( هوانګ دی ) پر( څه يو ) باندی غلبه وموندله

中国国际广播电台


      

څو زره کاله مخکښی د چين د ژيړ سيند او يانګځی سيند په سواحلو کښی د زيات شمير قبايل اوسيدل ٠  ( هوانګ دی ) د ژيړ سيند په غاړو کښی د يوی غښتلی قبيلی مشر ؤ ٠او په دی سيمه کښی  د يوی بلی مشهوری قبيلی مشر ( ايان دی ) نوميده ٠ ( هوانګ دی ) او ( يان دی ) دواړه وروڼه ؤ ٠ د يانګځی سيند په غاړو کښی  د ( جيو لی ) په نامه يوه قبيله وه چه مشر يی ( څه يو ) نوميده او په جګړه کښی ډير سرتير توريالی  ؤ ٠

( څه يو ) ٨١ تنه وروڼه درلودل  چه  هر يو يی د حيوان وجود او د انسان  بڼه لرله  ٠  ددوی مسی سرونو  او اوسپنيزو مټو  بی حده قوتونه درلودل ٠ دوی د تورو ، غشيو او لينديوپه شمول د ډول ډول جنګی وسايلو په جوړولو ډير تکړه ؤ ٠ او  د( څه يو ) په مشرۍ  دغه غښتلی قبيلی هميشه  پر نورو قبايلو باندی تيری کاوه  ٠

يو وار( څه يو ) د ( ايان دی ) سيمه ونيوله ٠ ( ايان دی ) خپل عسکر راسمبال کړل او له ( څه يو )  سره يی بالمثله مقابله وکړه خو په جګړه کښی ( ايان دی ) سخته ماتی وخوړله ٠ ( ايان دی ) چه د ( څه يو ) له خوا وشړل شو ، مجبوراُ د ( هوانګ دی ) سيمی ( ځو لو) ته وتښتيد  او له ( هوانګ دی ) څخه يی مرسته وغوښتله ٠ ( هوانګ دی ) لا پخوا دا نيت درلود چه ( څه يو ) او دده قبيله ويجاړه کړی ٠ نو هغه د نورو قبايلو له مشرانو سره يوه اتحاديه جوړه کړه او د(  ځولو ) په ارته مځکه کښی يی له ( څه يو ) سره د ژوند او مرګ سخته جګړه وکړه ٠  دغه جګړه په تاريخ کښی د ( ځولو ) لويه جګړه بلل کيده ٠

د جګړی په پيل  کښی ( څه يو ) په  خپلو  غوره او مترقی وسايلو او طاقتورو عسکرو وار په واره بری وموند ٠ وروسته ( هوانګ دی ) د ښامار او نورو عجيبو وحشی حيواناتو په مرسته پر( څه يو ) باندی سخت بريدونه وکړل ٠ که څه هم د ( څه يو ) پوځيان غښتلی ؤ ، خو د ( هوانګ دی ) د نظامی قواوو  او  صحرايی حيواناتو د ګډو  قوی  بريدونو مخنيوی يی ونه شوکړی  ، نو( څه يو ) خپل جنګی طاقت  له لاسه ورکړ او پوځيان يی هم تيت او پرک شول ٠

د ( هوانګ دی ) په امر عسکرو  يی  د ( څه يو ) د مغلوب شويو عسکرو پسی منډی ووهلی ٠ ترڅو ( څه يو ) او دده عسکر ټول له منځه وايستل شی  ٠ ناڅاپه په اُسمان کښی توره تياره شوه  ٠ طوفانی باد ولګيده او قوی تندر له بريښنا سره پر ارتی  مځکی باندی وچليده او سخت باران هم واوريده ٠ د ( هوانګ دی ) پوځيانو په دی سخته او خرابه فضا کښی خپل دښمنان  ورک کړل ٠ اصلاُ د باد ، باران او تندر ارباب النوعو د ( څه يو ) په غوښتنه هم په دی جګړه کښی ګډون  کړی ؤ  ٠ او ( هوانګ دی ) هم له اُسمان څخه د وچکالی رب النوع  راوغوښت  څو چه د ( څه يو )سره د مرسته کوونکو ارباب النوعو سره مقابله وکړی ٠  د سترګو په يوه رپ کښی باد او باران ودريدل  او  اُسمان بيا شين شو ٠

 ( څه يو ) بيا په خپل طلسم او جادو  سخته لړه پر مځکی وشيندله ٠ نو د ( هوانګ دی ) عسکر لاره و نه پيژندله ٠ په دی حالت کښی  ( هوانګ دی ) د اُسمان د هغو ځلاندو ستورو په مرسته  چه تل شمالی خوا ښيی ، د قطبنما يوه ګاډی  جوړه کړه او له دی امله  خپل  عسکر يی له سختو لړو څخه خلاص کړ ٠

د زياتو سختو او شديدو جګړو نه وروسته ( هوانګ دی ) په وار سره د ( څه يو ) ٨١ تنه وروڼه ووژل  او په پای کښی يی ( څه يو ) په ژوندی توګه ونيوه ٠( هوانګ دی ) امر وکړ چه ( څه يو ) په ځينځيرونو وتړی او هغه ووژنی ٠ څرنګه چه ( هوانګ دی ) په دی ويره کښی ؤ چه ( څه يو ) به  د مړينی نه وروسته بيا جادو وکړی ، نو د ( څه يو ) سر او وجود يی په جلاجلا توګه په دوو لری ځايونو کښی ښخ کړل ٠ او هغه ځينځيرونه  چه ( څه يو ) يی تړلی ؤ په څړ غره کښی وغورځول شول ٠ خو دغه ځينځيرونه په ځنګل بدل شول چه پاڼی يی تکی سری ښکاريدی ٠ د خلکو په عقيده دغه سری پاڼی  د( څه يو ) وينی دی ٠  

د ( څه يو ) د مړينی نه وروسته دده توريالی څيره د پيری په شان لا هم د خلکو د ويريدو وړ وه ٠ ( هوانګ دی ) پر خپل جنګی بيرغ  باندی د( څه يو ) تصوير جوړ کړ  څو چه دخپلو عسکرو جنګی مورال راپورته کړی  او دښمنان  وويروی ٠ وروسته ( هوانګ دی ) د زيات شمير قبايلو ملاتړی ترلاسه کړه او د ټولو قبايلو د مشر په حيث  ټاکل شوی ؤ ٠

( هوانګ دی ) ډول ډول استعدادونه  درلودل او زيات اختراعات يی رامنځ ته  کړی ؤ  مثلاُ د ماڼۍ ، ګاډی  ، بيړۍ  او رنګه کالی د جوړولو په شمول داسی نور ډول ډول مهارتونه يی درلودل  ٠ د ( هوانګ دی ) ميرمن ( لو ځو ) هم يوه اختراع کوونکی ښځه وه  ٠ پخوا  د وريښمو چينجی وحشی وی ٠ او انسانان دوريښمو د  چينجيو په اهميت باندی هيڅ نه پوهيدل ٠ ( لوځو ) خلک پوه کړل چه څنګه د وريښمو چينجی وروزی ،  له دغو چينجيو څخه د وريښمو تارونه ترلاسه کړی  او د وريښمو ټوکران يی ور څخه  جوړ کړی ٠  له دی نه وروسته  چين د اورښمو تمدن ترلاسه کړ ٠ علاوه په دی ( هوانګ دی ) د انسانانو پر وجود باندی د باران د مخنيوی دپاره د چترۍ په شکل يوه ودانی جوړه کړه او ( لوځو ) ددی ودانی په شکل لاسی  چترۍ  جوړه  کړه  ٠

د چين په لرغونو رواياتو کښی ( هوانګ دی ) يو ډير د احترام وړ لوي شخصيت ؤ ٠  د چينايانو په عقيده ( هوانګ دی ) د چينی ملت مؤسس ؤ ٠ دوی  خپل ځانونه  د ( هوانګ دی )  وارثان  بولی ٠ څرنګه چه ( هوانګ دی ) او ( ايان دی ) دواړه وروڼه ؤ ، نو چينايان  هم خپل ځانونه د ( ايان ) ( هوانګ )  په اولادونو پوری تړلی ګڼی٠ دوی  د خپلو ګډو اسلافو د يادونی دپاره د چين  د ( شان سی ) ولايت د ( هوانګ لينګ ) ولسوالۍ  په شمالی غرنی سيمه کښی د ( هوانګ دی ) مقبره جوړه کړه او د هر کال په پسرلی  کښی د چينايانو استازی  د نړۍ له بيلا بيلو سيمو نه دی ځای ته راغونډيږی او دغه ستر سلف ته چه چينی ملت يی جوړ کړی  دی  خپل د احترام مراتب څرګندوی  ٠