中国国际广播电台
د چين د ادبياتو په تاريخ کي دو فو او لي باي تر ټولو نه
مشهور وو او په نړۍ کي يي هم ډير
شهرت موندلی دی . دو فو په اوه
سوه دوولسم کال کي وزيږيده او
نيکه يي هم يو نامتو شاعر و .
هوښيار دو فو د اوه کلنۍ په وخت
کي د شعر په ليکلو پيل وکړ ، کله
چه عمر يي نولسو کالو ته ورسيد، د
هيواد ټولو مشهورو ځايونو ته په
سفر پيل وکړ چه همدې موده هم د
چين د تانګ په سلسله کي ډيره
أباده موده وه ، هغه د مشهورو
غرونو او سيندونو د سيل نه
وروسته ډير زيات شعرونه وليکل . د
نورو پوهانو په شان دو فو هم
وغوښتل چه حکومتي دنده لاس ته
راوړي ، خو په سلطنتي ازموينه کي
يي څو څو ځله ناکام شو . د منځني
عمر په وخت کي دو فو په مرکز چان
ان ښار کي د غربت او بي وزليتوب
ژوند تيراوه او د بډايانو تجملي
ژوند او د غريبانو فقير ژوند
وليدل ، نو داسي مشهور بيت يي
وليکه چه په سور رنګ دروازې
لرونکي بډاي کور کي شراب او غوښې
خرابې شوې ، خو په لاره کي د يخنۍ
په اثر مړه شوي کسان ليدل کيږي .
په اوه سوه پنځه پنځوسم کال کي چه
دو فو دري څلويښت کلن و ،
بالاخره يوه رسمي دنده تر لاسه
کړه ، خو يوازي يوه مياشت وروسته
جګړه پيښه شوه . ورپسې په هيواد
کي جګړې په پر له پسې ډول دوام
ورلود او په دي موده کي دو فو
سرګردان ژوند وکړ او له خلکو
سره د همدردي او د جګړې څخه د
نفرت په هکله يي زيات شيمر
شعرونه وليکل .
په اوه سوه نهه پنځوسم کال کي دو فو د حکومت څخه پوره
نااميد شو او خپله دنده يي استعفا
وکړه چه په همدي وخت کي مرکز چان
ان او شاوخوا سيمې د وچکالۍ سره
مخامخ شوې ، د مجبوريت لمخي دو فو
د خپلو کورنيو غړو سره يو ځاي د
هيواد د جنوب لويديځې سيمې د چن
دو ښار ته لاړ او د ملګرو د مرستې
لاندي يي څلور کاله بي وزلي ژوند
تيراوه او په دي موده کي يي يو
مشهور شعر وليکه چه نوم يي دی ،
کوډلۍ د مني د باد لخوا ويجاړه
شوه . په دي شعر کي شاعر وغوښتل
چه د ځان د قربان کولو په ځاي د
نړۍ د ټولو غريبانو دپاره لوي لوي
عمارتونه جوړ شي. نوموړي شعر د
شاعر د صادقانه احساساتو او عالي
اخلاق څرګندوي دی .
په اوه سوه اويايم کال کي دو فو د نهه پنځوسو کالو په عمر د
غريبۍ او ناروغۍ له امله د پناه
وړلو په لاره کي له دنيا څخه لاړ
او د خپل ژوند په موده کي يي يو
زرو څلور سوه ښکلي شعرونه وليکل
.
|