چيو يون او دده شعرونه
中国国际广播电台

     

چيو يون د څو زرو کالو راهيسې د چينايانو د احترام وړ شاعر و  او دده د ژوند موده د چين په تاريخ کي د جنګونو څخه د ډکو هيوادونو د دوران  په نامه ياديږي او په دې موده کي په چين کي د څه دپاسه لسو هيوادونو ترمنځ  جګړې وشوي او له دغو هيوادونو څخه  د چين او څو نامې دوه مملکتونه ډير غښتلي وو او نور کوچني هيوادونه ددوي وابسته هيوادونه وو .

  چيو يون د څو مملکت اشراف زاده  و او د حکومت عالي دنده يي په غاړه واخيستله او په لومړيو وختونو کي يي د څو مملکت پاچا اعتماد  لاس ته راوړ .  په هغه وخت کي زيات شمير پوهانو په بيلا بيلو هيوادونو کي د خپلو سياسي غوښتنو د ملاتړ کوونکو د  راجلبولو دپاره کوشش او فعاليت کاوه ، خو چيو يون هيله درلوده چه د خپل وطن دپاره د څو پاچا سره مرسته وکړي څو چه خپل وطن  نور هم غښتلي شي . خو متاسفانه له دي امله چه په داخلي او خارجي چارو کي هغه د نورو عالي مامورينو سره زيات اختلافونه درلودل او د نورو د تهمت سره مخامخ شو ، نو د پاچا اعتماد يي له لاسه ورکړ ، ورپسې د څو مملکت هم ضعيف شو ، د قبل الميلاد نه په دوه سوه اته اويايم کال کي د څو مملکت د چين لخوا ونيول شو ، چيو يون هم د انتحار دپاره د سيند اوبو ته واچاوه .

دده مشهور شعر د لي ساو په نامه نوميږي او دغه رومانتيک سياسي شعرد  چين په لرغوني ادبي تاريخ کي ډير اوږد دی ، په دي شعر کي شاعر هيله څرګنده کړه چه د څو پاچا خيرخواهانه فرمانروايي او عدالت  غوره کړي او د نورو مملکتونو سره يو ځاي د چين نومي مملکت سره مقابله وکړي  . پرته د لي ساو نه چيو يون  يو بل شعر هم وليکه چه عنوان يي دی له اسمان څخه پوښتنې . په دي شعر کي له أسمان څخه د نجوم ، جغرافيا ، ادب ، فلسفې او نورو ساحو په اړه  يو سلو دوه اويا پوښتنې وړاندې شوې چه لدي څخه د حقيقت د لټولو په غرض د شاعر عمي روحيه څرګنده شويده .