ښاپيری ( نيو نوا ) انسان جوړوی

中国国际广播电台


      

وروسته تر هغه  چه  لوی قهرمان (  پان ګو ) اُسمان او مځکه جلا کړه ،  ښاپيرۍ ( نيو وا ) چه د انسان وجود او د ښامار لکۍ درلوده ،  د اُسمان او مځکی تر منځ ها خوا دی خوا سيل وکړ  ٠ په هغه وخت کښی که څه هم په مځکه کښی غرونه ، سيندونه ، ونی او واښه پيدا شوی او مرغان ، حيوانات ، چينجی او کبان هم ليدل شوی ؤ ، خو فضا يی  بيا هم  خورا له سوکالۍ نه ډکه  او مرګانه احساس کيده  ٠ ځکه چه په مځکه کښی انسان نه ؤ ٠  يوه ورځ  ښاپيرۍ ( نيو وا ) په څړ ځای کښی چکر وواهه ٠ خو په چاپيريال کښی يی چوپ چوپتيا وه ٠ نو  زړه يی ډير تنګ و ٠  هغی فکر  وکړ چه بايد د اُسمان او مځکی ترمنځ د حيات نه  ډک شيان جوړ کړم ٠

ښاپيرۍ ( نيو وا) د ژيړ سيند په غاړو د خپلی لکۍ په وسيله  ښويېده  او کله چه سر يی ټيټيده ، د سيند له اوبو څخه رامنعکس شوی خپله  ښکلی څيره  وليده ٠ هغه ډيره خوشحاله شوه ٠ نو تصميم يی ونيوه چه  د سيند له تل څخه  خټی راواخلی او په دغو خټو يی د خپلی څيری په شان خاورين انسان جوړکړی ٠ لږ وروسته ( نيو وا ) زيات خاورين انسانان جوړ کړل ٠ هغی د هر خاورين انسان دپاره د لکۍ په ځای  ٢ پښی  جوړی کړی  او بيا وروسته  يی  پر دغو خاورينو انسانانو باندی  ساه ووهله  او په دی توګه خاورين انسانان ژوندی شول چه په خپلو پښو ګرځی او خبری کوی ٠ دغه ښاپيرۍ پر ځينو انسانانو باندی  د نر توريالی روح واچاوه او پر ځينو يی د ښځو نرم روح واچاوه او په دی توګه دغه انسانان په نارينه و او ښځو بدل  شول ٠

( نيو وا ) وغوښتل چه په ټوله ارته مځکه کښی انسانان جوړ کړی ٠ خو هغه زياته ستړی شوه ٠ نو يوه چابکه طريقه  يی غوره کړه چه د يوی  رسۍ په وسيله د سيند له تل نه خټی راپورته کړی او  خټی يی پر مځکی  وشيندلی  او د خټو هر څاڅکی به په يوه  انسان بدل شو ٠ او په دی توګه ( نيو وا)  په ګرده مځکه کښی انسانيت جوړ کړ ٠

په لويه مځکه کښی انسانيت پيدا شو ٠ خو ( نيو وا ) بيا فکر وکړ چه انسانان به څنګه د تل دپاره ژوندی پاتی شی ؟  نو هغی  نارينه و او ښځو ته د وارثانو د جوړولو په باب معلومات ورکړل ٠ نو  انسانيت په همدی توګه  نسل په نسل ساتل شوی او شمير يی مخ په زياتيدو شوی دی  ٠