د ( هوانګ شان ) د غرنی سيمی په باب کيسه
中国国际广播电台


      

د ( هوانګ شان ) غرنی سيمه چه د چين  په جنوب منځنی سيمه کښی واقع ده ، د نړۍ د سيل وړ مشهوره سيمه بلل کيږی او هم د نړۍ د طبيعی ميراث په حيث د فخر وړ سيمه   ګرځيدلی ده ٠( هوانګ شان ) پخوا ( ايی شان ) نوميده او د غرونو د  تورو ډبرو د روښنايی له امله يی شهرت موندلی دی ٠  يوه پوښتنه دا ده چه ولی ( ايی شان ) وروسته د ( هوانګ شان ) په نوم بدل شو ؟

د روايت له مخی ( هوانګ دی ) د چينی ملت سلف ؤ ٠ او هغه په خپلو   څه پاسه سل کلنو  مشرتابه کښی   د خلکو ډير محبوبيت او احترامات ترلاسه کړی ؤ ٠ وروسته د عمر د اوږدوالی له امله ( هوانګ دی ) ځوان ( شاو حاو ) د خپل ځای ناست په توګه وټاکه ٠ ( هوانګ دی ) له ژوند سره ډيره مينه درلوده ٠ دده انديښنه دا وه  چه د عمر د اوږدوالی له امله به  مړ شی ٠ نو ټينګ عزم يی وکړ چه د تل ژوندی ساتلودپاره هلی ځلی وکړی ٠   هغه  تاويستان ( ژونګ چنګ ځه ) او(  فو چيو ګونګ ) د خپلو استازانو په حيث بلل او له دوی څخه به يی د دايمی  ژوندی پاتی کيدو د دوا د جوړولو تخنيک زده کاوه   ، او ددوی تاويستی روزنه به يی منله ٠

تاويستی مذهب د چين اصلی مذهب دی  ٠ او ددی مذهب د تاسيسيدو په لومړی وخت کښی د تل ژوندی پاتی کيدو د دوا د جوړلو عنعنات ساتل شوی ؤ  او څرنګه چه  تاويستی مذهبی  روزنه  او د تل ژوندی ساتلو په هکله د خاصی دوا  جوړونه بايد په ښکلی او سوکالو سيمو کښی ترسره شی ، نو ( هوانګ دی ) او دده ٢ استازان به  د مناسب ځای دپيدا کولو دپاره دی خوا ها خوا ګرځيدل  ٠

دوی به د سيندونوڅخه  په پوری وتلو او د غرونو په طی کولو سره د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته تلل او په پای کښی دوی د هيواد د جنوب منځنی برخی د ( ايی شان ) په نامه د غرونوسلسلی  ته ورسيدل ٠دوی وليدل چه دلته  د غرونو جګی څوکی نيغ په نيغه ولاړی  او  اسمان  ته غزيدلی دی  ،  سپينی وريځی لکه سپينی وريښمينی فيټی د غرونو په څوکو تاويږی ، د غرونو لاښونه او ګړنګونه  تيز او جګ  او دری  يی لکه سمندری تل ژوری   او  د وريځو او لړو څخه ډکی  دی ،  نو ددوی په نظر دغه ځای د تاويستی مذهب د روزنی او د دوا جوړولو دپاره غوره ځای دی ٠

دوی به هره ورځ  د ونو بوټی سوځول او ور څخه به يی  سکاره ترلاسه کول او د بادونو او بارانونو سره سره به يی طبی بوټی ټولول او د اور په وسيله به يی د طبی بوټو څخه د تل ژوندی پاتی کيدو د دوا دجوړولو دپاره هڅه کوله  ٠ د روايت له مخی دغه دوا  په ٩ مرحلو کښی جوړيده او مشکل به يی هم وار په واره زياتيده ٠ خو ( هوانګ دی ) د دغو مشکلاتو سره سره بيا هم پرخپلو هلو ځلو باندی ټينګار کاوه ٠ دوی د ٤٨٠ کالو د کوشش نه وروسته بالاخره طلايی  دوا جوړه  کړه ٠  ( هوانګ دی ) يوه دانه طلايی دوا وخوړله او سمدستی يی دا احساساوه چه بدن يی سپک شو او دا لياقت يی ترلاسه کړی ؤ چه  اسمان ته الوتلی  او په نيم اسمان کښی لوبه کولی شی ٠ علاوه په دی د( هوانګ دی ) سپين ويښتان او ږيره  هم په تورو  ويښتانو او ږيرو  بدله شوه ٠ او يوازی هغه پوستکی چه د زړښت له امله ګونج  شوی ، پاتی ؤ ٠ په دی وخت کښی  د غره د يوی څوکی په منځ کښی د سور رنګ تودی اوبه رابهيدی او له دغو تودو اوبو څخه خوشبويی د ( هوانګ دی ) پوزی  ته رسيدی ٠ ( هوانګ دی ) په دی اوبو کښی   ٧ شپی  او ورځی  ولمبل  او په پای کښی يی ګونج  پوستکی وايستل شول  او څيره يی پوره ځوانه شوه ٠ زوړ او سپين ږيری ( هوانګ دی ) په دی توګه په يوه ځوان زلمی بدل شو او په رب النوع وګرځيد٠ څرنګه چه ( هوانګ دی ) په دی غرنی سيمه کښی په رب النوع  بدل شوی و ، نو خلکو د ( ايی شان )  په ( هوانګ شان ) بدل کړ ٠

د ( هوانګ شان ) په غرنی سيمه کښی يوه ډيره مشهوره ناوه ده چه د غره له تل نه يوه لويه او جګه ډبرينه ستنه د قلم په شکل  اسمان ته غزيدلی او د ناجو  يوه لرغونی ونه د ډبرينی ستنی په سر ولاړه ده  ، لکه يو ښکلی تازه ګل چه د قلم په سر غوړيدلی وی ٠

د روايت له مخی د چين په لرغونی زمانه کښی  لوی شاعر ( لی بای ) په يوه نيمه شپه کښی د شعر په ويلو سره ويده شو ٠ هغه په نرمی وږمی سره  د سمندر د رب النوع  يوه ټاپو ته ورسيد او ويی ليدل چه د ټاپو په شاوخوا کښی سپينو وريځو او  سمندری څپو حرکت کاوه  ، په ټاپو کښی د رنګارنګو ګلانو شګوفه کړی او شنه واښه به د وږمی سره سم خوځيدل ٠ لوی شاعر  ( لی بای ) د لوی طبيعت په ښکلو منظرو کښی مست شو ٠ په دی وخت کښی د ٥ مترو په جګوالی  يوه غټه ډبرينه ستنه لکه يو غټ قلم د وريځو له سمندر څخه راپورته شوه  ٠ ( لی بای ) فکر وکړ چه که زه د دی  غټ قلم په وسيله له  سمندری اوبو څخه په استفادی سره په اسمان باندی د دنيا ټولی ښکلا وليکم دا به  څومره ښه وی ٠

دده د فکرسره په جوخت  ناڅاپه يوه نرمه  نغمه دده غوږونو ته ورسيده  او د ستنی له سر څخه رنګارنګی  پلوشی شيندل کيدی او يو ښکلی او تازه سور ګل د ډبرينی ستنی په سر شګوفه وکړه او غټه ستنه  ددی مخی ته نژدی کيده ٠ ( لی بای ) غوښتل چه دغه غټ قلم واخلی  ٠ خو په دی وخت کښی  هغه له خوبه راويښ شو ٠

( لی بای ) چه دخوب نه راويښ شو ،  تصميم يی ونيوه چه په خوب کښی ليدلی  ښکلی ځای  پيدا کړی ٠ په پای کښی هغه ( هوانګ شان ) ته ورسيد او ويی ليدل چه يوه  غټه  ډبرينه ستنه  د قلم په شان د غره له تل څخه  راپورته شوی ده  ، نو ويی ويل چه دغه ځای زما په خوب کښی ليدلی ځای دی ٠

د روايت له مخی ( لی بای ) ددی غټ ډبرين قلم په ليدو سره زيات ښکلی او مشهور شعرونه  وليکل ٠