د ( وو تای شان ) د غرونو په باب روايت
中国国际广播电台


      

په چين کښی د ( وو تای شان ) ، ( عه می شان ) ، ( پوتوه شان ) او ( جيو هوا شان ) په نامه غرونه د بودايی مذهب  مقدس ځايونه دی  په چينايی ژبه ( شان ) د غره معنی ورکوی ٠  د روايت له مخی دغه ٤ غرونه  په بودايی مذهب کښی د ( وين سو ) ، ( پو سيان ) ، ( ګوان اين ) او ( دی جانګ ) په نامه د ٤ لويو بودايانو د اوسيدو ځايونه ؤ ٠ نو ځکه دغه سيمه لرغونی مذهبی کلتور او فرهنګ لری او  دغه ٤ غرونه هم د چين نامتو منظره لرونکی سيمی بلل کيږی ٠

د ( وو تای شان ) په نامه غرنی سيمه  د چين په منځنی برخه يعنی د ( شان سی ) په ولايت کښی واقع ده ٠  او د ٥ جګوغرونو څخه جوړه شوی ده ٠ د ٥ غرونو څوکی هواری او ارتی دی  او خلک  په جلا توګه ور ته ( دونګ تای ) ، ( سی تای ) ، ( نان تای ) ، ( بی تای ) او ( جونګ تای ) يعنی ختيځ ميدان ، لويديځ ميدان ، جنوبی ميدان ،شمالی ميدان او  منځنی ميدان وايی ٠ او دغو ٥ غرونو ته ( وو تای شان )غرونه يعنی د ٥ ميدانونو لرونکی غرونه وايی  ٠ د ( وو تای شان ) غرونه د چين په شمالی سيمه کښی د سمندری سطحی نه ترټولو نه جګ غرونه دی  ٠

د روايت له مخی په پخوانی زمانه کښی د ( وو تای شان ) اقليم ډير خراب ؤ ٠ په ژمی کښی څاڅکی اوبه  سمدستی کنګل کيدی ،  په پسرلی کښی سخت شګلن باد چليده ، په دوبنی فصل کښی دومره ګرمی وه چه په پټۍ کښی هيڅ بزګری نه کيده ٠ يوه ورځ د ( وين سو ) په نامه لوی بودا تصادفاُ له دی ځايه تيريده او ويی ليدل چه انسانان  د سخت اقليم له امله زيات کړاونه ګالی ،  نو تصميم يی ونيوه چه ددی ځای هوا بدله کړی ٠

دغه لوی بودا وغوښتل چه په  ختيځ سمندر کښی له سمندری پاچا ښامار څخه  عجيبه ډبره په امانت واخلی او ددی ډبری څخه په استفادی سره وچه  هوا  په لندبل بدله کړی ٠ خو ښامار ونه غوښتل چه دغه عجيبه  ډبره لوی بودا ته ورکړی او هم يی ونه شوکړی چه د دغه رب النوع غوښتنه رده کړی ٠ نو يوه بهانه يی جوړه کړه او لوی بودا ته يی وويل چه د ډبری وزن  ډير زيات دی ٠ که تاسی دغه ډبره وړلی شی ، نوهغه  واخلی ٠ د ( وين سو )  لوی بودا د عجيبی  ډبری مخ ته ودريد او ور باندی يی جادو وکړه ٠ نو دغه لويه او سخته ډبره سمدستی لکه د دوا ګولی کوچنی شوه ٠  لوی بودا کوچنی ګولۍ په لاس  ونيوله  او لاړ ٠

کله چه  لوی بودا د ( ووتای شان ) غرونو ته بيرته ستون شو ،  هوا ډيره ګرمه وه ،  د وچکالی له امله مځکه چاوديدله او انسانان په سختو مصيبتونو کښی ډير مايوسه  احساسيدل  ٠لوی بودا دغه عجيبه ډبره د غرونو تر منځ   پريوی دری باندی کيښودله ،  يوه عجيبه پيښه رامنځ ته شوه ٠ يعنی د غورونو څوکی  په يوه ډيری لوی او  طبيعی لندبل لرونکی چمن  بدل شوی  ٠ نو دغه دره په  لندبلی دری ونومول شوه  ٠ وروسته خلکو په دی ځای کښی يو لوی معبد اباد کړ او ور ته  يی د لندبل معبد  نوم کيښود ٠  تر اوسه پوری د ( ووتای شان ) غرونو  ته  د  لندبل  غرونه ويل کيږی ٠

د ( وو تای شان ) غرونه د دولت په درجه يوه مشهوره د سيل وړ سيمه ده ٠ په دی غرنی سيمه کښی هم د بودايی مذهب په بنسټ  زيات متمدنی ودانی ليدل کيږی او هم ښکلی طبيعی منظری د سيلانيانو تر سترګو کيږی ٠ په دی غرنی سيمه کښی د  ٤٢ تاريخی معبدونه ښه ساتل  شوی دی او ځينی يی د چين د ( تانګ ) په امپراطوری سلسله کښی اباد شوی ؤ ٠او تر اوسه پوری  يو زرو ٢ سوه کاله تاريخ لری ٠ دغسی ودانی په چين کښی د تاريخ له نظره لرغونی  لرګينی ودانی دی  ٠ او له دغه غوره ساختمانی هنر څخه د چين د لرغونی مذهب او مذهبی کلتور د انکشاف جريان منعکس شوی دی

د دولت په درجه د طبيعی منظره لرونکی سيمی په توګه د ( ووتای شان ) په غرنی سيمه کښی ډول ډول عجيبی ډبری ولاړی دی  ، رڼی اوبه بهيږی او په هرځای کښی  سمسورتيا ليدل کيږی ٠ او دغه سيمه د خلکو دپاره په دوبی کښی د ګرمی د لری کولو او ښه ساعت تيری دپاره يوه مناسبه سيمه ده