中国国际广播电台
تاو يون مين په څلورمه پيړۍ کي د
ختيځ
جين په امپراطوري دوره کي ژوند
کاوه او د چين د کليوالي شعرونو
موسس و . ختيځ جين د نارامۍ څخه
ډکه دوره وه او سلطنتي مبارزې يي
دوام درلود . د تاو يون مين پلار
او نيکه ګان د ختيځ جين د امپر
اطوري دورې د موسسانو څخه وشميرل
شول . کله چه تاو يون مين اته کلن
و ، پلار يي مړ شو
او ژوند يي هم
د زوال کيدو په لور ټيټ شو . د
هلکتوب په موده کي تاو يون مين
وغوښتل چه د لويدو نه وروسته د
هيواد دپاره سترخدمتونه تر سره
کړي . خو ختيځ جين د نارامۍ څخه
ډکه دوره وه او سلطنتي مبارزې يي
دوام درلود . هغه د نهه ويشتو
کالو په عمر حکومتي دنده په غاړه
واخيستله ، مګر د مامورينو په
محفل کي د فساد څخه د صبر او
حوصلي نه کولو له امله له خپلې
دندې څخه استعفا وکړه او بيرته
خپل ټاټوبي ته لاړ،
په کلي کي د ژوند د پر له پسې
خرابيدو له امله تاو يون مين دوه
ځلې د ولسوال دندې لاس ته راوړلې
، خو و نه يي
غوښتل چه له بدو مامورينو سره په
ناوړو اعمالو کي شريک وي ، د خپلې
دندې د اخيستلو نه اتيا ورځې
وروسته بيا بيرته کلي راستون شو.
کله
چه هغه څلور څلويښت کلن و ، کور
يي وسوزيده او ژوند يي لا نور هم
خراب شو چه په داسي بد حالت کي
هغه ډيرزيات کليوالي شعرونه وليکل
. دده د ژوند وروستي موده ډيره
غريبه وه
حتی د ګدايي له لارې يي شپې ورځې
تيرولې . مګر په دي موده کي هغه
يو وار بيا د حکومت دنده رده کړه
او د شفتالو د کلي په نامه ډير
مشهور اثر وليکه چه دغه کلی دده
لخوا جوړه شوي خيالي ټولنه وه
. که څه هم تاو يون مين
په خپل ټول ژوند کي يوازي له سلو
نه زيات شعرونه او څه دپاسه لس
اثرونه وليکل ، خو د چين د
ادبياتو په تاريخ کي يي ډير مهم
مقام نيولی دی ځکه چه دده شعرونه
په حياتي قوت څخه ډک بريښي.
|