د لويديځ  ته سفر  
中国国际广播电台

      

  لويديځ  ته سفر  د چين  په لرغوني تاريخ کي تر ټولو کاميابه او ښه افسانه ګڼل کيږي چه په دي افسانه کي عمده شخصيت د چين د نامتو راهب  هيون سان څخه راغلي دی   چه په اومه پيړۍ کي يي د چين لويديځو هيوادونو  افغانستان ، هند او نيپال ته يي سفر کړي و . په دي افسانه کي راهب چه هيون جوان نوميږي ، د خپلو درو شاګردانو سره يو ځاي د بودايي کتابونو د لاس ته راوړلو په لاره کي له ډول ډول مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ شو او دده مشر شاګرد چه يو بيزو دی او سون وو کون نوميږي   او له راز راز شيطانونو سره يي سخته مبارزه وکړه . په حقيقت کي د سون وو کون د ترسيمولو له لاري په مبهـم ډول  په واقعي ژوند کي  د ليکوال غوښتنې څرګندې شويدي .

  د دي افسانې ليکوال وو چن ان  نوميده  او د چين دجنوبي ولايت د جيانګ سو ولايت د هواي ان په ښار کي وزيږيده . که څه هم وو چن ان د کوچنيتوب د مودې څخه د نقاشۍ ، خطاطۍ ، شعر او شطرنج  سره زياتې علاقې درلودې ، نو په خپل ټاټوبي کي يي ډير شهرت وموند ، خو په هغه وخت کي  څو ځله په سلطنتي ازموينو کي ناکام شو چه په نتيجه کي ژوند يي ډير غريب و  او  په داسي حال کي وو چن ان  په فيوډالي ټولنه کي فاسدې پديدې او د خلکو ترمنځ  د روابطو ناهماهنګۍ ښه وپيژندلې ، دده په يو شعر کي دده داسي نظريه څرګنده شويده چه په ټولنه کي د بدو کړووړو او پديدو د رامنځته کيدو علت دا دی چه   بااستعداده کسان  و نه ګمارل شول او واکمني د بدو کسانو تر کنترول لاندي وه ، هغه ډير وغوستل چه دغه بدې پديدې له منځه يووسي ، خو يوازي يي أه  وايسته ، نوخپله کرکه او غوره أرزو يي لويديځ ته په سفرنامه کي څرګنده کړه .  که څه هم دغه اثر د وو چن ان  د ژوند په وروستي موده کي بشپړ شو ، خو  ددې اثر د ليکلو دپاره يي د خپل ژوند ټول عمر وقف کړ ځکه چه هغه  د کوچنيتوب په وخت کي د خپل پلار سره د خپل ټاټوبي په اطرافو کي لرغوني ځايونه وليدل  او په هر ځاي کي به يي  پلار  د نوموړي ځاي په باره کي ښکلي افسانې ور ته وويلې . کله چه وو چن ان  ديرش کلن شو ، ډير زيات عجيب او غريب داستانونه يي راټول کړل . د پنځوس کلنۍ په وخت کي هغه  لويديځ  ته د سفرنامې مخکيني لس فصلونه وليکل  او ورپسې يي خپل خلاقيت  شل کاله قطع کړ . څو چه له حکومتي دندې څخه يي استعفا وکړه او بيرته خپل وطن ته راستون شو ، دغه  ستر اثر بشپړ شو .

په دي کتاب کي هره کيسه  بشپړه ده ، خو د مخکيني او وروستی کيسې سره اړيکي لري  او ترسيم شوي ډول ډول ا رباب يا شيطانان په جلا جلا توګه د عدالت او شر نمايندګۍ کوي . په دي اثر کي عمده شخصيت سون وو کون  د هر راز بدنامو کارونو څخه ډير نفرت کوي او فوق العاده پوهه او توان لري او هر ظالم شيطان  دده په لاس کي د يوه زرين لرګي په واسطه ووژل يا ونيول شو چه له دي څخه په ټولنه کي د بدو پديدو او ناوړو قوتونو د له منځه وړلو په هکله دده قوي أرزو څرګنده شويده .

 دغه مشهور اثر  چه لويديځ  ته سفر نوميږي ، د څو سوو کلونو راهيسې د ماشومانو د ادبي اثارو او د فلم ، تلويزيون او ډرامو د اًثارو د خلاقيت سرچينه ده .