中国国际广播电台
د چين د څو زرو کالو په لرغونې ادبي تاريخ کي ډير زيات شاعران
، ډرامه ليکوونکي او ليکوالان
پيدا شول ، خو داسي اديبان کم
ليدل کيدل چه ډرامه او داستان
ليکونکي ، دايرکتر او د ډرامې
تيوريست هم و . لي يو ددوي څخه
وشميرل شو . لي يو په شپاړس سوه
لسم کال کي د چين د مين په سلسله
کي وزيږيد او کله چه هغه ديرش کلن
و ، سخته ټولنيزه تزلزله او
نارامي پيل شوه څو چه هغه مړ شو .
د نورو زياتو مشاهيرانو په شان لي يو هم په سلطتني ازموينه
کي ناکام شو او په خپل کور کي يي
د کتاب پلورنځي جوړ کړ او په عين
وخت کي يي د ډرامي په ليکلو پوخت
و . د خپل ژوند په موده کي دده
تر ټولو ستر خدمت د ډرامو ليکنه
او څيړنه وه چه تر اوسه پوري پاتي
شوي لس ډرامې يي لا هم په
تياترونو کي نمايش کوي چه ټولې د
مينې په باب خوندورې ډرامې دي او
دغه ډرامې د زيات شمير خلکو لخوا
د تود هرکلي وړ وې او جاپان او د
جنوب ختيخې اسيا نورو هيوادونو ته
هم خپرې شوې . هغه د ډرامو د
تاليف په عين وخت کي هيات هم جوړ
کړ او د دغو ډرامو د دايرکتر او
هنرمند په توګه رول يي ولوباوه .
په هغه وخت کي هنرمندان په ټولنه
کي ټيټ مقام درلود ، خو لي يو لا
هم د هيات په مشرۍ د هيواد په
لسګونو ولايتونو کي د شلو کالو
دپاره ګرځنده نمايشونه اجرا کړل .
د اوږدې مودې د نندارو له امله لي يو د ډرامو د تاليف ،
لارښوونې او نندارې او د رول د
انتخاب په ساحو کي ډيرې تجربې
راغونډې کړې او د خپلو تجربو
په جمع کولو سره يي د ډرامو د
تيوري په باب يو کتاب وليکه چه
نوم يي په فارغ وخت کي ياددشت دی
. علاوه پردې لي يو يو مشهور
ليکوال هم و او زيات شمير اوږد او
لنډ داستانونه يي وليکل .
|