( هاو جی ) او ٥ ډوله  غله جات
中国国际广播电台


       
د چين  لرغونی تمدن په زراعتی تمدن پوری اړه درلوده ٠ نو د چين زياتی افسانی  د زراعتی چارو په باب دی  ٠

د روايت له مخی له هغه وخته چه انسانانو په دنيا کښی پيدا شوی خپل ژوند يی عموماُ  د ښکارولو ، کب نيولو او يا د ميوی شکولو په اتکا تيراوه ٠ دوی  هره ورځ  د ژوند دپاره زيار ايست  ٠ خو سره له دی بيا هم کله نا کله له قحطۍ سره مخامخ کيدل ٠ يوه نجلۍ چه ( جيانګ يوان ) نوميده د ( يو تای ) په ځای کښی اوسيده ٠

يوه ورځ ، نجلۍ ( جيانګ يوان )  له  بهر څخه کور ته د بيرته ورتګ په لاره کښی پر لندی مځکی باندی د انسان د غټی  پښی يوه  نښه وليدله ٠ کله چه هغه په دلچسپۍ سره خپله پښه  پر دی غټی نښی باندی کيښودله ،  وجود يی يو څه ولړزيد ٠او وروسته  نجلۍ ( جيانګ يوان ) اميدواره شوه ٠ وخت  ژر ژر تيريده ، په پای کښی  ( جيانګ يوان )  يو هلک وزيږاوه ٠ څرنګه چه دغه هلک پلار نه درلود ،  نو د ګاونديانو په نظر دغه هلک يو بدبخت هلک وګڼل شو ٠ نو دوی  په زور سره دغه ماشوم د ( جيانګ يوان ) له غيږی نه ونيوه او په صحرا کښی يی پريښود  ٠ دوی فکر وکړ چه دغه هلک به ژر مړ شی ٠ خو حيواناتو دغه هلک ښه وساته او  شيدی يی ورکړی ٠وروسته يی ګاونډيانو وليدل چه دغه هلک نه دی مړ شوی ، نو بيا يی  وغوښتل چه دغه هلک په ځنګل کښی پريږدی  ٠ خو ددوی دسيسه  بيا هم ناکامه شوه  ٠ په پای کښی  دوی  دغه هلک  پر کنګل باندی پريښود ٠ خو  زيات مرغان راغونډ شول او  په خپلو وزرونو يی د يخ باد مخه ونيوله ٠

په دی وجه دوی  پوه شول چه دغه هلک يو عادی هلک نه دی ٠ نو هغه يی بيا کور ته بيرته راوړ او  مورته يی بيرته ورکړ ٠ څرنګه چه دغه هلک څو څو واره د نورو له خوا پريښودل شو ، نو مور يی ور ته د ( چی ) نوم ورکړ او په چينايی ژبه يی د پريښودلو معنی درلوده ٠

( چی ) د کوچنتوب په وخت کښی يو ډير هوښيار هلک ؤ ٠   هغه وليدل چه انسانانو هره ورځ  دحيواناتو پسی منډی وهلی ، په هر ځای کښی يی صحرايی ميوی لټولی  او  ژوند يی تضمين نه و ،  نو فکر يی  وکړ چه که انسانان په يوه ټاکلی ځای کښی خوراکونه ترلاسه کړی ٠ نو دا به ډير ښه وی ٠ هغه په دقت سره پلټنه وکړه او د صحرايی غنمو  ، شولو ، لوبيا او د ږدنونو او  ډول ډول ميوو  تخمونه راټول کړل او په ټاکلو ځايونو کښی يی وکرل ، په ټاکلی وخت  به يی اوبه ورکولی ،  وحشی واښه به يی ور څخه وايستلی او په دقت سره به يی ښه روزنه کوله ٠ کله چه دغه کښتونه پاخه شول ،  نو زيات حاصلات يی ترلاسه کړل او ثمرونه يی ډير ؤ  او خوند يی د پخوانيو صحرايی کښتونو نه ښه  ؤ ٠

( چی ) د دغو صحرايی کښتونو د ښه روزلو دپاره د لرګيو او ډبرو څخه ساده الی جوړی کړی ٠ وروسته چه ( چی )  لوی شو  په زراعتی چارو کښی يی غنی تجربی ترلاسه کړی  ٠ هغه خپلی  تجربی   نورو ته وښودلی  او په دی وجه  خلکو  چه پخوا يی يوازی د ښکارولو ، کب نيولو او د صحرايی ميوو د شکولو په اتکا ژوند تيراوه په زراعتی چارو  لاس پوری کړی ؤ  ٠ نو خلکو د خپل احترام د څرګندولو دپاره ( چی ) ته ( هاو جی ) باافتخاره  لقب ورکړ  چه په چينايی ژبه ( هاو ) د پاچا  او ( جی ) د غلودانو معنی درلوده ٠ يعنی خلکو هغه  ته  د غلودانو پاچا وباله  ٠

د ( هاو جی ) د مړينی نه وروسته خلکو  دده د کارنامی د يادونی دپاره د هغه  مړی  په يوه ښکلی ځای کښی چه ( دو ګوانګ جی ايی ) نوميده ښخ کړ ٠ ځکه اسمان ته د ارباب النوعو د ورتګ  زينه ددی ځای په اړخ کښی پرته وه ٠ ددی ځای په مځکی کښی هر څه  کرل کيدل  او د غله جاتو ښه حاصلات ترلاسه کيدل ٠ د منی په فصل کښی به هغه عجيبه منظره تر سترګو کيده او ډول ډول مرغان به د هما په مشرۍ په دی ځای کښی نڅاکوله  ٠