中国国际广播电台
د ګسار او جنګل په شان د
مانيس حماسه هم ډيره مشهوره
ده ، خو د ګسار او جنګل د
حماسو سره دا توپير لري چه په
دي حماسه کي قهرمانان د يوې
کورنۍ له اتو نسلونو څخه
راغلي دي . د مانيس حماسه د
قرغيز په قوم پوري اړه لري
چه دغه لرغوني قوم د چين د
ملي اقليتونو څخه شميرل کيږي
او د چين د شمال لويديځې برخې
د شينګجيانګ د ويغوري قوم په
خودمختاره سيمه کي ميشته دی .
مانيس لومړي په نهمه يا لسمه
پيړۍ کي رامنځته شو او د
خپريدو په بهير کي د قرغيزي
سندره غاړو د نسل په نسل
خلاقيت له امله داسي ادبي اثر
وګرزيدچه قوي قومي خصوصيات
لري .
مانيس د قرغيز د قوم په افسانه
کي يو مشهور مشر او قهرمان و او
د قوت ، تورياليتوب او پوهې نښه
هم ګڼل کيږي ، په دي حماسه کي هغه
کيسه ترسيمه شويده چه د مانيس
کورنۍ د بهرنيو قومونو د تالا او
ستم سره په مبارزو کي د خپل قوم
د خلکو لارښوونه وکړه او په پاي
کي يي أزادي او نيکمرغي لاس ته
راوړه .نوموړي حماسه له اتو برخو
څخه عبارته ده او د هرې برخې
نوم په دي برخه کي د يوه
قهرمان په نامه ياديږي چه د
دوو مليونو کلمو په شمول سل زره
بيتونه لري .
په دي حماسه کي پرته د مانيس او
دده د کورني غړو نه نور سل تنه
شخصيتونه هم ليدل کيږي چه له دوي
څخه د مانيس ملاتړ کوونکي سپين
ږيريان او نژدي دوستان شته او
ظالم پاچا ، بي شرمه خاينان او
وحشي شيطانان هم شته . برسيره
پردي په دي حماسه کي په شلګونو
لويې جګړې او استعمال شوي زيات
ډوله وسلې او أسونه هم ترسيم
شويدي .
يوسف مامايي چه اوس تقريبأ پنځه
اتيا کلن دی، په نونس سوه څلويښتم
کال کي په مسلسلو اوو شپو کي د
مانيس حماسې ټولې کيسې وکړې چه
په دي وجه هغه ډير شهرت موندلی دی
. له نولس سوه څلور اتيايم کال نه
تر نولس سوه پنځه نويم کال پوري
يي د مانيس حماسې اتلس جلده چاپ
کړل . اوس د مانيس حماسه د چين په
ملي ژبه په انګريزې ، فرانسوي ،
جرمني او جاپاني ژبو ترجمه او
چاپه شوې ده ، نو يوسف مامايي هم
ادبي جايزه اخيستې ده . دغه راز
له دي امله چه د مانيس حـماسه د
چينې او خارجي ادبياتو په تاريخ
کي ډير شهرت موندلی دی ، نولس
سوه پنځه نوي کال د م م لخوا د
مانيس د بين المللي کال په نامه
وټاکل شو .
|