د سلو قدمونو له لری فاصلی څخه د چنار د ونی پر پاڼی باندی غشی ويشتل کيږی
中国国际广播电台

د ملکونو تر منځ د جګړو په لرغونی  زمانه کښی د چين په خاوره کښی زيات  وړوکی ملکونه موجود ؤ  او په مختلفو ملکونو کښی يو شمير نامتو شخصيتونه  ليدل کيدل   او ددوی په باب کيسی لا تر اوسه  د خلکو په منځ کښی ويل کيږی  ٠

د ( چين ) د ملک لوی جنرال ( بای چی ) په جګړو کښی ډير تکړه ؤ  او په خپلو قوماندانۍ يی په ټولو جګړو کښی هيڅ ماتی نه وه خوړلی ٠ نو خلکو ( بای چی ) ته دايمی بريالی جنرال  باله ٠ په يوه کال کښی د ( چين ) د ملک پاچا ( بای چی ) ته صلاحيت ورکړ چه د پوځيانو په وړلو سره  د ( وی ) پرملک باندی بريد وکړی ٠ ښکاره ده چه که د ( وی ) ملک د ( چين ) له خوا ونيول شی ، نو د نورو ملکونو په منځ کښی به جنګی سلسله راپيدا شی ٠ نو زيات شمير کسانو په دی باب   سخته انديښنه څرګنده کړی وه ٠

يو مشاور چه ( سولی ) نوميده  د ( وی ) پر ملک باندی د بريد نه کولو په هکله جنرال ( بای چی ) ته  نصيحت وکړ  او  يوه داسی کيسه يی ور ته وويله :

يو نامتو غشی ويشتونکی ؤ چه ( يانګ يوو جی ) نوميده ٠ هغه له کوچنتوب څخه د غشی په ويشتلو کښی سخت تمرينات کړی ؤ  او دا طاقت يی ترلاسه کړی ؤ چه د سلو قدمونو له لری فاصلی څخه په سمه توګه  د چنار د ونی  پاڼی  غشی وولی  ٠ په هغه وخت کښی يو بل توريالی سر تير  ؤ چه ( پان هو) نوميده او هغه هم د غشی په ويشتلو کښی تکړه ؤ ٠ يوه ورځ  دوی دواړو د غشی د ويشتلو په يوی سيالی لاس پوری کړ چه دا سيالی د زيات شمير خلکو د علاقی وړ ګرځيدلی وه  ٠

د سيالی له ميدان څخه  د ٥٠ قدمونو په لری فاصله کښی   يوه لرګينه تخته ايښودله شوی وه  او د تختی پر مرکز باندی په سور رنګ پوښول شوی دايره وی  نښه  د غشی د ويشتلو هدف ؤ  ٠ لومړی سرتير ( پان هو ) خپله  قوی لينده ډکه کړه او په ٣وارو سره يی ٣ غشی د تختی په سری مرکزی  نښی  باندی ولګول ٠ او دده له عالی او غوره مهارت څخه د نندارچيانو له خوا  تودی چکچکی راپورته شوی ٠

ور پسی ( يانګ يو جی ) ميدان ته  ننوت ٠  هغه د شاو خوا چاپيريال  وکوت او بيا يی وويل چه د ٥٠ قدمونو په فاصله د غشی ويشتلو  نښه  نژدی ده ٠  مونږ  بايد د سلو قدمونو په لری فاصله د غشی ويشتلو سيالی پرځای کړو ٠ نو هغه د سلو قدمونو په لری فاصلو د چنار د ونی يوه پاڼه  په سره رنګ سره کړه ،  بيا يی بيرته ميدان ته راغی او خپله لينده يی خلاصه کړه ، په پای کښی يی  غشی  ددی  سری پاڼی له مرکز څخه تير شو ٠ نندارچيان ددی حالت په ليدو سره ډير هک پک پاتی شول ٠ ( پان هو ) په دی  ښه پوهيده چه  مهارت يی د ( يانګ يوجی ) څخه ټيټ دی ٠ خو باور يی نه درلود چه د ( يانګ يو جی ) هر غشی به د ونی له پاڼی څخه تير شی  ٠ نو ٣ پاڼی  يی په سره رنګ سری کړی او له ( يانګ يو جی ) څخه يی غوښتنه وکړه چه په نوبت سره پر دغو ٣ پاڼو باندی  غشی وولی  ٠

( يانګ يو جی ) د ( پان هو ) د ترتيب سره سم د غشی په ويشتلو کښی پوره بری ترلاسه کړ ٠  په دی توګه  ټولو نندارچيانو په لوړ اواز ور ته افرين وايه او ( پان هو ) هم د ( يانګ يو جی ) د لوړ مهارت په وړاندی خپل احترام څرګند کړ ٠

خو د خلکو د تودو چکچکو په قوی اوازونو کښی يو سړی ( يانګ يو جی ) ته وويل چه تا د سلو قدمونو په فاصله د سم غشی ويشتلو په مهارت به دا امتياز ترلاسه کړی چه زما روزنه ترلاسه کړی  ٠

( يانګ يو جی ) د دغو مغرورو خبرو د اوريدو نه وروسته په قهر سره ور څخه پوښتنه وکړه چه ته به په کومه طريقه  ما وروزی ؟

هغه په کراره کرارۍ سره  وويل چه زه نه غواړم چه د غشی ويشتلو په باب تا ته درس درکړم ٠ مګر زه تا پوهوم چه د نورو د ستاينی  په وړاندی څنګه خپل غوره موفقيت وساتی ٠ ايا تا په دی فکر کړی نه دی   چه که  ته  په کوم وار ستا د ليندی د خلاصولو قوت کمزوری شوای وی  او يا د يوڅه  بې پروايی له امله  ستا غشی په  نښی ونه لګيږی ، نو ته به  د غشی ويشتلو په باب د قهرمان باافتخاره لقب  له لاسه ورکړی ٠ نو يوه ښه او ممتاز غشی ويشتونکی بايد خپل  ننګ او مقام  ښه وساتی ٠

د کيسی نه وروسته ( سولی ) جنرال ( بای چی ) ته وويل چه تا د دايمی بری موندلی جنرال غوره لقب ترلاسه کړی دی ٠ خو د ( وې ) ملک يو داسی ملک نه دی چه په اسانی سره به خپل سر نورو ته ټيټ کړی  ٠ که تاسی سمدستی پر دی ملک باندی بری و نه شی موندلی ، نو دا به حتماُ ستاسو  ننګ او مقام  ککړ کړی ٠ ( بای چی ) د ( سولی )  د خبرو د اوريدو نه وروسته  د ناروغۍ په بهانه د ( وی ) پر ملک باندی د بريد پلان پريښود ٠