د زلمی ( نيو لانګ ) او ښاپيرۍ ( جه نيو ) په باب کيسه

中国国际广播电台


      

زلمی ( نيو لانګ ) يو غريب او خوشحاله  هلک  و ٠ او يوه زاړه  غوايی  او يوی قلبی به ورسره ملګرتيا کوله  ٠ ( نيو لانګ ) به هره ورځ په بهر کښی بزګری کوله او په کور کښی به يی پخپله ډوډۍ پخوله او کالی به يی مينځل او  ژونديی ډير ساده او غريب و ٠ خو يوه ورځ عجيبه پيښه رامنځ ته شوه ٠

( نيو لانګ ) چه د بزګری کارونو نه وروسته له بهر نه کور ته بيرته داخل شو ويی ليدل چه کور يی پاک شوی او کالی يی ښه مينځل شوی او ټول شيان يی ځای پر ځای شوی دی  ٠ علاوه په دی پر ميز باندی يی تودی او خوندوری ډوډۍ هم برابری شوی ٠ ( نيو لانګ ) ډير حيران شو چه دا څرنګه پيښه ده  ٠ ايا ښاپيرۍ له اُسمان څخه دنيا ته راغلی ده ؟  خو هغه هيڅ  ځواب  ترلاسه  نه کړ ٠

وروسته په مسلسلو څو ورځو کښی هم دغه عجيبه منظره د ( نيو لانګ ) تر سترګو شوه ٠ ( نيو لانګ ) تصميم ونيوه چه  دغه معما  حتماُ خلاصه کړی ٠ نو د يوی ورځی په سهار ( نيو لانګ ) د پخوا په شان د بزګری دپاره له کوره ووت ٠ خو له نيمی لاری  هغه بيرته کور ته راوګرځيد او په نژدی ځای کښی يی ځان  پټ کړ ٠ يوه شيبه وروسته يوه ښکلی نجلۍ د ( نيو لانګ ) کور ته ننوتله او په کور کښی يی په کارونو پيل وکړ ٠ ( نيو لانګ ) چه دغه حالت وليد ، سمدستی يی ځان ښکاره کړ او ور څخه يی پوښتنه وکړه چه ته ولی زما سره مرسته کوی ؟  نجلۍ په سور مخ  ور ته ځواب ورکړ چه زما نوم ( جه نيو ) دی ٠ ما هره ورځ وليدل چه ته ډير زحمت ګالی ٠ نو غواړم چه درسره مرسته وکړم ٠ ( نيو لانګ ) ډير خوشحاله شو٠ نو په جراُت سره يی ور څخه پوښتنه وکړه چه ته موافقه لری چه  له ما سره واده وکړی ؟ مونږ به يو ځای کار او   ژوند وکړو ٠( جه نيو ) مثبټ ځواب ورکړ  ٠ د واده  نه وروسته  به ( نيو لانګ ) هره ورځ په پټۍ کښی بزګری کوله او ( جه نيو ) به په په کور کښی ټوکران اوبدل او کورنی کارونه به يی ترسره کول  او په دی توګه يی  ژوند  ډير نيکمرغه و ٠

څو کاله تير شول او دوی دواړو يو زوی او يوه لور پيدا کړه  او دواړه ماشومان ور باندی ډير ګران ؤ ٠ يوه ورځ ناڅاپه په اُسمان کښی توری وريځی راتلی  او طوفانی باد لګيده ٠ ٢ اسمانی جنرالان د ( نيو لانګ ) کور ته ورسيدل او ( نيو لانګ ) ته يی وويل چه ( جه نيو) د اُسمانی امپراطور لمسۍ ده او څو کاله مخکښی ورکه شوی ده  نو اُسمانی امپراطور تر اوسه لا هم د هغی په پلټنه کښی دی ٠  دغو ٢ جنرالانو په زور سره ( جه نيو) اُسمان ته بيرته وتښتوله  ٠

( نيو لانګ ) چه په غيږ کښی يی ٢ ماشومان ټينګ نيولی ؤ  په ډيره خواشينی  شو ٠ هغه ټينګه اراده وکړه چه له اُسمان څخه خپله ميرمن بيرته کور ته راوړی ٠ خو يوه پوښتنه دا وه چه هغه څنګه اُسمان ته لاړشی ؟

په دی وخت کښی زاړه غوايی  ور ته وويل چه ته بايد لومړی ما ووژنی او زما پوستکی پرخپل وجود کړی  نو اًسمان ته تللی شی ٠ ( نيو لانګ ) و نه غوښتل چه غوايی ووژنی ٠ خو څرنګه چه ( نيو لانګ ) بله لاره پيدا نه کړه ،  نو مجبوراُ يی  د زاړه غوايی   خبری  په عمل بدلی کړی ٠

( نيو لانګ ) کله چه د زاړه غوايی  پوستکی يی پر بدن کړ ، د ٢ ماشومانو په وړلو سره اُسمانی ماڼۍ ته ورسيد ٠ خو په اُسمانی ماڼۍ کښی هيچا ور ته په سمه سترګه نه کتل او اُسمانی امپراطور هم د ( نيو لانګ ) هغه غوښتنه رده کړه چه له ( جه نيو ) سره وګوری ٠

د ( نيو لانګ ) او ٢ ماشومانو د وار په واره غوښتنی په مقابل کښی اًسمانی امپراطور موافقه وکړه چه ددوی د کورنی دپاره يوه لنډه کتنه برابره شی ٠( جه نيو ) چه خپل ميړه او ماشومان يی وليدل ، سخته په ژړا شوه  ٠ وخت  ژر ژر تير شو او د اُسمانی امپراطور په امر ( جه نيو ) بيا له دوی سره جلا شوه ٠ ( نيو لانګ ) له خپلو ماشومانو سره د ( جه نيو) پسی منډی ووهلی ، دوی  څو واره پر لاری پريووتل  او کله چه زلمی( نيو لانګ ) ښاپيری ( جه نيو ) ته نژدی شو ٠ اًسمانی ملکی د يوی طلايی ستنی په وسيله  ددوی ترمنځ  يوه کرښه جوړه کړه او دغه کرښه په يوه نقره يی څپاند سيند بدل شو ٠  ( نيو لانګ ) او ( جه نيو )  مجبوراُ ددی سيند په دواړو غاړو جلا شول  او  يوازنی اجازه يی ترلاسه کړه  چه د چينی جنترۍ له مخی د هر کال د اومی مياشتی په ٧ مه ورځ  دوی  مخامخ کتنه وکړی  ٠  په هغه ورځ  زرګونو زرګونو مرغانو د څپاند سيند دپاسه يو لوی پل جوړکړ څو چه ( نيو لانګ ) او ( جه نيو ) او ماشومان  سره  له نژدی نه مخامخه  کتنه وکړی ٠