د درو  مملکتونو داستان
中国国际广播电台

   

په چين کي هر تن  له دي داستان سره بلديت لري  او د څو سوو کالو راهيسې په دي داستان کي ترسيم شوي جنګي حالت ، ډول ډول قهرمانان او په زړه پوري کيسې د چينايانو په خولو کي خپريږي .

ددې داستان ليکوال  لو ګوان جونګ په هغه دوره کي ژوند وکړ چه په څوارلسمه پيړۍ کي  ملي او طبقاتي تضادونه يي ډير تيز او پيچلي وو او د چين د يون سلسلې حاکمانو چه د مغولي قوم لخوا رامنځته شوي وو، د چين د هان د قوم  په خلکو باندي ظالمانه تسلط وکړ ، نو د ګڼ شمير خلکو د کرکې او مقابلې سبب وګرزيد او د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کي قيامونه راپيښ شول  څو چه د يون د سلسلې ظالمانه تسلط تر پښو لاندي شي . ځوان لو ګوان جونګ هم په يوه قيام کوونکي فوځ  کي شامل شو او د درستيز دنده يي په غاړه واخيستله . هغه دا سياسي همت درلود چه محلي حکومت جوړ کړي ، خو په پاي کي د جو يون جان په مشرۍ قيام کوونکي فوځ د يون د سلسلې د تر پسو لاندي کولو نه وروسته د مين سلسله جوړه کړه ، په دي سبب لو ګوان جونګ بيرته خپل ټاټوبي ته لاړ او په ادبي خلاقيت يي پيل وکړ. 

  د درو مملکتونو په داستان کي هغه تاريخي پيښه تر سترګو کيږي چه د ميلاد د يو سلو څلور اتيايم کال نه تر دوو سوو اتيايمه کاله پوري د درو هيوادونو ترمنځ پيښيدله ، ليکوال  لو ګوان جونګ د وي ، شو او وو په نامه د درو هيوادونو په باب زيات شمير تاريخي  کيسې سردستي يادداشتونه ، عجيبه او محلي داستانونه او افسانې راټولې کړې او د خپل سياسي همت او أرزو  او  په بزګري قيام کي د جنګي تجربو لمخې د درو هيوادونو ترمنځ  د زړه راجلبوونکو سياسي او نظامي مبارزو تاريخ  په ژوندي توګه ترسيم کړيدي .

په دي اثر کي څلور سوه تنه شخصيتونه  چه په شلګونو تنه  يي مهم دي ، ترسيم شويدي ، مثلا  د  وي مملکت پاچا څاو څاو  يو حيله ناک او ظالم  سړی ، د  شو مملکت صدراعظم  جو ګه ليانګ  د جنګي تاکتيک د استعمالولو په ساحه کي يو هوښيار او عاقل  پوه  ، د شو د مملکت قهرمان او توريالي جنرال  جانګ في ، د وو د مملکت چابک او تنګ نظر مارشال  جو يو او داسي نور .

 د درو مملکتونو داستان  نه يوازي ادبي ارزښت لري ، بلکې په فيوډالي ټولنه کي يو دايره المعارف هم بلل کيږي . په چين کي ددې اثر ډير زيات څيړونکي د تاريخ ، روان پيژندنې  ، انساني روابطو ، تاکتيک ،  ادارې ، نظامي فن ، هنر او  اخلاق  په علومو بوخت دي څو چه ددې اثر کلتوري او واقعي ارزښت څرګند شي .

  دغه نامتو کتاب   په زياتو بهرنيو ژبو ترجمه شويدی .