د ( لاما ) د ژيړ بودايی مذهب معبد-- د ( يونګ هه )  ماڼۍ
中国国际广播电台


      
په بيجينګ کښی زيات شمير خصوصيات لرونکی تاريخی ودانۍ ليدل کيږی ٠ خو د هان ، مغول او تبت د ٣ قومونو په يو ځاي کولو خصوصيت لرونکی تاريخی ودانی يوزای يوه ده او هغه د ( يونګ هه ) ماڼۍ ده  ٠

د ( يونګ هه ) ماڼۍ د چين په دننه او دباندی کښی د تبتی بودايی مذهب له مشهورو معبدونو څخه شميرل کيږی ٠ دغه ماڼۍ څه دپاسه ٦٠ زره مربع متره مساحت لری او څه دپاسه  زر کوټی او سالونونه پکښی برابر شوی دی ٠ دغه ماڼی اصلاُ په ١٦٩٤ م کال کښی د ( چينګ ) د امپراطوری سلسلی د دوهم امپراطور( کانګ شی ) له خوا د خپل ٤ م زوی شهزاده ( اين جنګ ) دپاره جوړه  شوی وه ٠ په ١٧٢٣ م کال کښی شهزاده ( اين جنګ ) امپراطوری واک ترلاسه کړ او خپله کورنی يی امپراطوری ماڼی ته انتقاله کړه او د( يونګ هه ) د ماڼۍ نيمه برخه يی د خپل  اوسيدو په دوهم ځای بدل کړ او پاتی برخه يی د ژيړ بودايی مذهب د معبد په توګه ( لاما) ( جانګ جا هوتوکه تو ) ته  ورکړه ٠

ژيړ بودايی مذهب د ( لاما) د بودايی مذهب څخه سرچينه اخستی ده  ٠ دمذهب مؤسس ( لوبوجانګ زاکبا ) د خپلو ٨ کالو په عمرکښی په معبد کښی بودايی روزنه ومنله  او د ١٧ کالو په عمر يی په تبت کښی د( لاما) بودايی مذهب په علمی څيړنی لاس پوری کړ ٠  وروسته د ( لاما) بودايی مذهب  د تبت د واکمن مذهب په توګه وټاکل شو ٠ څرنګه چه ددی مذهب پيروانو ژيړ رنګه جامی اغوستی وی  نو دی مذهب ته ژيړ مذهب وويل شو ٠   لوی راهب ( لوبوجانګ زاکبا ) د ( لاما ) د مذهب د اصلاح کولو دپاره وتلی کارنامی وکړی  او ( دالای  لاما ) او ( بان چان  لاما )  ټول دده شاګردان او پيروان دی  ٠

د ( يونګ هه ) په ماڼۍ کښی تاريخی اثار او ودانۍ زياتی دی ٠ او په دی جمله کښی ٣ تاريخ اثار ډير مشهور او د ليدووړ دی ٠

لومړی  اثر يی د ( فا لوينګ ) د تالار په وروستنی کوټه کښی د(  ٥ سوو بودايانو ) په نامه د غره ساختمان  دی ٠ د غره جګوالی يی ٤ متره  او اوږدوالی يی څه دپاسه ٣ متره دی ٠ او دغه اثر په قيمتی او خوشبوی تور رنګ لرګۍ حکاکی شوی دی ٠ له ورايه دا يو لرګين هنری اثر دی چه پکښی  سمسور ځنګل ، د غره دری ، شنی ونی ، ظريفه بودايی څلی ، لرغونی ودانی ، ژور غارونه ، کږليچی لاری او  بهيدلی اوبه ليدل کيږی ٠ کله چه سړی ور ته  په ځير شی  له دی اثر څخه يو داسی ظريفه  هنر تر سترګو کيږی چه د غرونو د سلسلی سره سم د٥ سوو بودايانو مجسمی پکښی برابری شوی دی ٠ که څه هم مجسمی يی وړوکی دی ، خو څيری يی بيلا بيلی دی او ټولی  په  ژوندی شکل د غره په لمنو کښی ناست دی  ٠ ويل کيږی چه دغه  اثر د چين د مجسمو او حکاکۍ د هنر په پيوستون سره يو غوره قيمتی اثر دی ٠ خو له بدمرغه د تاريخی جګړو په تيريدو سره يوازی د بودايانو  ٤٤٩ مجسمی پاتی شوی دی ٠

دوهم اثی يی د ( ميله )په نامه د لوی  بودا مجسمه ده چه د( وان فو ) په تالار کښی ساتل شوی ده ٠  دغه لرګين تالار د( يونګ هه ) په ماڼی کښی تر ټولو نه لوی تالار بلل کيږی ٠ دغه تالار څه دپاسه ٣٠ متره جګوالی لری او پر طاق باندی يی ٣ لرګين بامونه جوړ شوی دی ٠ له ورايه دا يوه  ٣ پوړيزه ودانی ده  ٠ خو په اصل کښی هغه يوه جګه ودانی ده او کوم پوړ نه لری ٠د تالار په مرکز کښی د ميله په نامه د لوي بودا مشهوره مجسمه ده چه په  خوشبوی اوقيمتی سپين لرګی حکاکه شوی ده  ٠ دغه مجسمه ٢٦ متره جګوالی لری چه په ٨ متره لره برخه يی تر مځکی لاندی  ښخه شوی ده او په ١٨ متره بره برخه يی د مځکی دپاسه ده ٠ د مجسمی قطر  ٨ متره او وزن يی  سل ټنه  دی او په نړۍ کښی په يوه لرګی حکاک شوی تر ټولو نه لوی  هنر بلل کيږی ٠ په ١٩٧٩ م کال کښی د مجسمی د ترميمولو په بهيرکښی خلکو وليدل چه تر مځکی لاندی خښ شوی خوشبوی لرګی که څه هم  ٢٠٠ کال  تير شوی ، خو  بيا هم ښه ساتل شوی دی ٠ له دی نه په لرغونی چين کښی د لرګينی حکاکۍ  هنر او تاريخی اثارو د ساتلو په برخه کښی د  هنرمندانو غوره مهارت  په پوره توګه څرګند شوی دی ٠

 د ( يونګ هه ) په ماڼۍ کښی دريم غوره اثرد ( جاو فه ) په سالون کښی د ( سيکامونی ) دلوی راهب  مسی مجسمه ده چه د ويده کوټی په شکل په غټ  بودايی  صندوق کسی په ارام زړه ناسته ده  ٠ د مجسمی ترشا په قيمتی او کلک لرګی حکاک شوی تخته ولاړه ده چه   ځلاندی پلوشی د مجسمی له شا څخه شيندل کيږی او د ويده کوټی په شکل مذهبی ودانی  په قيمتی او کلک لرګی جوړه شوی ده  چه تخنيک يی غوره او د حکاکۍ مهارت يی  ډير لوړ دی ٠  د لمر د کوزيدو په رڼا کښی  ميسی مجسمه هم پلوشی شيندی او د بودايی ډيوی د رڼإ سره   يو ځای  ټوله  کوټه هم  روښانه کوی ٠ د ويده کوټی په شکل وانی   ٢ غټ  ستنونه لری  او ور باندی  ٩٩ ښامارونه حکاک شوی دی ٠

سر بيره په دی  د ( يونګ هه ) په ماڼۍ کښی بيلا بيلی ودانی ځانګړی خصوصيت  لری ٠ مثلاُ د ( فا لوينګ ) په تالار کښی ساختمانی شکل تبتی خاصيت لری او دغه ودانی د ( هان ) او ( تبت ) د ٢ قومونو د کلتور او هنر جمع بندی بلل کيږی او په دی ماڼۍ کښی د ټولو کتيبو متنونه  د هيواد د ( هان ) ، ( مان ) ، ( مغول ) او ( تبت ) په ٤ ژبو  ليکل شوی دی اوور څخه د ملت لوی يووالی رابرسيره شوی دی ٠  د کتيبو په  متنونو کښی د ( لاما) د مذهب د رامنځ ته کيدو منبع او د لاما د مذهب په مقابل کښی د ( چينګ ) د امپراطوری حکومت پاليسۍ رايادی شوی دی ٠ د ١٩٨١ م کال نه راهيسی  د ( يونګ هه ) ماڼی دروازه خلکو ته خلاصه شوی ده ٠ او هر کال په مليونه تنه داخلی او خارجی خلک په دی ماڼۍ کښی لويو راهبانو ته د عبادت کولو په هکله مذهبی فعاليتونه ترسره کوی او يا يی سيل کوی ٠ اوس د ( يونګ هه ) ماڼی نه يوازی د بودايی مذهب مقدس ځای دی بلکی د چين د ( هان )، ( مان ) ، ( مغول ) او ( تبت ) د ٤ قومونو کلتوری او هنری خزانه بلل کيږی ٠