中国国际广播电台
د اتلسمې پيړۍ په لومړيو
کلونو کي په چين کي د خارق
العاده داستانونو مجموعه چاپه
شوه چه ليکوال يي پو سون لين
و .
پو سيون لين په شپاړس سوه
څلويښتم کال کي وزيږيده او په
اولس سوه پنځلسم کال کي مړ شو او
د خپل ژوند په ټو ل عمر کي يي
ډير داستانونه وليکل چه خارق
العاده داستانونه يي دده نمونوي
اثر دی .
د خارق العاده داستانونو
مجموعه د څلورو سوو يو ديرشو لنډو
کيسو څخه جوړه شوې او په هغو کي د
شيطانانو په ترسيمولو سره د
فيوډالي اخلاقي اصولو قيودات او
فاسد امتحاني نظام وغندل شويدي
او د شخصي أزادۍ غوښتنه وړاندي
شويده . په دغو کيسو کي د عشق او
مينې په باب کيسې ډيرې دي او
عمومأ هغې کيسې دي چه يو هلک د
يوې مهربانې شيطاني نجلۍ سره مينه
لري څو چه د فيوډالي اخلاقي
قيوداتو څخه د ځان ژغورلو په غرض
د ځوانانو هيله څرګنده شي .
د يادونې وړ خبره دا ده چه په
دغو زړه راجلبونکو کيسو کي نجلۍ
عمومأ د ليوه په شکل رامنځته کيږي
په تيره بيا د پيغلې څيوي په
نامه کيسه کي يوه مهربانه ، ښکلي
او هوښياره پيغله څيوي ترسيمه
شويده ، مګر د پو سون لين په
داستانونو کي بدرنګه ليوه هم ليدل
کيږي . لنډه دا چه د پوسون لين په
داستانونو کي د ليوونو په څيرو يي
د نجونو غوره خاصيت او اخلاق
څرګند شويدی .
د پو سون لين لخوا ليکل شوي
خارق العاده داستانونه د چين په
ادبي تاريخ کي جاودان اثر ګڼل
کيږي او د دوو سوو کالو راهيسې په
شلو خارجي ژبو ژباړل شوي او ډير
زيات خارجي لوستونکي يي راجلب کړي
او کوي يي .
|