中国国际广播电台
د اتلسمي پيړۍ په نيمايي کي چه د چين د چينګ امپراطوري دوره د
أبادۍ او سمسورتيا په مرحله
کي داخل شوه ، د چين په ادبي
ساحه کي د سره اطاق د خوب په
نامه ناول رامنځته شو چه د
نامتو ليکوال څاو شيوي چين
لخوا وليکل شو .
نوموړې ناول دچين د لرغوني داستانونو جاودانه او شايان اثر
ګڼل کيږي . څاو شيوي چين ځکه
دغه ستر اثر وليکه ، علت يي د
خپل ذاتي استعداد او پوهې نه
علاوه د هغه ژوند سره نژدي اړيکي
درلودې چه د ډير ثروتمند ژوند نه
د خورا غريبې او فقيرې کندي ته
ولويد . دده نيکه د وخت د
امپراطور اعتقاد او اعتماد تر
لاسه کړ ، نو دده د کوچنيتوب
موده په ثروتمنده کورني کي تيره
شوه ، خو وروسته دده په کورني کي
ستر بدلون رامنځته شو او ټولې
دارايي يي مصادره شوې او کور يي
هم د هيواد د جنوب نه شمال ته
انتقال شو. ځوان څاو شيوي چين د
خپل ژوند وروستي موده د بيجينګ په
لويديځو اطرافو کي تيره کړه او
په ډير غريب او مشکل حالت کي يي د
اتياوو فصلونو په شمول داستان
وليکه ، خو متاسفانه داستان په
پوره توګه نه و بشپړ شوي چه څاو
شيوي چين د ناروغۍ له امله د
تل دپاره له دنيا څخه لاړ.
د سره اطاق خوب بل نوم د ډبرې قصه ده . کله چه څاو
شيوي چين خپل داستان يي په پوره
توګه تر سره نه کړ ، دستخط يي
په ټولنه کي خپريده . دده د مړينې
نه وروسته يو ليکوال چه ګاو ير
نوميده ، د څاو شيوې چين د نيت
سره سم نور څلويښت فصلونه وليکل
چه په دي توګه د سره اطاق خوب
پوره داستان بشپړ شو .
د سره اطاق خوب د دايره المعارف په شان داستان دی چه په دي
کتاب کي ليکل شوي کرکترونه د
وخت ټولنې په هر محفل پوره اړه
درلوده ،مثلا د شاهې کورنۍ غړي ،
حکومتي مامورين ، خدمتګارانې ،
مزدوران ، راهبان، سوداګران ،
بزګران او داسي نور . په داستان
کي په عالي طبقه کي ډول ډول
عادتونه او مراسم ، د عوامو خلکو
د ژوند او کار هره ساحه مثلا ډول
ډول لاسي صنعت ، باغواني ، طب او
فال بيني ، ولسي هنر او نور .
په دي نامتو داستان کي د جا ، شه ، وانګ او شيو په نامه څلور
کورني او د دغو څلورو کورنيو نه د
جا کورنۍ ژوند په تيره بيا د
زيات شمير ښځو او نجونو په مرکز
ژوند ترسيم شوی څو چه د جا د
کورنۍ د زوال کيدو له مرحلې څخه
د چين د اخري فيوډالي ټولنې د
تباه کيدو پيشبيني څرګنده شي .
|