د ( لاو شان ) په غرونو کښی د تاويست په باب کيسه  
中国国际广播电台


      

د ( لياو جای جه ايی ) په نامه کتاب د چين په تاريخ کښی ډير نامتو اثر بلل کيږی چه زيات شمير خوندور داستانونه پکښی ليکل شوی دی  ٠ او د (لاو شان ) په غرونو کښی د تاويست په نامه کيسه د دغو کيسو څخه ده  ٠

کيسه يی داسی ده : د سمندر په غاړه کښی د ( لاو شان ) نومی غرونه پراته  ؤ چه پکښی يو رب النوع اوسيده ٠ او خلکو ور ته د ( لاو شان ) تاويست ويل  ٠ د روايت له مخی دغه تاويست په جادو کښی تکړه ؤ ٠ په يوه ولسوالۍ کښی چه د غرونو څخه يی څو سوه کيلو متره فاصله درلوده ، د ( وانګ چی ) په نامه يوسړی ؤ ٠ ( وانګ چی ) له کوچنتوب څخه ډير غوښتل چه جادو زده کړی ٠ کله چه هغه خبر شو چه دغه تاويست پر جادو تکړه  دی ، نو له خپل کور څخه  غرونو ته لاړ او تاويست ته يی دا ارزو څرګنده کړه چه دده د شاګرد په توګه ورڅخه جادو زده کړی ٠ تاويست  د ( وانګ چی ) په څو وارو  غوښتنو سره   هغه  ومانه ٠

 دوهمه ورځ  تاويست خپل شاګرد ( وانګ چی ) ته يو تبر ورکړ او ورته يی وويل چه د خپل ټولګۍ له ملګرو سره يو ځای د غرونو په لمنو کښی بوټی پری کړی ٠ ( وانګ چی ) و نه غوښتل چه زحمت کښ کارونه وکړی  نو په مجبوريت سره د خپلو ملګرو پسی د غرونو لمنو ته لاړ او دغه کار يی وکړ ٠

يوه مياشت تيره شوه ٠ د زيار او زحمت د ګاللو له امله د ( وانګ چی ) پښی او لاسونه تڼاکی شول او بيا يی پوستکی  سخت شول ٠ يوه شپه ( وانګ چی ) وليدل چه استاز سپين کاغز د دايری په شکل قيچی کړ او پر کړکۍ باندی يی سريښ کړ ٠ د سترګو په يوه رپ دغه دايروی کاغز  په رڼا شو او ټوله ګوټه يی روښانه کړه ٠ ( وانګ چی ) ددی حالت په ليدو سره ډير حيران شو٠

بيا يوه مياشت تيره شوه ٠ استاز يی  لا هم ور ته کومه جادو ورزده نه کړه ٠ نو هغه خپل استاز ته  خپله ارزو بيا څرګنده کړه ٠ استاز  د ( وانګ چی ) د وار په واره غوستنی سره سم موافقه وکړه چه هغه ته يو وړوکی جادو ورزده کړی ٠ دوی دواړه ديوه ديوال مخ ته ورسيدل  او ( وانګ چی ) ته يی وويل چه ته له دی ديوال څخه تير شه ٠ ( وانګ چی ) ګمان نه کاوه چه په تش لاس له ديوال څخه تير شی ٠ نو استاز يی خفه شو ٠ په دی حالت کښی ( وانګ چی ) په جراُت سره له دی ديوال سره ټکروواهه او په اُمن سره له ديوال څخه تير شو ٠ ( وانګ چی ) ډير خوشحاله شو ٠ استاز ور ته وويل چه ته  بايد کور ته لاړشی او په يوه  باانصافه سړی بدل شی ٠ که نه ، جادو به له لاسه ورکړی شی ٠

( وانګ چی ) په دی توګه کور ته بيرته لاړ او خپلی ماندينی ته لاپی شاپی وکړی چه هغه جادو زده کړی ده او ديوال هم دده مخه نه شی نيولی ٠ ښځی يی دده پرخبرو عقيده نه درلوده ٠ نو ( وانګ چی ) د ديوال مخ ته منډی وهلی ، خو له ديوال سره يی سخت ټکر وواهه او  سر يی وپړسيد٠ وروسته ( وانګ چی ) لاهم د يوه ناپوهه سړی په توګه  دی خوا ها خوا خوشی ګرځيد ٠ او دا دنوموړی د نه زيار ګاللو نتيجه وه ٠