中国国际广播电台
د پاچا ګسار کيسه په ننني نړۍ کي يوازني ژوندي حماسه ده او تر
اوسه پوري له سلو نه زيات
ولسي هنرمندان د چين د تبت او
چينګهاي په سيمو کي د پاچا
ګسار د سترو خدمتونو ستاينه
کوي . دغه حماسه د ميلاد نه
دمخه په دوهمه يا دريمه پيړۍ
کي رامنځته شوه او د ولسي
هنرمندانو لخوا خوله په خوله
خپره شوه او د دوولسمې پيړۍ
تر لومړيو کلونو پوري دغه
حماسه بشپړه شوه او د چين د
تبت په سيمه کي مروجه شوه .
په دي کيسه کي ويل شوي چه ډير
پخوا د تبت په سيمه کي طبيعي
مصيبتونه پيښيدل او شيطانانو
ظالمانه رفتار کاوه چه په
نتيجه کي خلک د ژوند کندي ته
ولويدل . د ګوان يين بودا
خلکو ته د نجات ورکولو
دپاره ګسار د تبتيانو د پاچا
په توګه تبت ته وروليږه . ددي
دپاره چه شيطانانو ته د ماتې
ورکولو ، د خلکو سره د مرسته
کولو او خلکو ته د نيکمرغۍ
ورکولو سترې دندې تر سره شي ،
په حماسه کي ګسار داسي قهرمان
توصيف شوی چه د ځانګړي خاصيت
او بااستعداده لياقت خاوند
دی او نيم انسان او نيم رب
هم دی . ګسار د زيږيدو نه
وروسته له شيطانانو او
مصيبتونو سره مبارزې وکړې
.کله چه هغه پنځه کلن و ، د
مور سره د ژيړ سيند غاړې ته
انتقال شو او د دوولسو کالو
په عمر يي شاهي تخت لاس ته
راوړ او ورپسې يي په دنيا کي
ټولو شيطانانو ته د ماتې
ورکولو نه وروسته له مور سره
بيرته أسمان ته لاړ چه کيسه
يي هم تر دې ځايه پاي ته
ورسيده .
د ګسار کيسه د شلو مليونو چينايي هيروګليفونو په شمول پنځو
لکه بيتونه لري چه بيتونه يي د
نړۍ د نورو پنځو مشهورو حماسو د
مجموعې نه هم اوږده دي . د
ګسار په حماسه کي محتويات د ولسي
سندرو ، افسانو او قصو څخه عبارت
دي او په حماسه کي له سلو تنو نه
زيات ياد شوي قهرمانان او يا
ظالمان ، نارينه يا ښځې ، زاړه يا
ځوانان لکه ژوندي دي . دغه راز
په دي حماسه کي ډير تبتي اصطلاعات
او متلونه اوريدل کيږي . د چين
حکومت د يوه ارزښتناک کلتوري
ميراث په حيث د ګسار کيسې د
ټولولو ، ژباړولو او چاپولو په
برخو کي ډيره هڅه وکړه او تر اوسه
پوري د چين په څه دپاسه لسو عالي
مدرسو او سازمانونو کي ډير پوهان
ددې حماسې په څيړنو بوخت دي او
په دوه زره دوهم کال کي په چين کي
د دې حماسې د زريزي کال د يادونې
فعاليتونه اجرا شويدي .
|