( ګوين ) او ( يوو ) اوبه  تنظيموی
中国国际广播电台


       

په چين کښی دغه کيسه چه ( دا يوو ) اوبه تنظيموی  ډيره مشهوره ده ٠ د ( دايوو ) پلار چه ( ګوين ) نوميده ،  هم د خلکو د ګټودپاره يو زحمت کښ قهرمان بلل کيده ٠

په لری لرغونی زمانه کښی په دنياکښی سخت سيلابونه  وار په واره راپيښيدل او په دی مصيبتونو کښی مځکه  په سمندر بدله شوه ،  کښتونه په اوبو ډوبی شوی او پټۍ بی حاصله خيزه پاتی شوی ٠ او انسانان چه کورونه يی د سيلابونو له خوا ويجاړ او خوراکونه يی هم له لاسه ورکړی ؤ  په سختو کړاوونو کښی ولويئدل ٠  سره له دی دوی لا هم د وحشی حيواناتو له حملو سره مخامخ شول ٠ نو نفوس يی په سرعت سره کم شو ٠ په هغه وخت کښی پاچا ( ياو )  وزيران  خپل مخ ته راوغوښتل او ددغو خطر ناکو حالاتو د لری کولو پاره يی له دوی سره  مشوره وکړه ٠ په پای کښی يی  فيصله وکړه چه د سيلابونو د لری کولو او د خلکو د ژغورلو دپاره  وزير ( ګوين ) مصيبت ځپلو سيمو ته واستوی ٠

( ګوين ) چه دغه وظيفه يی په غاړه واخستله  ، د څپاندو اوبو په مخ زيات فکر وکړ ٠  يوه اصطلاح دده په ياد راغلله چه جنرال د عسکری حملی مخه نيسی او په خاورو د اوبو مخه نيول کيږی  ٠ ددی اصطلاح سره سم  هغه  فکر وکړ چه که د کلی په چاپيريال کښی لوړ ديوالونه جوړ شی ، نو د سيلاب مخه به ونيول شی ٠ خو يوه پوښتنه ده چه د ديوالونو د جوړولودپاره  زياتی  ډبری او خاوری  له کوم ځای څخه راوړل کيږی ؟  په دی وخت کښی يو کشپ له اوبو نه راپورته شو او ور ته يی وويل چه په جنت کښی يو ډول عجيبه خاوره  ده چه ( سی ژانګ ) نوميږی ٠ که تاسی د دغی خاوری يو موټی  پرمځکی  وشيندی ، نو سمدستی به جګ شی او په غرونو بدل شی ٠ او تاسی  به د اوبو بندی  ديوال جوړ کړی  ٠ ( ګوين ) ددی خبری په اوريدو سره ډير خوشحال شو او لويديځ خوا ته ولاړ ٠

( ګوين ) د لری فاصلو په وهلو او د زياتو زحمتونو په ګاللو سره بالاخره د ( کوين لوين ) غره ته ستون شو  او له اسمانی امپراطور څخه يی غوښتنه وکړه چه دغه عجيبه خاوره ما ته راکړی ٠ خو امپراطور  دده غوښتنه رده کړه ٠ ( ګوين ) چه د ولسونو د کړاوونو او مصيبتونو څخه زياته توجه وکړه  ،   دغه خاوره يی  غلا کړه  او په پټ ډول بيرته خپل اجدادی کور ته ورسيد ٠ هغه  سمدستی دغه عجيبه خاوره په اوبو کښی وشيندله ٠  دغه خاوره سمدستی د سيلاب سره سرم جګيږی  او په دی توګه د سيلاب مخه  ونيوله شوه ٠ ولسونه چه د سيلاب له لوی مصيبت څخه خلاص شوی ډير خوشحال شول او بيا په بزګرۍ يی پيل وکړ ٠

کله چه اسمانی مپراطور په دی خبر شو چه ( ګوين ) عجيبه خاوره غلا کړی ده ،  نو خپل قوماندانان او عسکران يی دنيا ته وروليږل او دغه عجيبه خاوره يی بيرته رايووړه ٠ له دی امله د اوبو بند له منځه لاړ او  سيلاب بيا رامنځ ته شو چه کښتونه او کورونه يی ويجاړ شول او زيات شمير ولسونه  په څپاندو اوبو کښی مړه شول ٠   پاچا ( ياو ) ډير په قهر شو او ويی ويل چه ( ګوين ) يوازی په دی طريقه  پوهيده چه د ديوالونو په جوړولو د سيلاب مخه نيسی ٠  کله چه د اوبو بند ويجاړ شو ، نو مصيبت د پخوانه  لازيات سخت شوی دی  ٠(  ګوين ) د ٩ کالو دپاره  اوبه  تنظيم کړی  خو په پای کښی يی  ناکامی ترلاسه کړه ٠  نو بايد هغه ووژنی ٠

 پاچا ( ياو ) ( ګوين )   په غره کښی بند کړ  او ٣ کالو نه وروسته يی ( ګوين ) وواژه ٠ ( ګوين ) د مرګ نه مخکښی بياهم  مصيبت ځپلی خلک زيات يادکړل  ٠

شل کاله تير شول او   پاچا ( ياو )  واک چاری ( شوين ) ته وسپارلی ٠ پاچا ( شوين ) د ( ګوين ) زوی چه ( يوو ) نوميده ، خپل حضور  ته راوغوښت او ور ته يی وويل  چه د پلار وظيفه په ميراث  واخلی او د اوبو په تنظيمولو لاس پوری کړی ٠ اسمانی امپراطور دغه عجيبه خاوره ( يوو ) ته ورکړه ٠ په لومړی وخت کښی ( يوو ) د خپل پلار په تعقيب  د سيلاب د مخنيوی دپاره له عجيبی خاوری نه د اوبو بند ديوالونه  جوړ کړل ٠ خو  د اوبو بند د جوړيدو نه وروسته  څپاندی  اوبه د پخوا نه لا سختی شوی  او ژر به يی د اوبو بند ديوالونه ويجاړ کړل ٠ په پای کښی ( يوو ) د عبرت درسو د اخستلو نه وروسته په دی پوه شو چه  د اوبو مخنيوی په هکله دغه طريقه  پوره نه ده ٠  بايد د سيلاب د مخنيوی په عين وخت کښی اوبه  نورو سيمو ته بوتلل شی ترڅو سيلاب له منځه لاړشی   ٠  نو  ( يوو ) د يوه کشپ پر شا  د سيلاب دمصيبت ځپلو سيمو ته لاړ  ،  هغه  د خلکو د اوسيدو ځای په عجيبو خاورو جګ کړ او د ښامار په لارښوونه  د اوبو لاری جوړی کړی څو چه سيلاب له دغو لارو څخه  سمندر ته داخل شی ٠

د روايت له مخی (  يوو )  عجيب قوی قوت درلود ٠ هغه په تبر  د( لونګ من ) نومی غر په دوو برخو پري کړ ٠ او  د ژيړ سيند اوبه ددی  غره له  ګړانګ څخه  تيريدی  ٠ د ژيړ سيند په لره برخه کښی هغه غرونه چه د اوبو مخه يی نيولی په څو برخو وويشل ٠   په دی وجه د ( لونګ من  سيا ) ، ( سان من سيا ) ناوو جوړ شوی دی ٠ د زر ګونو کلونو راهيسی دغو دواړو ناوو د څپاندو اوبو څخه د منظردارو ځايونو په توګه بی شميره سيلانيان راجلب کړی  او په نړۍ کښی يی زيات شهرت موندلی دی٠

وروسته خلکو د خپل احترام د څرګندولو دپاره   ( يوو )  ته ( دا يوو ) نوم ورکړ چه د لوی بابا معنی لری ٠   د سيلابونو د له منځه لری کولو په باب د ( دايوو ) کيسی ډول ډول دی ٠ د روايت له مخی ( دايوو ) د واده په ٤مه ورځ  د اوبو د تنظيمولو دپاره له کور څخه ولاړ  او په وروستيو ١٣ کالو کښی هغه ٣ واره د خپل کور له مخی تيريده خو يو وار يی خپل کور ته هم نه ؤ تللی  ٠ دغه لوی بابا د زياتو زحمتونو او ستونزو په ګاللو سره بالاخره  سيلاب له منځه وړی  او اوبه يی هم ښی اداری کړی   ٠ له دی امله خلکو په ارامی او سوکالی نيکمرغه ژوند تيراوه ٠ خلکو ( دا يوو ) د خپل پاچا په توګه وټاکه  ٠  پاچا ( شوين ) د ( دا يوو ) د کارنامی له امله هم  په خوشحالی سره  واک چاری  هغه ته ورکړی ٠

په هغه  لرغونی لومړی زمانه کښی چه توليدی قوت يی ډير ضعيف ؤ ، ولسونو په پوره قوت سره د سيلابونو سره مقابله وکړه ٠ دوی د افسانی او رواياتو په ويلو سره  خپل هغه قوی ارزو څرګنده کړه چه پر طبيعی افتونو باندی به  بری ومومی ٠ ( ګوين ) او ( يوو ) د خلکو په زړونو کښی ٢ قهرمانان دی چه د دغه ارزود ترسره کولو په هکله د دوی  نمايندګۍ کوی ٠ او په افسانه کښی  د اوبو د تنظيمولو پيچلی جريان چه د دغو دوو قهرمانانو له خوا ګاللی هم د خلکو له خوا تير شوی  ؤ ٠   او په پای کښی   خلکو په خپل عقل او هوښيارۍ د اوبو د تنظيمولو په باب غوره طريقی  جوړی کړی او د ( ګوين ) او(  يوو ) په باب کيسی   د زر ګونو کلونو په تيريدو سره نسل په نسل د خلکو په منځ کښی وساتله شوه ٠