د دايمی ارامتيا دپاره  د وريجو د غوښتلو په هکله د ( دونګ فانګ سو) په باب کيسه
中国国际广播电台

( دونګ فانګ سو ) په چين کښی يو ډير مشهور سړی ؤ او دده د عقل او هوښيارۍ په باب کيسی  د خلکو په منځ کښی زياتی ويل شوی دی ٠

( دونګ فانګ سو ) د ميلاد نه دمخه په ٣ مه پيړۍ کښی د چين د هان په سلسله کښی يو اديب ؤ ٠ دده مقالی دلچسپی او خوندوری وی  ٠ هغه په لومړی وخت کښی په مرکز ( چانګ ان ) ښار کښی يو ټيټ رتبه مامور ؤ ٠ په هغه وخت کښی د امپراطوری کورنی اسونه  ټول د لويشتينکو کسانو له خوا روزل کيدل ٠ که څه هم د دغو کسانو د ماموريت  درجه  ډيره ټيټه وه ، خو ورسره  زيات فرصتونه پيدا کيدل  چه  امپراطور يی له نژدی نه وګوری او داسی نور   ٠ ( دونګ فانګ سو ) به هم غوښتل چه د امپراطور پام ځان ته  واړوی ٠ نو يوه دسيسه يی جوړه کړه ٠ يوه ورځ  ( دونګ فانګ سو ) يو لويشتينک  سړی  ته وويل چه امپراطور په دی ورځو کښی ويلی دی چه د لويشتينکو کسانو قوتونه هم په  بزګرۍ کښی او هم په جګړو کښی د نورو نه  کمزوری دی او د مامورينو په حيث ددوی  موفقيتونه هم له نورو نه لږ دی او دولتی مالونه ور باندی خوشی مصرف شوی دی ٠  نو امپراطور په دی فکر کښی دی  چه د هيواد ټول لويشتينک  کسان  ووژنی ٠

دغو لويشتينکو کسانو د ( دونګ فانګ سو ) د خبرو د اوريدو نه وروسته ټول سخت وژړل ٠ ( دونګ فانګ سو ) ورپسی دوی ته وويل چه زه به ستاسو دپاره لاره چاره پيدا کړم ٠ تاسو بايد يو ځای د امپراطور  مخ ته لاړشی او  پرمځکی باندی دی په زنګنونو د امپراطور عبادت وکړی تر څو چه امپراطور  ستاسو کوچنی وجود وبخښی ٠

نو دغو لويشتينکو کسانو د امپراطور په مخ کښی  پر مخکی باندی  په خپلو زنګنونو په وفاداری سره  عبادت وکړ  او له امپراطور څخه يی د کوچنی بدن  بخښنه وغوښتله ٠ امپراطور و نه پوهيده چه دوی ولی داسی عمل وکړ ٠ دغو کسانو امپراطور  ته وويل چه ( دونګ فانګ سو ) ويلی ؤ چه امپراطور به مونږ ټول ووژنی ٠ نو امپراطور ( دونګ فانګ سو ) راوغوښت او ورڅخه يی پوښتنه وکړه چه ته ولی  دغه معيوب کسان  غولوی ؟  ( دونګ فانګ سو ) ځواب ورکړ چه ددوی د بدن جګوالی که څه هم د يو متر څخه هم کم نه دی ، خو په هری  مياشتی کښی  يوه کڅوړه وريجی او ٢ سوه يوانه پيسی ترلاسه کوی ٠ حال دا چه  زما وجود ٢ متره جګوالی لری او د مياشتی له مخی  هم يوه کڅوړه وريژی او ٢ سوه يوانی معاش ترلاسه کوم  ٠  په پای کښی لويشتينک  کسان  به ژر د مړښت له امله  مړه شی او زه به ژر د لوږی له امله  مړ شم ٠  دا حالت  نامعقوله دی  ٠ که د امپراطور په نظر زما خبری سمی وی ، نو دغه حالت به بدل کړی ٠

امپراطور د ( دونګ فانګ سو ) د خبرو د اوريدو نه وروسته سخت په خندا شو ٠ او ( دونک فانګ سو ) ددی نيرنګ له لاری خپل مقصد ترسره کړ ٠ ځکه چه وروسته امپراطور ( دونګ فانګ سو) خپل اړخ  ته راوغوښت او د مامور  په حيث يی وټاکه ٠  دا د دايمی ارامتيا دپاره د وريجو د غوښتلو په هکله  د دونګ فانګ سو په باب يوه خوندوره کيسه وه ٠

د ( دونګ فانګ سو)  په باب کيسی زياتی دی ٠ يوه بله کيسه يی دا ده ٠ د دوبی په يوه ورځ  ( دونګ فانګ سو ) له  ملګرو وزيرانو سره  په کارونو  بوخت ؤ ٠ د امپراطور نوکر د يوه قيمتی وحشی حيوان غټه غوښه يووړله او دوی ته يی وويل چه دا د امپراطور جايزه  ده ٠ د مربوطو اصولو سره سم بايد وزيران د امپراطور د تحريری فرمان د اوريدو نه وروسته  دغه غوښه  وويشی ٠ خو ( دونګ فانګ سو ) د امپراطورد تحريری فرمان  د لوستلو نه مخکښی په ځانګړی توګه په چاړه د غوښی يوه برخه پری کړه او کورته يی بيرته يووړله ٠ امپراطورد ( دونګ فانګ سو ) څخه  د شکايتونو د اوريدو نه وروسته  هغه  خپل حضور ته راوغوښت او ور ته يی وويل چه ته بايد په دی باب څه توضيحات ورکړی ٠ ( دونګ فانګ سو ) وويل چه دغه غوښه  ستاسو  له خوا مونږ ته راکړی وه ٠ د تحريری فرمان لوستنی  يوازی د وخت پوری اړه درلوده ٠ او ما د فرمان د لوستلو نه مخکښی د غوښی يوه برخه  کور ته يووړله  ٠ له دی عمل څخه زما لوی جراُت ښه څرګند شوی ؤ ٠ که څه هم ما د نورو نه مخکښی د غوښی يوه برخه پری کړی وه ،خو دغه برخه د نورو نه کوچنی وه ٠ له دی نه زما سپيڅليتوب څرګند شوی ؤ ٠ او که څه هم ما غوښه کور ته وړلی وه ، خو مقصد می دا ؤ چه پلاراو مور می ژر وخوری ، نو له دی نه زړو کسانو ته زما احترام څر ګند شوی  ؤ  ٠  په داسی حالت کښی تاسی به څنګه ما ته سزا راکړی ؟ امپراطور د ( دونګ فانګ سو ) د خبرو په  اوريدو سره هيڅ ځواب ورنه کړ او  په خندا شو ٠