د ډرام  مشهور ليکوال  ګوان هان چين
中国国际广播电台

       

ګوان هان چين  چه د چين د يون په سلسله کي يعني په ديارلسمه پيړۍ کي ژوندکاوه  ، د چين په ادبي او ډرامي تاريخ کي تر ټولو نه لوي ليکوال و  او هغه ډرامه چه نوم يي د دوو ير  عداوت دې او دده لخوا وليکله شوه ، د اوو سوو کالو راهيسې په زياتو بهرنيو ژبو ترجمه او پرته د چين نه په نورو هيوادونو کي هم  خپره شوه .

   ګوان هان چين  يو داسي پوه و چه  ښه شعرونه يي ليکلې شواي  او د ډول ډول موسيقي الاتو د غږولو  ،  د شطرنج   ، نڅا  او  ښکار کولو په هنرونو کي هم  ډير تکړه و ،  هغه د اوږدې مودې دپاره په پايتخت کي ژوند وکړ او په امپراطوري روغتون کي يي دنده درلوده ، خو هغه د طبي فن سره زياته علاقه نه درلوده ، خو د ډرامو له ليکلو سره يي ډيره مينه لرله . په هغه وخت کي يو ډول  ډرامه روانه وه  چه  ټولنېزې پديدې پکي څرګنديدې ، نو د عامو خلکو او عالي حکومتي مامورينو لخوا ور ته تود هرکلي وويل شو ، خو د ګوان هان چين لخوا ليکل شوې ډرامې د عالي ربته وو مامورينو د ساعت تيري دپاره نه  وې ، بلکي د عوامو خلکو د کړاوونو او رنجونو هنداره ګڼل کيږي .

 په هغه وخت کي د يون په سلسله کي سياسي فساد ، ټولنيز تزلزل او نا أرامتيا ، طبقاتي او ملي تضادونه ډير سخت وو او د بې عدالتي دوسيې بي شميره وې او د بيلا بيلو قومونو زحمتکښو خلکو د غمونو او کړاوونو په حال کي شپې ورځې تيرولې  . ګوان هان چين  د عامو خلکو له غمجن ژوند سره ډيره همدردي او خواشيني درلوده  او د خپل ماموريت له دندې څخه  يي استعفاه وکړه څو چه د عامو خلکو ژوند معلوم  کړي او  د ډرامو د ليکلو له لاري د ټولنې تتې او فاسدې پديدې افشا او خپل  خيال  څرګند کړي  چه د دوو ير د  عداوت په نامه  مشهوره ډرامه په همداسي حال کي وليکل شوه او دده وتلي او نمونوي اثر ګڼل کيږي .

 له دي امله  چه ګوان هان چين  د خلکو کړاوونه او ربړونه معلوم  کړل او په ژوند کي ددوي لخوا استعمال شوي ژبې يي ښې وپيژندلې ، پرته له دي نه هغه وتلي او برجسته هنري استعدادونه درلودل ، نو دده لخوا ليکل شوي اثرونه نه يوازي د ټولنيزو واقعياتو څرګندوي دی ، بلکي مبارزاتې روحيه هم  ترسيموي .

    ګوان هان چين  په خپل ټول عمر کي اوه شپيته ډرامې وليکلې ، خو يوازي اتلس يي پاتي دي . نو ويل کيږي چه ګوان هان چين د چين د ډرامې او ادبياتو په تاريخ کي مهم مقام نيولی او په چين کي د ډرامه ليکلو موسس ګڼل کيږي .