غږ خلکو ته ټکان رسوی
中国国际广播电台

د ميلاد نه مخکښی د ٩ می پيړۍ نه تر ٥ می پيړۍ پوری چين د ملکونو تر منځ د جګړو دوری ته داخل شو ٠ او په دی دوره کښی لس ګونه ملکونه د خپل موجوديت د ساتلو دپاره په دی لګيا ؤ چه ځانته  غوره  او موثری داخلی او خارجی پاليسی وټاکی اوهغه عملی کړی ٠ په دی توګه د مشاورينو يوه هغه طبقه چه په خاصه توګه به يی د مختلفو ملکونو  پاچايانو ته د دولت د اداره کولو په هکله نظريات او پيشنهادونه وړاندی کول  رامنځ ته شوه ٠ دغو مشاورينو په خپلو فيلسوفانه مفکورو او د دولت په اداری تيوريو ، په تيره بيا د ژورو او ژونديو مثالونو په وړاندی کولوسره واکمنانو ته خپلی  نظريی څرګندولی ٠ او هغه کيسه چه  غږ خلکو ته ټکان رسوی پاچا ته د مشاور ( يو چوين کوين ) د نصيحت کولو په باب جوړه شوی ده ٠

د ( چی ) ملک نوی پاچا ( چی وي وانګ ) چه  په تيره زمانه کښی   يو ډير هوښيار شهزاده  ؤ ،  نه يوازی يی په زده کړه کښی  ډير زيار ايستلی ؤ  بلکی يی هم د دولت د اداره کولو د تاکتيک په باب  زياتی څيړنی وکړی ٠ او هيله يی وکړه چه د پلار د ځای ناست د نيولو نه وروسته خپل وطن په يوه قوی دولت اباد کړی ٠ خو کله چه هغه دولتی واک په لاسونو  نيولی دا يی کشف کړی وه  چه د پاچا صلاحيت او امتيازات د شهزاده نه لا زيات دی  ٠ نو هغه  په دی ښه او ارام ژوند کښی خپل  لوی مرام له لاسه ورکړ   ٠

څه دپاسه ٢ کاله تير شول چه پاچا ( چی وي وانګ ) په شرابو او شهوت کښی شپی او ورځی تيرولی  او دولتی چاری به يی وزيرانو ته پريښودلی  ٠ نو ځکه په سياسی چارو کښی رشوت خوری راپيدا شوی او دولتی قوت مخ په ضعيفيدو ؤ ٠ ګاونډيو هيوادونو به غوښتل چه ورباندی تيری وکړی او الحاق يی کړی ٠ نو سپيڅلی وزيران ، پاک مامورين او عامه خلک له دی امله په لويی انديښنی کښی ولويئدل ٠ خو جراُت يی نه درلود چه پاچا ته نصيحت وکړی ٠

يو مشاور چه ( يو چوين  کوين ) نوميده ، ددی حالت په ليدو سره يی  عزم  وکړ چه په خپلی هوښيارۍ او د فرصت په پيدا کولو سره پاچا ته خپله  نظريه څرګنده کړی ٠

يوه ورځ  مشاور ( يوو چوين  کوين ) پاچا ( چی وي وانګ ) ته وويل چه اۀ پاچا ! مهربانی وکړی چه زما يوه معما هواره کړی ٠ ( چی وي وانګ ) ور څخه پوښتنه وکړه چه کومه  معما ده ؟ هغه وويل چه  يو غټ مرغه ؤ چه په پادشاهی ماڼۍ کښی به د ٣  کالو دپاره اوسيده ٠ خو هغه به نه په خپلو وزرونو الوت او نه به يی کوم غږ پورته کاوه او پرته  له کومه هدفه په ستړی او ستومانه ولاړ ؤ ٠ ستاسو په نظر دا څرنګه مرغه دی ؟

 ( چی وي وانګ ) چه د مشاور دغه خبری واوريدی ، په دی پوه شو چه هغه  پاچا ملامتاوه ٠ خو يوه مسئله ده چه  د مشاور  پوښتنی  ته  به څنګه ځواب ورکړی شی ؟

پاچا د يوی شيبی د چرت وهلو نه وروسته ( يوو چوين کوين ) ته وويل چه دغه لوی مرغه چه که څه هم فضا ته نه الوزی  ، خو په لازم وخت کښی به حتماُ په قوی قوت  جګ اسمان ته  والوزی ٠ او که څه هم هغه هيڅ غږ نه پورته کوی  ،  خو کله چه غږ  پورته کړی  حتماُ به خلکو ته  ټکان ورسوی ٠

له دی نه وروسته ( چی وی وانګ ) پر خپلی اشتباه باندی زيات فکر وکړ او تصميم يی ونيوه چه د خپل ملک د پياوړتيا او غښتليتوب دپاره زياتی هلی ځلی وکړی  ٠ هغه  لومړی دولتی چاری ښی اداری کړی   ، ټول مامورين  يی خپل ځان  ته راوغوښتل او د دولتی چارو په باب  يی ددوی نظريات واوريدل ، او ددوی د موفقيتونو سره سم  يی ورته جايزی او يا سزاوی ورکړی  ٠ وروسته  يی پوځی قوتونه ښه تنظيم کړل  ترڅو نظامی قواوی  پياوړی کړای شی  ٠ په پای کښی  د ( چی ) په ملک کښی لوي بدلون رامنځ ته شو او په هرځای کښی د تازګۍ او حيات نه ډکه سمسورتيا راټينګه شوه ٠ نو هغه هيوادونه چه پخوا يی د ( چی ) پر ملک باندی  د تيری نيت درلود،  په حيرانتيا سره يی وويل چه ( چی وي وانګ ) په ريښتيا د يوه غټ مرغه په شان دی چه که غږ پورته کړی  ،  نورو ته به ټکان ورسوی ٠