中国国际广播电台
د چين د دهقانی جنترۍ له مخی
هر کال د ٨ می مياشتی ١٥ م تاريخ د سپوږمی جشن دی ٠ او دغه جشن ،
پسرلنی اختر او د د وريژو
جشن چه د ٥ می مياشتی د ٥ می
ورځی سره مصادفه ده ، د
لرغونی زمانی نه راهيسی د
چينی ملت دپاره ترټولو نه ٣
مهم عنعنوی خصوصيت لرونکی
جشنونه بلل کيږی ٠ د سپوږمۍ
په جشن کښی د کورنی غړی به
راغوډيږی ، او د سپوږزمی په
رڼا کښی په ګډه سره خواږه
خوراکونه او ميوی خوری ٠ ددی
جشن په باب يوه افسانه ده چه
نوم يی دی ، ښاپيرۍ (جانګ عه
) سپوږمۍ ته الوزی ٠
( جانګ عه ) د سپوږمۍ ښاپيرۍ وه او ميړه يی يو توريالی
جنګيالی سرتيری بلل کيده چه د
غشی په ويشتلو کښی ډير تکړه ؤ ٠
په لری لرغونی زمانه کښی په دنيا
کښی زيات شمير وحشی حيوانات پيدا
کيدل چه هميشه به يی انسانان
خوړل ٠ اسمانی امپراطور چه په دی
خبر شو ، نو ( هاو ايی ) ته يی
امر وکړ چه دنيا ته لاړشی او دغسی
وحشی حيوانات ووژنی ٠ نو ( هاو
ايی ) د خپلی ښکلی ميرمنی چانګ عه
سره دنيا ته ورسيد ٠ لږی مودی نه
وروسته ( هاو ايی ) زيات شمير
وحشی حيوانات چه انسانانو ته يی
سخت ضرر رسولی ؤ ، ووژل ٠ او کله
چه ( هاو ايی ) خپله دنده په ډاډ
سره پای ته ورسوله ، يوه ناڅاپه
پيښه رامنځ ته شوه ٠ په اسمان کښی
لس لمرونه راپيدا شول ٠ دغه لس
لمرونه ټول د اسمانی امپراطور
زامن ؤ ٠ دوی يوازی د لوبی
دپاره ؤ چه په اسمان کښ راټوليدل
او خپلی قوی پلوشی يی پر مځکی
باندی شيندلی ٠ د سختی ګرمی له
امله مځکی د وچکالی له امله
وچاوديدی ٠ په ځنګلونو او کښتونو
کښی اور بل شو ، سيندونه وچ شول
او زيات شمير خلک د ګرمی او
وچکالی له امله مړه شول ٠
دانسان د تباه کوونکی مصيبت په ليدو سره د ( هاو ايی ) زړه
وسوځيد ٠ نو لمرونو ته وويل چه
تاسی بايد په يو يو ډول او نوبت
سره په اسمان کښی خپله دنده عملی
کړی ٠ خو مغرور لمرونه دده خبری
هيڅ ونه منلی برعکس دوی مځکی ته
لا زيات نژدی کيدل او د سوځندی
هوا له امله د مځکی په زياتو
ځايونو کښی قوی اور بل شو ٠ (
هاو ايی ) د لمرونو د نيلی ځغاستی
په مقابل کښی زړه شين شو، نو په
قطعی توګه يی پر لمرونو باندی
غشی وويشت ٠ لمرونه يو په بل پسی
له اسمان نه مځکی ته راکوز شول ٠
په پای کښی هغه وروستنی لمر چه په
خپله سهوه پوه شو د ( هاو ايی
)له خوا يی وبخښل شو ٠ نو په دی
وجه دغه لمر يوازی په اسمان کښی
پاتی شو چه سهار به راپورته کيده
او ماښام به راکوزيده
څرنګه چه ( هاو ايی ) د انسانانو دپاره د ضرر رسونکی پيريانو
په توګه ٩ لمرونه مځکی ته راکوز
کړی ؤ ، نو انسانانو له دی برکته
خپل ارام او خوشحال ژوند بيا
ترلاسه کړی ؤ ٠ او دوی ( هاو
ايی ) خپل قهرمان وباله ٠
خو د ( هاو ايی ) د دغه عمل څخه اسمانی امپراطور سخت په قهر
شو ٠ نو ( هاو ايی ) او دده
ميرمنی ( چان عه ) ته امر وکړ چه
په دنيا کښی د تل دپاره پاتی شی
او بيرته اسمانی جنت ته لاړنه شی
٠ نو ( هاو ايی ) او ښاپيری (
چانګ عه ) له دی امله په دنيا کښی
پاتی شول او د انسانانو دپاره يی
زيات ګټور کارونه وکړل ٠ دده
ميرمن ( چانګ عه ) په دنيا کښی
دغه تريخ اوساده ژوند و نه شو
زغملی ، نو هره ورځ يی په چوپه
چوپتياکښی په کور پاتی وه ٠ يو
وخت ( هاو ايی ) په دی خبر شو چه
د( کوين لوين ) د غره رب النوع
ملکه يو ډول دوا لری چه انسان د
دی دوا د خوړلو نه وروسته به
اسمانی جنت ته ورسيږی ، نو هغه د
لری فاصلو په وهلوسره د دی غره
څوکی ته ورسيد او له ملکی څخه يی
د دوا په باب غوښتنه وکړه ٠ څرنګه
چه ملکه يوازی يوه دانه دوا
دراوده ٠ ( هاو ايی ) نه غوښتل
چه يوازی پخپله يی وخوری او
ميرمن يی په دنيا کښی پاتی شی او
هم نه غواړی چه ميرمن يی وخوری
او پخپله په دنيا کښی پاتې شی ٠
نو هغه دغه دوا کور ته يووړه او
په يو پټ ځای کښی يی وساتله ٠
خو دغه دوا د ( چانګ عه ) له خوا کشفه شوه ٠ که څه هم پر (
چانګ عه ) باندی ميړه يی ډير ګران
ؤ ، خو بيا هم دی ته ليواله وه
چه د اسمان په جنت کښی خوشحاله او
نيکمرغه ژوند ترلاسه کړی ٠ نو هغه
د ٨ می مياشتی په ١٥ مه شپه چه د
سپوږمۍ رڼا تر نورو وختونو نه
روښانه ښکاري ، په پټ ډول دغه
دوا وخوړله ٠ ( چانګ عه ) په دی
وجه سپوږمۍ ته والوتله او د
سپوږمۍ په يخه ماڼۍ کښی پاتی شوه
٠ کله چه ( هاو ايی ) په دی خبر
شو چه ميرمن يی ور څخه جلا شوی
ده زړه يی ډير تنګ او
په دنيا کښی يوازی پاتی شو او هغه بيا د انسانانو دپاره زيات
ګټور کارونه وکړل ٠ دده يو شاګرد
چه ( فونګ مونګ ) نوميده ، د غشی
ويشتلو په زده کړه کښی يی ډيره
وده وموندله ٠خو نوموړی شاګرد دا
شوم نيت پيدا کړ چه خپل استاز
ووژنی او له دی لاری به د خپل
استاز ځای ونيسی ٠ نو يوه ورځ (
فونګ مونګ ) په داسی حال کښی چه (
هاو ايی ) زيات شراب خښلی او
ويده شوی ؤ ، د خپل استاز پر شا
يی په غشی وويشت او ( هاو ايی )
په دی توګه د خپل شاګرد له خوا
ووژل شو ٠
( چانګ عه ) که څه هم د دنيا له سخت ژوند څخه لری شوی او
سپوږمۍ ته تللی ده ، خو هلته
يوازی يو سويی او يو سپين ږيری
ورسره ملګری ؤ ٠ نو هيڅ ډول
خوشحالی يی ترلاسه نه کړه ٠ او
هميشه يی خپل ميړه راياداوه ٠ په
تيره بيا د هر کال د ٨ می مياشتی
په ١٥ مه شپه چه د سپوږمی رڼا
ډيره روښانه ده او په هغه وخت کښی
هغه له خپل ميړه څخه جلا شوی وه
، نو له خپل ميړه سره د ګډ ژوند
په باب يی خوږی خاطری رايادولی ٠
|