中国国际广播电台
سوشه په يو زرو اوه ديرشم کال د سه چوان ولايت په مې شان کي
وزيږيده ، پلار يي هم يو
مشهور اديب و او د خپل پلار
تر تاثيراتو لاندي يي د
کوچنيتوب په وخت کي د خپل
هيواد د خدمت دپاره ټينګه
ارزو درلوده . د حکومتي دندې
د تر لاسه کولونه وروسته هغه
د سياسي اصلاحاتو او د خلکو
دپاره دخدمت کولو دپاره هڅه
وکړه ، خو له دي امله چه سو
شه بي پرده او درستکار مامور
و او په مستقيمه توګه يي
ټولنيزې ناروغۍ افشا کړې ، نو
د درباري رقابت په بهير کي د
قربانۍ په توګه وګرزيده . دده
د ژوند وروستي موده په سياسي
کړاوو کي تيره شوه او د دري
څلويښت کلنۍ نه څو ځله تبعيد
شو ، خو د ژوند په مشکل حالت
کي هغه د چين د کانفوسيوس ،
بوديزم او داويزم فلسفي
افکار ښه استعمال کړل او خپل
وقار او شخصيت يي وساته او د
سختو بهرنيو ګوزارونو سره يي
کلکه مقابله وکړه .
سو شه ډير مشهور شاعر و او د سفر يادداشتونه او مثنوي يي هم
عالي درجې ته ورسيدل مثلا د چه
بي په نامه نثر په چين کي ډير
شهرت لري چه لومړي برخه يي د مني
په فصل کي نرمه وږمۍ او روښانه
سپوږمۍ او د سيند د پاسه پاک
اسمان او وروستي برخه يي د ژمي
په موسم کي جګ غرونه او د سپوږمۍ
هلال ترسيموي چه دغه اثر د وخت
نمونوي اثر په توګه وبلل شو .
|