中国国际广播电台
د يوی څاه په تل کښی يو چنګاښ دی چه هره ورځ په خوشحالی سره
تيروی ٠ يوه ورځ هغه د سمندر څخه
راغلی شمشتۍ ته وويل چه زه دومره
خوشحاله يم چه کله کله بهر ته ځم
او د څاه په اړخ توپ وهم او کله
کله څاه ته بيرته راځم او د څاه
په ديوال او تل کښی استراحت کوم
او خپله ستړتيا لری کوم ٠ وګورۍ !
نور کوم چينجی به زما څخه نيکمرغه
وی ! ته ولی دلته نه اوسيږی ؟
سمندری شمشتی وغوښتل چه څاه ته ننوځی او د جنګاښ سره وګوری خو
کله چه کيڼه پښه يی څاه ته داخله
شوه ، د څاه خوله يی ډکه کړه ٠ نو
مجبوراُ يی پښه بيرته وايستله ٠
دغه شمشتی د څاه د خولی په اړخ
کښی سمندری حالت چنګاښ ته معرفی
کړ او ويی ويل چه ستا په نظر د
زرو کيلو مترو اوږدوالی فاصله
ډيره لری ده ٠ خو سمندر دومره لوی
او ارت دی چه په خوله يی نه شم
تشريح کولی ٠ که څه هم غرونه په
ريښتيا جګ دی ، خو د سمندر ژورتيا
نه شی حسابولای ٠ په لری
لرغونی تاريخ کښی د ( شيا يوو )
په زمانه کښی به په هروله لسو
کالو کښی ٩ کاله سيلابونه
راپيښيدل ٠ خو سمندری اوبه زياتی
نه وی ٠ دغه شان د ( شانګ تانګ )
په موده کښی په ٨ کالو کښی ٧
کاله وچکالی رامنځ ته کيدی ٠ خو
سمندری اوبه هم کمی نه وی ٠ له دی
څخه څرګنديږی چه د لوی سمندر اوبه
نه د وخت په تيريدو سره بدليږی
او هم نه د بارانو د اوريدو سره
سم زياتيږی او يا کميږی ٠ دا زما
تر ټولو نه لويه خوشحالی او فخر
دی چه په لوی سمندر کښی ژوند کوم
٠
چنګاښ د سمندری شمشتی د خبرو په اوريدو سره ډير حيران شو او
خپل ځان يی ډير وړوکی احساس کړ ٠
دی متل خلکو ته وښودل چه بايد په هيڅوجه د يوی لږی کاميابی د
ترلاسه کولو له امله خپل ځان
مغرور نه کړی او يا بايدد خپلی
يوی ښيګړی له امله نورو ته په
سپکه سترګه و نه ګوری ٠
|