د( شان سی ) په ولايت کښی د غره په کمر باندی ځوړند معبد
中国国际广播电台


      
ټولو ته معلومه ده چه معبدونه عموماُ په ارته ځمکه کښی جوړشوی دی ٠ خو د چين د شمالی سيمی د ( شان سی )په ولايت کښی يو نامتو معبد شته دی چه د غره پرلاښ باندی  اباد  شوی دی ٠ دغه معبد د ( شا سی) ولايت  شمالی ښار ( دا تونګ ) ته  نژدی واقع دی  او په ١٤٠٠ م کال کښی جوړ شوی دی او  يو داسی ځانګړی معبد بلل کيږی چه د ساختمانی شکل له لحاظه د چين د بودايی ، تاويست او کانفيوسيالستی مذهبونو سره   يو ځای شوی دی ٠ او داسی څرګنديږی چه د غره په لاښ باندی ځوړند  وی ٠

 

 

په چين کښی ډول ډول معبدونه ليدل کيږی او  دغه معبد يوه ډيره عجيبه ودانی ده   ٠د ودانی په دواړو اړخونو کښی د څه دپاسه سل متره په جګوالی تيز لاښونه ولاړ دی او دغه معبد لکه د يوه لاښ پر لمنی باندی سريښ شوی ، په نيمه هوا کښی ځوړند ښکاری  او له مځکی څخه ٥٠ متره جګوالی لری ٠  که دودانی لری برخی ته په ځير شو ، د ودانيو سلسله ګواکی د څه دپاسه لسو غټو لرګينو ستنو په اتکا ولاړه  ده ٠ د معبد دپاسه يوه غټه ډبره ده ،  هر څوک چه دغه منظره ګوری  داسی انديښنه به ولری چه  ښايی په کوم وخت کښی دغه لويه ډبره پر معبد باندی ولويېږی ٠ د معبد سلسله له ٤٠ سالونونو او کوټو څخه عبارته ده ٠ او دغه سالونونه په لرګينو لارو نښلول شوی دی ٠  که څوک له لرګينی  لاری نه کښته وګوری   تر پښو لاندی يی  تش او خالی ښکاری ٠ نو دوی به حتماٌ په کراره کرارۍ سره قدم واخلی ٠ او دا ويره لری چه د يوه قوی قدم په اخستلو سره به معبد د غره تل ته  ولوئيږی ٠  که څه هم د قدم د وهلو اواز د پښو نه  پورته کيږی خو  د غره پر لمنی باندی  د دوانۍ د لړزيدو هيڅ احساس نه کيږی   ٠

ددی معبد ساختمان  اعجازی رنګ لری ٠ دغه لرغونی معبد د غرنی لاښ پرلمنی باندی تړل شوی دی او د لاښ بره برخه لکه چترۍ د بارانونو څخه دغه معبد ښه ساتی او د سيلابونو مخه نيسی ٠ دغه شان د معبد د شاوخوا لاښونه هم د لمر د سختو وړانګو مخنيوی کوی ٠ د خلکو په قول  د دوبی په فصل کښی هره ورځ د لمر وړانګی د ٣ ساعتو دپاره پر دی معبد باندی شيندل کيږی ٠ نو دا عجيبه نه ده چه دغه لرګينه ودانی د زرو کالو د بادونو په لګيدو اود بارانونو په اوريدو سره بيا هم  ښه ساتله شوی ده ٠ 

 د زياتو خلکو په نظر دغه معبد د څه دپاسه لسو غټو لرګينو ستنو په اتکا  کلک  شوی دی ٠ خو په حقيقت کښی   پردغو غټو لرګينو ستنو باندی دومره زيات  قوت نه دی اچول شوی   ٠ د معبد ټول وزن پر هغو لرګيو باندی اچول شوی دی چه دوه اړخونه يی  په ژوره توګه  په ډبرو کښی کيښنول شوی دی   ٠ او داسی مربع شکله لرګۍ د محلی سيمی د خاص کلکو ونو څخه جوړ شوی دی ٠ څرنګه چه لرګی يی لومړی په غوړيو کښی ښه غوټه شوی دی ،   نود ميږيانو د خوړلو څخه په اُمن کښی دی  او د عفونيت سره د مقابلی توان يی لوړی دی  ٠نو ځکه دغه معبد  پر داسی کلکو لرګيو  باندی تړل شوی دی ٠يعنی دغه لرګۍ د معبد د بنسټ رول لری ٠  علاوه په دی  څه دپاسه لس غټی لرګينی ستنی هم ددی معبد د کلکولو دپاره مهم رول لوبوی ٠  ددغو څه دپاسه لسو لرګينو ستنو جګوالی  په دقيقه توګه حساب شوی دی چه ځينی د معبد  وزن  زغمی او ځينی يی د ودانی د وزن د تناسب رول لوبوی  ٠ او ځينی تشی ولاړی  دی اويوازی  د قوت د منلو نه وروسته  به د ملاد تير رول ولوبوی ٠

د معبد يو بل خصوصيت دا دی چه د جغرافيايی بڼی څخه په استفادی سره د غرونو د تيزو لاښونو په اتکا  د معبد ځينی سالونونه  اباد شوی دی ٠ مثلاُ د معبد د ٢ لويو ودانيو څخه يوه ودانی چه ( سان ګوان ) نوميږی  پر ډبرين ديوال باندی جوړه شوی ده  ٠ د سالون په وړاندی يوه لرګينه کوټه ده او ترشا يی د غره په ډبرينو لمنو کښی  زيات غارونه کښل شوی دی او  په دی اثر سالون يی خورا لوی ښکاری ٠ د معبد نور سالونونه هم ډير ظريفه  دی او په سالونونو کښی  کوچنی مجسمی  هم  دی ٠ د دغو سالونونو ترتيبات ډير دلچسپ دی چه دوه اړخونه يی برابر شکل لری او ټول د غرونو د سلسلو سره سم کښته پورته ښکاری ٠  که سيلانيان  پر لرګينو لارو چکر ووهی لکه  په يوه خيالی ماڼۍ کښی ګرځی  او حتی د بيرته ورتګ لاره به  پيدا نه کړی ٠  

خلک  دا پوښتنه  کوی چه زمونږ اسلافو ولی د غره پر لاښ باندی معبد جوړ کړی ؤ ٠ اصلاُ په پخوانی تاريخی زمانه کښی د معبد لاندی ځای د تګ راتګ يوه ډيره مهمه  لاره وه ٠ او  زيات خلک له دی ځايه تيريدل ٠ ددی دپاره چه    بودايی پيروانو به په اسانۍ سره  مذهبی عبادت وکړی شو ، نو زمونږ اسلافو په دی ځای کښی دغه معبد جوړ کړی ؤ  ٠ علاوه په دی تر معبد  لاندی  يو سيند پروت دی او تل ور څخه سيلاب ووت ٠د لرغونی چينايانو په نظر په دی سيند کښی يو طلايی ښامار اوسيده او سيلاب د طلايی ښامار د جادو کولو په اثر رامنځ ته کيده ٠  نو خلکو وغوښتل چه د يوه بودايی څلی په جوړولو سره دغه ښامار تسليم کړی ٠ نو له دی امله  دغه معبد د سيند دپاسه د غره پر لمنی باندی  جوړ شو ٠

د معبد د لرګينی لاری په اړخ د غره پر ډبرين لمنی باندی ٤ لوی چينايی ليک دود حکاکی شوی دی او ورباندی د دی معبد د ساختمانی هنر زياته ستاينه شوی ده ٠