中国国际广播电台
لي باي د چين د تانګ په
سلسله کي داسي شاعر و چه د
ډير خوبين ، مغرور او أزاد
او طبيعي خاصيت په درلودلو
سره يي د وخت د منورينو او
پوهانو نمايندګۍ وکړه . لي
باي د شمال لويديځ چين د
ننن ګان سو په ولايت کي په
يوې شتمنې کورنۍ کي وزيږيده
او د شل کلنۍ څخه يي د هيواد
بيلا بيلو ځايونو ته په سفر
پيل وکړ او ډير زيات نامتو
شعرونه يي وليکل . که څه هم
په هغه وخت کي د چاپ او
ترانسپورت اسانتياوې نه وې ،
خو د منورينو او پوهانو
ترمنځ د متقابل تګ راتګ له
لاري د لي باي شعرونو ډير
شهرت وموند .
په پخواني زمانه کي د سلطنتي ازموينې له لاري د حکومي دندې
لاس ته راوړل د وخت د پوه لرونکو
کسانو ارزو وه ، لي باي په اوه
سوه دوه څلويښتم کال کي مرکز چان
ان ته لاړ او د ملګرو په سپارښتنه
او خپلو ښکلو شعرونو په سلطنتي
اکاډمي کي شامل شو .
لي باي يو مغرور سړی و او د حکومتي فساد څخه يي ډير نفرت وکړ
او و يي غوښتل چه امپراطور ده ته
درنده دنده ورکړي څو چه خپل سياسي
استعداد استعمال کړي . خو
امپراطور هغه يوازي د سلطنتي شاعر
په توګه وباله . په داسي حال کي
لي باي له مرکز چن ان څخه ووت او
د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته يي
په سفر پيل وکړ .
لي باي د خپل ژوند زياتره موده د سفر په ترڅ کي تيره کړه او
په دي موده کي يي د ښکلو طبيعي
منظرو د ستاينې دپاره زيات شعرونه
ولکيل چه ځيني شعرونه يي لا تر
اوسه پوري د چينايانو د زده کړي
او استعمال دپاره دي . لي باي په
خپل ټول ژوند کي ډير زيات شعرونه
وليکل چه تر اوسه پوري نهه سوه
شعرونه او شپيته اثرونه ساتل
شويدي .
|