د( شوی) په نامه  سړی د ونود بوټو د ټکولو له لاری  اور اخلی

中国国际广播电台


      
د چين په افسانو او رواياتو کښی زيات شمير قهرمانان  په خپلی  هوښيارۍ ، ميړانی  او ټينګی ارادی سره د خلکو دپاره نيکمرغه ژوند برابروی  او د ( شوی ) په نامه يو سړی د دغو قهرمانانو څخه شميرل کيږی ٠

په لری  لرغونی زمانه کښی چه تمدن نه ؤ ، انسانان پراور باندی هيڅ  نه پوهيدل   او هم په دی خبر  نه ؤ چه څنګه له اور څخه  استفاده وکړی ٠  کله چه شپه راغله ، په هر ځای کښی توره تياره وه اود وحشی حيواناتو غږونه او اوازونه  له هری خوا نه وار په واره راپوته کيدل او انسانان به د دغو اوازونو په اوريدو سره ډير ورخطا کيدل  ٠ څرنګه چه په هغه زمانه کښی اور نه ؤ ، نو انسانانو اومه خوراکونه خوړل  ٠نو له دی امله  دوی  په ډول ډول ناروغيو اخته کيدل او عمر يی هم ډير لنډ ؤ ٠

په أسمان کښی يو لوی رب النوع  و چه ( فو سی ) نوميده ٠ هغه وليدل چه په دنيا کښی د انسانانو  ژوند ډير مشکل دی  ،  نو زړه يی ډير تنګ شو ٠ هغه فکر وکړ چه بايد انسانان پوه کړی چه له اور څخه ښه استفاده وکړی  ٠ نو رب النوع  ( فوسی ) د يوه غره په  ځنګلی سيمه کښی د تالندی باران واوراوه  ٠ د يوه قوی اواز په اوريدوسره  د تالندی بريښنا پر ونو ولګيده او ونی سمدستی وسوځيدلی ٠   ور پسی د ځنګلونو په منځ کښی سخت  اور راپورته شو ٠ انسانان د تندری بريښنا او قوی اور په ليدو سره  په سخته ويره کښی ولويئدل او ها خوا دی هوا يی منډی وهلی ٠ لږ وخت وروسته باران ودريد اود شپی تورتم رامنځ  شو ٠ د باران نه وروسته هوا  لا زياته يخه  وه ٠ تيت او پرک شوی انسانان بيا راغونډ شول ٠ دوی په وارخطايی سره  د اور لګيدلی ونی وليدلی ٠ په دی وخت کښی يو زلمی دا کشفه کړه چه  د وحشی حيواناتو اوازونه ورک شول  ٠ نو فکر يی وکړ چه ايا وحشی حيوانات له دی ځليدلی شی څخه ويريږی ؟ نو هغه په جرات سره د اور اړخ ته نژدی شو او داسی احساس يی وکړ چه وجود می ګرم شو ٠  نو هغه په خوشحالۍ سره نورو ته ناری ووهلی چه راځۍ ! له اور څخه مه ويريږۍ ! هغه مونږ ته رڼا او ګرمی رارسولی ده ٠  ورسره جوخت د هغو حيواناتو څخه چه په اور کښی مړه شوی  د انسانانو پوزو ته خوشبويی  ورسيده ٠ نو انسانان د اور په اړخ راغونډ شول او په خوشحالۍ سره يی د دغو حيوانانو غوښی  وخوړلی ځکه چه پخوا دوی هيڅکله داسی خوندوری غوښی نه وی خوړلی ٠ په دی توګه انسانان د اور په ارزښت ښه پوه شول ٠ نو  د ونی بوټی يی چه  اور ور باندی لګيدلی  هره ورځ   په نوبت سره  ښه ساته   ٠ خو يوه ورځ  د بی پروايی له امله اور مړ شو ٠ نو انسانان بيا په تورتم او يخنی کښی ولويئدل ٠ ددوی زړونه ډير تنګ  او  سخت خوږيدل  ٠

لوی رب النوع ( فوسی ) چه له اسمان څخه د دنيا دغه غمجن حالت وليد نو د هغه زلمی په خوب کښی يی چه تر نورو نه مخکښی  اور  کشف کړی ؤ ،  ځان ښکاره کړ او ور ته يی وويل چه په لری لويديځ کښی د ( شوی مين ) په نامه يو دولت شته چه د اور تخم يی ساتلی دی ٠ ته کولای شی چه له هغه ځای نه د اور تخم بيرته رايووړی  ٠ زلمی له خوبه  راويښ شو  او د رب النوع  خبری يی په ياد شوی  ٠  نو عزم يی وکړ چه له دی هيواد څخه د اور تخم واخلی  ٠

دغه زلمی د جګو غرونو  د طی کولو ، د سيندونو په پوری وتلو او د ځنګلونو په تيريدو  او د زياتو زحمتونو په ګاللو سره بالاخره د( شوی مين ) دولت ته ورسيد٠ خو هلته لمر نه ليدل کيږی او د شپی  ورځی    تميز نه شته  ٠ په هرځای کښی توره تياره ده او اور هم نه پيدا کيږی ٠ نو دغه زلمی په ډير مايوسانه زړه  د( شوی مو) په نامه تر يوی ونی لاندی کښيناست ٠ خو ناڅاپه  د سترګو په وړاندی يی د رڼا يوه لمبه وشوه چه د رڼا په يوه رپ کښی چاپيريال ښکاره شو ٠ نو زلمی سمدستی د رڼا منبع  ولټوله  ٠ هغه وليدل چه په دی ونی باندی  څو لوی مرغان په خپلو کلکو او لنډو مښوکو  چينجی خوری او کله چه مښوکه يی د ونی د څانګی ټکر وواهه ، د اور لمبه  راپورته کيږی ٠ نو دغه زلمی سمدستی  ددی ونی څو بوټی راواخستل  او دغه بوټی  يی د ونی سره  په ټکر ووهل ٠  هغه وار په واره ازموينی وکړی   او بالاخره يی اور په بوټو ولګيده   او هغه ددی صحنی په ليدو سره يی  خوشحالی اوښکی  له خپلو سترګو نه بهيدی  ٠

دغه زلمی  بيرته خپل اجدادی کورته راورسيد او د خلکو دپاره يی د اور د لګيدو طريقه يی  راوړه ٠ په دی توګه انسانان د يخنی او ويری څخه پوره خلاص شول ٠ انسانان ددی زلمی د جراُت او هوښيارۍ څخه ډير متاُثر شول او  او دغه زلمی يی دخپل مشر په حيث ومانه او ور ته يی د ( شوی ) سړی نوم ورکړ چه د اور اخستونکی سړی معنی لری ٠