د جنګل  حماسه
中国国际广播电台

      

جنګل يو يتيم  و او د دري کلني په وخت کي يي په جګړو پيل وکړ او د اوه کلنی په وخت کي مشهور قهرمان شو  چه دا د جنګل په حماسه کي اصلي موضوع ده . دغه حماسه تقريبأ  له پنځلسمې نه تر اوولسمي پيړۍ پوري  د ويلات  په مغولي قوم  کي رامنځته شوه چه دغه قوم  د اوسني شينګجانګ د ارتاي په سيمه کي ميشته و .

   په حماسه کي ويل شوي چه کله چه جنګل  دوه کلن و ، مور او پلار يي د ظالم مشر مغوس لخوا ووژل شول . د دښمن څخه د غچ اخيستلو دپاره جنګل  د اوه کلنی په وخت کي د باموبا په سيمه کي د خان  په توګه وګمارل شو او د پنځه ديرشو تنو جنرالانو او اتو زرو تنو عسکرو په مشرۍ د خپلې سيمې د دفاع دپاره له ظالم او تيري کوونکي مغوس سره جګړې وکړې او ماتي يي ور کړه چه په پاي کي يي داسي له نيکمرغۍ او أبادۍ څخه ډک هيواد جوړ کړ چه د خلکو عمر يي د تل دپاره د پنځه ويشت کلنی په شاوخوا کي ساتل کيږي او هوا يي په څلورو فصلونو کي د پسرلي په شان معتدله وي .  په حماسه کي ويل شوي چه په داسي أباد او سمسور هيواد کي غربت ، يتيم ، کونډه ، شخړه  او  ويره نه ليدل کيږي او هر ځاي د أرامتيا ، روغتيا او أبادۍ څخه ډک وي او ډير زيات ژوي او ګلان تر سترګو کيږي .

 په دي حماسه کي د نورو حماسو په شان د ارتايي په غرني سيمه کي ښکلي منظرې ، په لرغوني زمانه کي د ويلات قوم  د خلکو د ژوندچاپيريال او قومي خصوصيات ترسيم شوي او د مغولي قوم د خلکو ځانګړي خاصيت او احساسات څرګندشوي دي ، دغه راز په دي حماسه کي زيات شمير مغولي سندرې ، اصطلاعات ، متلونه ، امثال ، روحاني سرودونه او تبريکي خبرې  اوريدل کيږي  او په زياتو پاڼو کي يي هغه کيسه ويل شوي چه جنګل د نهه څلويښتو تنو نجونو د ازدواج  غوښتنې ردې کړې او په پاي کي يي د شپاړس کلنې شهزادګۍ اغشابودرا سره واده وکړ.

 د جنګل حماسه د چين د مغولي قوم  د کلاسيکو ادبياتو په برخه کي مشهور اثر دی او د چين د حکومت لخوا د ساتل شويو کلتوري پروګرامونو څخه عبارته ده .