( بيان چوی ) د ناروغۍ د معاينی په باب کيسه
中国国际广播电台


      

يوه ورځ  نامتو  لوی ډاکتر ( بيان چوی ) د پاچا ( څای هوان ګونګ ) سره د پيژندګلوی کتنه وکړه ٠ هغه د پاچا نه څه معاينه وکړه او ور ته يی وويل چه زما په نظر د پاچا پوستکی  يو څه ناجوړه  دی ٠ که په وخته يی  علاج  ونه شی ، نو ناروغی به مو بدن ته ورسيږی ٠ پاچا ( څای هوان ګونګ ) دده خبرو ته کومه توجه وانه ړوله او ويی ويل چه زه کومه ناروغی نه لرم ٠ نو ( بيان چوی ) ولاړ ٠ پاچا ( څای هوان ګونګ ) نورو ته وويل دا د ډاکتر عادت دی چه د ناروغی نه لرونکی  علاج کوی  اوغواړی  له دی لاری جايزه ترلاسه کړی ٠

لس ورځی تيری شوی ،  ( بيان چوي ) بيا د ( څای هوان ګونګ ) ته ورغی او ويی ويل چه زما په نظر اوس ستاسو ناروغی عضلاتو ته  ننوتلی ده  ٠ که تاسی علاج  بيا هم ونه منی ، نو ناروغی به مو لا سخته شی ٠ خو ( څای هوان ګونګ ) دده خبرو ته بيا هم کوم پام ونه کړ ، ( بيان چوی ) مجبوراُ بيا ولاړ ٠ پاچا ( څای هوان ګونګ ) خوشحاله نه ؤ ٠

بيا لس ورځی تيری شوی ٠ ( بيان چوی ) بيا د پاچا مخ ته لاړ او ويی ويل چه د پاچا ناروغی اوس  کلمو او معدی ته  داخله شوی ده ٠ که تاسی اوس لا هم  علاج ونه کړی نو ناروغی به مو لازياته سخته شی ٠ پاچا ( څای هوان ګونګ ) ور ته هيڅ  ونه ويل ٠

بيا لس ورځی تيری شوی ٠ ( بيان چوی ) چه له لری ځايه پاچا وليد سمدستی شا ته لاړ ٠ پاچا د خپل استازی په ليږلو سره ور څخه پوښتنه وکړه چه تا ولی هيڅ خبری ونه کړی او شاته لاړی ؟

( بيان چوی ) ځواب ورکړ چه اوس ستاسو ناروغی د علاج وړ نه ده ٠ او ما دا لياقت  له لاسه ورکړی دی  چه ستاسو دپاره  تداوی وکړم ٠

٥ ورځو نه وروسته د پاچا ( څای هوان ګونګ ) په بدن کښی سخت درد راپيدا شو ٠ کله چه دده استازی په تلوار سره د ( بيان چوی ) اوسيدو ځای ته ورسيد ٠ دغه ډاکتر بهر ته ولاړ ٠ او لږ وخت وروسته پاچا(  څای هوان ګونګ ) د ناروغی په اثر مړ شو ٠

له دی کيسی څخه خلکو ته دا ښودل شوی دی چه د انسان  اشتباه او غلطی بايد د وخت سمه کړی  شی او که نه ، دغه اشتباه به له کوچنتوب  څخه لويوالی ته خپره شی او نتيجه به د اټکل نه بهره وی ٠