( هاو ايی )  لمرونه  د غشيو په ويشتلو راکوزکړل

中国国际广播电台


      

په لری لرغونی زمانه کښی په اسمان کښی ١٠ لمرونه  ؤ او  سختی وړانګی يی  پر مځکی باندی شيندلی کيدی او له دی امله  مځکی وچی  او کښتونه يی مړاوی شوی ؤ ٠ انسانان چه د سختی ګرمی له امله يی سم تنفس نه کاوه ،  پر مځکی باندی په بی هوښه پريووتل ٠ او شيطان ، بلاوی او پيريان به له وچو شويو جهيلونو او مړاوو ځنګلونو څخه بهر ته  تښتيدل او انسانان به يی  خوړل ٠

کله چه اسمانی امپراطور د انسانانو په دی لوی مصيبت خبر شو ، نو رب النوع ( هاو ايی ) چه د غشی په ويشتلو ډير تکړه ؤ ، دنيا ته واستاوه ٠ څو چه  انسانان له دی لوی اُفت څخه وژغوری ٠ ( هاو ايی ) د سور رنګ ليندی او د يوی کڅوړی سپينو غشيو په وړلوسره او د خپلی ښکلی ميرمنی ( چانګ عه )  په ملګرتيا دنيا ته ورسيد٠

هغه لومړی دغو لسو لمرونو ته وويل  چه تاسی بايد په نوبت سره هره ورځ  يو لمر راوخيژی  څو چه  مځکی ته مناسبه ګرمی ورکړی او انسانانو ته رڼا برابره کړی ٠ خو دغو لسو لمرونو د ( هاو ايی ) خبری ونه منلی ٠ نو ( هاو ايی ) ډير په غصی شو ٠ هغه له اوږو نه سره لينده او سپين غشی واخستل او مغرورو لمرونو ته يی د غشی په ويشتلو  پيل وکړ ٠ لږ وخت وروسته د لسو لمرونو څخه نهه لمرونه  مځکی ته راکوز شول ٠ او په اسمان کښی يوازی يو لمر پاتی شو ٠ نو له دی برکته انسانان له دی لوی مصيبت څخه خلاص شول او ارام او نيکمرغه  ژوند يی بيا ترلاسه کړ٠  دوی د ( هاو ايی ) څخه ډيره مننه وکړه ٠

د ( هاو ايی ) کارنامی د نورو ارباب النوعو د سخت حسادت سبب شو ٠ دوی وار په واره د اسمانی امپراطور په وړاندی پر قهرمان ( هاو ايی ) باندی تور ولګاوه ٠ له دی امله اسمانی امپراطور هم د ( هاو ايی ) څخه  خوښ نه شو ٠  په پای کښی اسمانی امپراطور ( هاو ايی ) ته  سزا ورکړه  چه له خپلی  ميرمنی ( چانګ عه ) سره   د تل دپاره په دنيا کښی پاتی شی ٠دغه قهرمان  ( هاو ايی ) او دده ميرمنی ( چانګ عه ) چه نا معقوله سزا يی وګالله  ، مجبوراُ په دنيا کښی د حيواناتو په ښکارولو  ساده ژوند تيراوه ٠

 وخت کال په کال تير شو ٠ او ( هاو ايی ) په دی ټينګار و چه ( چانګ عه ) دده په وجه تريخ ژوند ترلاسه کړی ؤ ،  نو زړه يی ډير تنګ ؤ ٠ يوه ورځ  هغه په دی خبر و چه د ( کوين لوين )د غره  ملکه  يو ډول دوا  لری چه انسان به د دی دوا دخوړلو نه وروسته  دا طاقت ترلاسه کړی چه اسمان ته ولاړ شی ٠  نو هغه د غرونو په طی کولو او سيندونو په پوری وتلو سره بالاخره د ( کوين لوين ) غره ته ورسيد ٠ خو متاُسفانه دوا يی يوازی د يو کس دپاره ده  ٠ څرنګه چه ( هاو ايی ) نه غواړی چه هغه پخپله اسمانه ته راخيژی او ميرمن يی په دنيا کښی پاتی کړی او يا ميرمن يی اسمان ته پورته کړی او خپل ځان يی په دنيا کښی پاتی کړی ٠  نو هغه دوا کور ته  يووړه  او په کور کښی يی پټه کړه ٠

خو ميرمنی  ( چانګ عه ) د دنيا  تريخ او ساده ژوند نه شی زغملی ٠  يوه ورځ  چه ( هاو ايی ) له کوره ووت  ،   دوا يی پيدا کړه او ويی خوړله ٠ ( چانګ عه ) چه دوا يی وخوړله  ، بدن يی وروورو پورته شو او د اسمان خوا ته والوتله ٠ په پای کښی ( چانګ عه ) سپوږمۍ ته ورسيده او په يخه ماڼۍ کښی پاتی شوه ٠ کله چه ( هاو اي ) خبر شو چه ميرمن يی له دنيا څخه سپوږمۍ ته تللی ده ، هيڅ چاره يی نه درلوده ٠ نو زړه يی سخته خوږيده ٠ او  مجبوراُ يی له خپلی ميرمنی  سره خداي په امانی وکړه ٠ ( هاو ايی )  په دنيا کښی يوازی پاتی شو ٠ هغه لا هم د ښکارولو ژوند تيراوه ٠ بيا وروسته هغه د غشی د ويشتلو د مهارت د ور زده کړی دپاره يو شمير  شاګردان  ومنل  ٠ يو شاګرد چه ( فونګ مونګ ) نوميده ، په زده کړه کښی يی ډير بريالی وموند  ٠ هغه  دا انديښنه پيدا کړه  چه که  ( هاو ايی ) تل ژوندی وی ، نو هغه به د عشی ويشتلو په هکله لومړی مقام و نه شی ترلاسه کړی ٠  يوه ورځ  ( هاو ايی ) زيات شراب وڅښل ٠او پر ميز باندی په مستی سره ويده ؤ ٠   ( فونګ مونګ ) ددی فرصت څخه په استفادی سره  پر(  هاو ايی )  غشی ولګيده  ٠ او ( هاو ايی ) يی وواژه ٠

د قهرمان ( هاو ايی ) ميرمن ( چانګ عا ) که څه هم سپوږمی ته رسيدلی ده ، خو يوازی يو سويی او يو سپين ږيری ورسره ملګری ؤ ٠ نو هميشه يی  خپل ميړه  او په دنيا کښی  د نورو دوستانو سره د ګډ ژوند په باب  پخوانی خوږی خاطری را يادی کړی  ٠ او  د سپوږمۍ په يخه ماڼی کښی يی د يوازيتوب تريخ ژوند تيراوه  ٠