中国国际广播电台
اوه پيړۍ د ميلاد نه مخکې په
چين کي د شعرونو لومړني
مجموعه رامنځته شوه چه پکي
درې سوه پنځه ډول ډول شعرونه
راغونډ شول چه دغه مجموعه د
لرغوني يونان د حماسي نه څو
سوه کاله مخکي پيدا شوه . دغه
درې سوه پنځه شعرونه د قبل
الميلاد نه د يوولسمې پيړۍ نه
تر اوومې پيړۍ پوري يعني د
پنځو سوو کالو په موده کي
ليکل شوي وو چه د فون ، يا
او سون په درو برخو ويشل
شويدی . د فو په برخه کي يو
سلو شپيته ولسي سندرې ، د يا
په برخه کي يوسلو پنځه نغمې
او ترانې او د سون په برخه کي
د عبادت په باب څلويښت شعرونه
او سندري شاملې دي .
په نوموړي مجموعه کي د شعرونو ليکوونکي د زحمتکښانو ، عسکرو
او اشراف زاده ګانو څخه عبارت وو
او نوموړي شعرونه په لومړيو
وختونو کي په ډول ډول مراسمو کي
وويل شول او وروسته په اشرافي
ښوونه کي د زده کړي دپاره
استعماليدل .
په عمومي لحاظه د شعرونو مجموعه د چين د ادبياتو ځلانده
منبع ده او دا نښه هم ده چه دچين
ادبياتو لا پخوا ډيره ترقی موندلی
وه .
|