中国国际广播电台
د چين په ختيځه برخه کښی د ( هان جو) نومی ښار شته او په دی
ښار کښی د( سی هو ) په نامه
يوښکلی جهيل پروت دی ٠ دجهيل ښکلا
د لرغونی تاريخ نه راهيسی د بی
شميرو داخلی او خارجی سيلانيانو
زوړنه کښلی او کاږی يی ٠ په ١٤مه
پيړی کښی د ايتاليی نامتو مسافر (
مارکوپولو ) د ( هان جو ) ښار ته
ورسيد او د ( سی هو ) جهيل يی
داسی ستايلی دی چه که څوک د ( سی
هو ) جهيل په چاپريال کښی ژوند
وکړی لکه په جنت کښی ژوند کوی
٠ د ( سی هو ) جهيل د چين په
ختيځه برخه کښی د( جه جيانګ )
ولايت په مرکز ( هان جو ) ښار کښی
واقع دی او دغه جهيل د يوی قيمتی
مرغلری په حيث د خلکو په زړونو
کښی خوږی خاطری پريښودلی دی ٠ د
جهيل ٣ خواوی شنه غرونه دی ،
اوبه يی خورا رڼی بهيږی او د
جهيل په غاړو د ( بای تی ) او (
شو تی ) په نامه هغه ٢ اوږدی لاری
چه د چين د ٢ نامتو شاعرانو
نومونه ور باندی کيښودل شوی دی
لکه ٢ وريښمينی شنی فيټی د اوبو
د نرمو څپو سره سريښی شوی دی او
سيلانيان چه په دغو ٢ لارو چکروهی
هم رنګارنګ ګلان او شنی ونی کتلی
شی او هم د اوبو او غرونو د ښکلی
منظری څخه خوند اخستلی شی ٠ د (
سی هو ) د جهيل هوا د کال په ٤
فصلونو کښی د خلکو دپاره مناسبه
ده ٠ نو د لرغونی تاريخ نه
راهيسی د چين زيات شمير مشهورو
شاعرانو او ليکوالانو د ښکلی
منظری په ليدو سره حتی ونه غوښتل
چه له دی ځايه ولاړشی ٠ دوی د (
سی هو ) د جهيل د ستاينی په هکله
زيات ښکلی شعرونه او مقالی
وليکلی او تر اوسه پوری يی د خلکو
په زړونو کښی کلک مقام نيولی دی
٠ د بيلګی په توګه د ( سونګ ) په
امپراطوری سلسلو کښی نامتو
شاعرچه ( سو دونګ پو ) نوميده ٠
د ( سی هو ) جهيل د چين د لرغونی
زمانی د مشهوری ښکلی پيغلی ( سی
شه ) په توګه راياد کړ او په دی
باب يی يو نا فنا کيدونکی شعر
وليکه او دغه شعر تر اوسه پوری د
خلکو په منځ کښی نسل په نسل ويل
کيږی ٠
د ( سی هو ) د جهيل په باب ښکلی روايات ډول ډول دی ٠ او د (
دوان چياو ) د پل په باب کيسه د
چين په روايت کښی يوه ډيره
مشهوره کيسه بلل کيږی ٠
د روايت له مخی يو سپين مار ؤ چه په مذهبی روزنی کښی د زر
کالو د زحمت ګاللو نه وروسته ديوی
ښکلی پيغلی په توګه بدل شو ٠ په
چينايی ژبه سپين ته ( بای ) وايی
نو هغه د پيغلی ( بای ) په نامه
ياديده ٠ او يو بل شين مار ؤ چه
هم د ٥ سوو کالو زيار ايستلو نه
وروسته په يوی هوښياری نجلۍ بدله
شوه ٠په چينايی ژبه ( سياو )
کوچنی ته او ( شين ) چينګ ته
وايی ٠ نو په دی کيسه کښی خلکو
ور ته د ( سياو چينګ ) نوم ورکړ ٠
دوی دواړه په دی خبر شوی چه د (
سی هو ) جهيل ډير ښکلی دی ، نو په
ملګرتيا سره د دی جهيل سيل ته
ولاړی ٠ کله چه دوی د ( دوان
چياو ) په نامه پل ته ورسيدی ،
پيغلی ( بای ) يو ځوان زلمی چه (
شو سيان ) نوميده ډير خوښ کړ ٠
نو نجلۍ ( سياو چينګ ) د خپلی
خور لنډی د مرستی دپاره جادوګری
وکړه ٠ او د جادو ګری له امله
په اسمان کښی توری وريځی راټولی
شوی ٠ بيا وروسته سخت باران
واوريد٠ زلمی ( شو سيان ) په
تلوار سره خپله چترۍ خلاصه کړه
او د جهيل غاړی ته ولاړ او بيړۍ
يی راوغوښتله تر څو کور ته بيرته
ولاړ شی ٠ هغه وليدل چه ٢ نجوڼی
په باران کښی ولاړی دی ، نو
خپله چترۍ يی دوی ته ورکړه او
پخپله په باران کښی ددوی څخه لری
ولاړ ٠ پيغلی ( بای ) وليدل چه
دغه زلمی يو پاک ځوان دی ، نو
هغه يی لا زيات خوښ کړ ٠
مقابلتاُ زلمی ( شو سيان ) د
پيغلی ( بای ) د ښکلا له امله هم
ورسره مينه پيدا کړه ٠ دوی دواړو
د نجلۍ ( سياو چينګ ) په مرسته
واده وکړ او د جهيل په غاړه يی د
ناروغۍ د علاج دپاره يو کلينيک
پرانست ٠ او د همدی کار له امله
د ګاونډيانو له خوا زيات وستايل
شول ٠
خو دجهيل په بله غاړه د ( جينګ شان ) په نامه معبد ؤ او د
معبد د لوی بودا ( فا های ) په
نظر ميرمن ( بای ) چه په اصل کښی
پيری وه ، حتماُ به انسان ته
ضرر ورسوی ٠ نو هغه په پټ ډول (
شو سيان ) ته د ميرمنی ( بای )
راز ووايه ٠که څه هم ( شو سيان )
د ( فا های ) پر خبرو باندی دومره
يقين نه درلود خو بيا يی هم په
وارخطايی سره شپی ورځی تيرولی ٠
د وريجو جشن راغی ٠ د رسم رواج
سره سم په دی جشن کښی بايد خلک
شراب وڅښی ٠ ترڅو کورنی يی په
امن شی ٠ ( شو سيان ) د راهب (
فا های ) د خبرو سره سم هم خپلی
ماندينی ته شراب ورکړل ٠ که څه هم
ميرمن ( بای ) اميدواره شوی وه ٠
خو هغه د خپل ميړه د قوی غوښتنی
سره سم شراب وڅښل ٠ په نتيجه کښی
داسی تراژدی را پيښه شوه چه هغه
خپلی اصلی څيری يعنی سپين مار ته
بيرته واوښته او ( شو سيان )
ديوه غټ سپين مار په ليدو سره د
سختی ويری له امله مړ شو ٠ سپين
مار يعنی ميرمن ( بای ) د خپل
ميړه د ژغورلو دپاره د لری فاصلو
په وهلو سره د ارباب النوعو د
اوسيدو غره ته لاړه څو چه هغه
اعجازی دوا غلا کړی چه مړ شوی
انسان د دوا د خوړلو نه وروسته
بياراژوندی کولی شی ٠خو د هغی د
غلا عمل ناکام شو ٠ د غره رب
النوع د زلمی ( شو سيان ) سره د
سپين مار د سپيڅلی مينی له امله
هم متاُثر شو نو دوا يی د تحفی په
توګه ورکړه ٠ ( شو سيان ) په دی
عجيبه دوا راژوندی شو او هغه په
دی پوه شو چه ماندينه يی که څه
هم يو سپين مار دی خو ورسره
ډيره مينه لری ٠ نو ددوی تر منځ
مينه لازياته قوی او پخه شوه او
په خوشحالی يی يی ژوند تيراوه ٠
خو ( فاهای ) ونه شو زغملی چه سپين مارپه دنيا کښی د انسان په
شان ژوند وکړی ٠ نو ( شوسيان ) يی
په دوکه ماری سره معبد ته يووړ او
( شو سيان ) يی دی ته اړ کړ چه په
معبد کښی په بودايی بدل شی ٠
سپين مار او شين مار ډير په قهر
شول ٠ دوی د اوبو د حيواناتو په
په وړلو سره پر دی معبد باندی
بريد وکړ څو چه ( شو سيان ) له دی
معبد څخه بچ کړی ٠ دوی په پرله
پسی توګه طلسم وکړ ، سيلاب يی
راپورته کړ او دغه معبد يی د
سيلاب په اوبو کلابند کړ ٠
مقابلتاُ ( فا های ) هم په
جادوګری سره ورسره مقابله وکړه ٠
په پای کښی سپين مار د اميدواری
له امله ماتی وخوړله او د شين مار
په حفاظت له غره څخه شا ته لاړه ٠
په دی وخت کښی ( شوسيان )
دراهبانو د بی پروايی څخه په
استفادی سره د ( جينګ شان ) د
معبد څخه وتښتيد ٠ کله چه دوی د (
دوان چياو ) پل ته ورسيدل ، او
يو له بل سره مخامخ شول ، سخت ډير
يی وژړل ٠ ( شوسيان ) او سپين
مار د زياتو کړاونو او مصيبتونو د
ګاللو نه وروسته بالاخره يو ځای
شول او يو له بل سره يی د پخوا
په پرتله مينه نوره هم زياته شوه
٠ ميرمنی ( بای ) يو زوی
وزيږاوه ٠ خو ( فاهای ) د ( شو
سيان ) کور ته راغی ٠ هغه په بی
رحمۍ سره سپين مار د( لۍ فونګ )
په نامه څلی کښی بنده کړه او ويی
ويل : تر څو چه دغه څلی ويجاړ شی
هغه دنيا ته بيرته راتلای شی ٠
د زياتو کلونو نه وروسته شين مار بالاخره مذهبی روزنه بشپړه
کړه او د ( سی هو ) جهيل ته بيا
ورغی ٠ هغه پر ( فا های ) باندی
غلبه وموندله ، د جهيل اوبه يی له
منځه وايستلی ، د ( لۍ فونګ ) څلی
يی ويجاړ کړ او سپين مار يی له دی
څلۍ څخه وژغوره ٠
د ميرمنی ( بای) او( شو سيان )
د مينی په باب د غم ښادۍ نه ډکه
کيسه د سيلانيانو زړونه راکاږی او
د ( سی هو ) جهيل له دی امله لا
ښکلی او د اعجاز نه ډک ښکاری ٠
|