيز دی ٠ د ستنی سوری ښه ليدل کيږی او له دی نه څرګنديږی چه دغه سوری په  تيزی او کلکی  الی کيندل  شوی دی ٠ خو متاٌسفانه د ستنی سوری خراب دی  ٠

البته تارونه به حتماٌ د ستنی سره ملګری وی ٠ خو د تارونو پيدا کول يو مشکل کار دی ٠ په ١٩٣٣ م کال کښی د بيجنيک د اطرافو   په غرنی غار کښی د ١٨زرو کالو نه پخوا دانسان فسيلونه پيدا شول چه  د( شان دينګ دونګ )  انسان په نامه ياديږی ٠ د څيړونکو پوهانو په نظر هغه تارونه چه په لری تاريخی زمانه کښی د(  شان دينګ دونګ ) نومی پخوانيو انسانانو له خوا استعماليدل  ، نباتی ريښی نه دی ٠ امکان شته چه د ګوزن  رباط او پله  وی چه اوږدوالی يی نيم متر ته رسيږی ٠ دغه رباط او پله لکه وريښمين تارهم نرم او هم ظريف ښکاری او له  دی رباط څخه جوړ شوی تارونه د کالی د  ګندلودپاره  مناسب دی   ٠

د ستنو  او تارونو په درلودلو سره کالی ګنډل کيدل ٠ نو د دی څيړنی په اساس دا استدلال ترلاسه کيږی چه  دوی  کالی اغوستل  ٠

هان د ١٨ زرو کالو نه مخکښی د ( شان دينګ دونګ )  انسانانو  دا توان درلود چه د ځان دپاره د سينګار شيان  جوړ او استعمال کړل  ٠ د لرغون پيژندونکو پوهانو له خوا په کنډوالو کښی غاړکۍ هم پيدا شوه  چه دغه ډول غاړکۍ  د دی زمانی د انسانانو له خوا په رنګارنګو ډبرو ، د حيوانانو په غاښونو اود کبانو په هډوکو  جوړه او رنګ يی  شوی ده  ٠ او  ښايی چه د رنګولو مواد به يی  دسرو اوسپنو د ميده کولو نه وروسته ترلاسه  کول  ٠