د کوچنتوب په زمانه کښی د هوښيارۍ په باب کيسه 
中国国际广播电台

کانفيوسيوس د ميلاد نه دمخه په ٦ مه پيړۍ کښی د چين په تاريخ کښی يو مشهور متفکر او تعليم پوه شخصيت ؤ ٠ او کانفيوسيالستی دکتورين  چه دده له خوا رامنځ ته شوی ؤ ، د چين په کلتوری ساحه کښی تر ټولو نه ډيره مهمه برخه تشکيله شوی ده او د چين په اوږدو تاريخی دورو کښی فيوډالی واکمنانو به کانفيوسيالستی مفکوره خپله رسمی مفکوره بلله  ٠نو ځکه د کانفيوسيوس کورنی تل د مشهوری او تشريفاتی کورنی په حيث افتخار درلود او د کانفيوسيوس له اخلافو څخه هم يو شمير نامتو شخصيتونه رامنځ ته شوی دی ٠ دده د ٢٠م نسل لمسی ( کونګ ژونګ ) له دغو لويو شخصيتونو څخه ؤ ٠ او د ( کونګ ژونګ ) په باب  کيسی  تل د خلکو په منځ کښی خوله په خوله ګرځی  :

( کونګ ژونګ ) په ميلادی ٢ مه پيړۍ کښی د چين د ( هان ) په امپراطوری تاريخ  کښی يو پوه او با عقله سړی ؤ ٠ د کورنی په اغيزو  هغه د کوچنتوب په وخت کښی يو  ډير هوښيار هلک ؤ  ٠ ( کونګ ژونګ ) چه ١٠ کالو ته ورسيد ،  د خپل پلار سره يو ځای  مرکز ( لويانګ ) ښار ته لاړ ٠ څو چه   د ( لو يانګ ) د ښاروال ( لی يوان لی ) سره د پيژندګلوی کتنه وکړی ٠ ( لی يوان لی ) يو ډير مغرور او پوه سړی ؤ ٠ هغه ونه غوښتل چه له هر چا سره کتنه وکړی ٠ خو ( کونګ ژونګ ) ډير وغوښتل چه له دغه لوی پوه کاکا سره وګوری ٠ يوه  ورځ  ( کونګ ژونګ ) د ( لی يوان لی ) د کور مخ  ته ورغی او د دروازی ساتولو د خدمتګار څخه يی  د ننوتلو غوښتنه وکړه  ٠ عسکر وليدل چه هغه  يوازی يو هلک ؤ ، نو دده غوښتنه يی رده کړه ٠ ( کونګ ژونګ )  بيا ور ته وويل چه زه د ( لی يوان لی ) خپل  يم ٠ مهربانی وکړی چه ( لی يوان لی ) ته زما نوم ووايی ٠  هغه به حتماُ  ما ومنی ٠

دغه نوکر ( لی يوان لی ) ته د ( کونګ ژونګ ) نوم او غوښتنه وويله ٠(  لي يوان لی )د نوکر د خبرو څخه  حيران شو ٠ ځکه چه د نوموړی هلک نوم يی هيڅ نه پيژانده ٠ خو سره له دی هغه بيا هم په کنجاوی سره ( کونګ ژونګ )  ځانته ومانه او د ( کونګ ژونګ ) څخه يی پوښتنه وکړه چه ته له ما سره څرنګه سکه اړيکه لری ؟

( کونګ ژونګ ) ځواب ورکړ چه زه د کانفيوسيوس لمسی  يم او تاسی  د تاويست دکتورين د موسس ( لی دان ) خلف يی ٠ ټولو ته معلومه ده چه کانفيوسيوس په احترام سره له ( لی دان ) څخه د تشريفاتو په باب معلومات واخستل ٠ او ددوی تر منځ د استاز او شاګرد اړيکه قايمه شوی وه ٠ نو ځکه زمونږ تر منځ  هم داسی اړيکه  موجوده ده  ٠

په اصل کښی د چين په تاريخ کښی  د کانفيوسيوس نه علاوه  د ( لی دان ) په نامه يو بل مشهور فيلسوف او د تاويستی دکتورين موسس ؤ ٠ د خلکو په قول به کانفيوسيوس خپل ځان د ( لی دان )  شاګرد باله او  ( لی دان ) يی خپل استاز  ګاڼه ٠

په هغه وخت کښی د ښاروال ( لی يوان لی ) په کور کښی زيات شمير ميلمانه راټول شوی ؤ ٠  دوی د ١٠ کلن ( کونګ ژونګ ) د هوښيارۍ څخه  ډير حيران شول ٠ يو ميلمه چه ( چنګ وی ) نوميده  هم يو پوه سړی ؤ ٠ هغه د ( کونګ ژونګ ) د کيسی د  اوريدو نه وروسته  داسی وويل چه  دا طبيعی نه ده  چه هوښيار هلک به حتماُ د لويدو نه وروسته  په يوه  پوه او بااستعداده  سړی  وګرځی ٠ هوښيار هلک ( کونګ ژونګ ) سمدستی ځواب ورکړ چه زه فکر کوم چه  ښاغلی ( چنګ ) د کوچنتوب په وخت کښی حتماُ هوښيار ؤ  ٠ معنی يی دا وه چه  ښاغلی ( چنګ ) يو ناپوه سړی دی ٠ ښاغلی ( چنګ ) د ( کونګ ژونګ )  خبرو ته   هيڅ ځواب  ورکړی نه شو ٠

ددی کيسی نه علاوه د ( کونګ ژونګ ) له خوا نورو ته د ناکونو د ويشلو په باب  کيسه هم د چين په ټولنه کښی زياته مشهوره ده ٠ په دی کيسه کښی ويل شوی دی چه کله به  ( کونګ ژونګ ) د خپلوکورنی غړوسره   يو ځای  ناکونه خوړل  ٠ نو ( کونګ ژونګ ) به په با ادبه توګه  لوی ناکونه  لويانو ته ورکول او وړوکی ناک به يی ځان ته ساته  ٠

( کونګ ژونګ ) چه لوی شو  په يوه بااستعداده سړی بدل شو او د يوی سيمی د اداره کولو وظيفه يی په غاړه واخسته  ٠  په هغه وخت کښی  چين   د جلا جلا برخو  په ويش پيل وکړ  او د چين تاريخ  د ٣ ملکونو دوری ته د داخليدو په حال ؤ     ٠ ( کونګ ژونګ ) اصلاُ يو عنعنوی پوه ؤ او په خپلو خبرو او مقالو کښی به يی د اوضاعو په مقابل کښی زياته انديښنه ښودله ٠ خو له بدمرغه  هغه  په پای کښی د يوه بل مشهور سړی ( چاو چاو)  له خوا ووژل شو ٠